د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلالپورې ولسوال پهلوان سيد محمد ووژل شو

بلال شينوارى 30.08.2010 11:42

په هغه چاودنه کې چې نن له غرمې مخکې پر نهو بجو دننګرهار دولايت مقام مخې ته رامنځته شوه  دلالپورې ولسوال پهلوان سيد محمد ووژل شو او دهغه څلور تنه ساتوونکي ټپيان شول.

د ننګرهار دوالي وياند احمد ضيا عبدالزي ټول افغان ته وويل د دوې د مالوماتو له مخې  چاوديدوونکي توکي له وړاندې نه دپهلوان په موټر کې ځاې پرځاې شوي وو.

ده وويل تر اوسه د چاودنې په تور څوک نه دې نيول شوي خو په وينا يې پلټنې پيل شويدي.

بل خوا وسله والو طالبانو ددې چاودنې پړه پرغاړه اخيستې ده. طالب وياند ذبيح الله مجاهد خبري رسنيو ته ويلي چې دوې له وړاند ې نه چاوديدوونکي توکي دپهلوان سيد محمد په موټر کې ځاې پرځاې کړي و او دريموټ کنټرول په ذريعه يې ورته چاودنه ورکړې ده.

پهلوان سيد محد  دعبدرب الرسول سياف په مشرۍ د دعوت اسلامي د ګوند وتلې جهادي قوماندان و چې تر دې وړاندې يې دخوږياڼيو، نازيان او سپين دولسواليو دولسوال په توګه دنده تر سره کړيده.