د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د علامه اقبال لاهوری طنزیه شعرونه (۳)

پوهنمل محمود نظری 29.08.2010 18:46

علامه اقبال لاهوري پټو سترګو له لویدیځوالو څخه دختیځ والو او مسلمانانو په پېښو کولو نیوکه کوي او وايي دوی د اروپا په ظاهره غولیدلی د ی دا يې هیر کړي دي چې د هغوی د ودې او پرمختګ لامل لنډکالي ، بدن لوڅول ،لنډ وېښتان او شنی سترګې نه دي هغه د هغو ددې کړو پېښې کول شرقي او مسلماني کلتور ته اهانت بولي او وايي:
د یوروپ وده د هغوی له پوهې څخه ده باید د هغو علم او فن زده کړو نه خپل ورونونه لوڅول!
چند
شــرق را از خــود بـرد تقلید غـــرب
بایــد ایــن اقـــوام را تنقـیــــد غــــرب
قوت مغـــرب نه از چــنگ وربـــاب
نی زرقــص دخـــتــران بــــی حجـــاب
نی ز سحــر سـاحــــران لاله روست
نی ز عریان ساق ونی از قطع مـوست
محـکمـــی اورا نـــه از لادیـنی است
نــی فـــروغــش از خــط لاتـیـنی است
قــوت افـــرنگ ز عـــلم وفـــن است
از همیــن آتش چـرا غش روشن است
حکمت از قطـع وبرید جــامــه نیست
مــانع عــــلم وهنــــر عمــامــه نیست
عــلم وفـن را ای جوان شوخ وشنگ
مغـــز مــی بـــاید نــه ملبوس فر نگ
فکــر چــالاکی اگر داری بس است
طبــع دراکــی اگـر داری بس است

شرق يي یوړ له منځه دغرب تقلید
باید په دې غرب پالو وشي تنقید
د مغرب وده نه ده له چنګ او ربابه
نه ده د لوڅو جنو د نڅا په خمو تابه
نه ده د جادوګرو دجادوپه ښکلا
په لنډو وېښتو اود لوڅو ورونونوپه ځلا
نه دی دهغو واک او ځواک له بې دیني
نه دی د هغو په لیکلوست چې دی لاتیني
د غرب واک د هغو له علمه او فن دی
له همدې اوره يې تل چراغ روڼ دی
حکمت نشته په اغوستولو کې د نیکر
نه لنګۍ تړل ده خنډ د علم او هنر
اې شوخ و شنګ ځوانه واوره: علم اوفن
مغز غواړې نه غربي رسمونه او سنن
د چالاکي سوچ که لرې همدا بس ده
د دراکي طبع که لرې همدا بس ده
اقبال لاهوري وايي دا غربې فرهنګ استعمار ي روح لري چې ټوله یې ظاهري او مادي منظره لري د هغو کلتور له اخلاق او معنویته تش دی ، په پټو سترګوباید د هغو پېښې ونشي
شرق حق را ديد و عالم را نديد
غرب در عالم خزيد از حق رميد
چشم بر حق باز کردن بندگي است
خويش را بي پرده ديدن زندگي است
شرق حق ولید او عالم یې ونه لید
غرب په عالم کې وخوځید له حقه وتښتید
سترګی په حق خلاصول بندګي ده
خپل ځان بې پردې لیدل زندګي ده
علامه اقبال وایي یوروپ یوازې په عقل نشوای کولی بشر وژغوري دا د اروپا د فرهنګ یولوی عیب دی چې غواړې یوازې د بشریت بیړۍ په عقل سره بېله دې چې له هغه سره روح ، وجدان او ایمان پیوند وي له خطره وژغوري
هغه وايي د شرقیانو سترګې په پېښو او مرییتوب کې رنډې شوی دی هغوی نشی کولی بې پردې حقایق درک کړي
زندگانی هر زمان در کشمکش
عبرت آموز است احوال حبش
شرع یوروپ بی نزاع قیل و قال
بره را کرده است بر گرگان حلال
نقش نو اندر جهان باید نهاد
از کفن دزدان ، چه امید گشاد
در جنیوا چیست غیر از مکر و فن
صید تو این میش و این نخچیر من


په ژوند کې دی هر ګړی کشمکش
عبرت اخیستونکی دی حال د حبش
د یوروپ شرع ده بی شخړې او قیل او قال
وری يې لیوانو ته کړی دی حلال
نوی نقش باید په نړۍ کې شي پیدا
له دی کفن کشو څخه امید مه کوه بیا
په جینوا کې څه شته بېله مکر او ریا
ستا ښکا رلوی مږ دی او هم هوسې زما
بیا وایي
سوز و ساز و درد و داغ از آسیاست
هم شراب و هم ایاغ از آسیاست
عشق را ما دلبری آموختیم
شیوهء آدمگری آموختیم

سوز او ساز ، درد او داغ له آسیا دی
هم شراب او هم ایاز له آسیا دی
عشق ته موږ دلبری ور زده کړه
اود ژوند لاره مو وروښووله
هغه بیابیا ختیځوال ملامتوي، چې د لوېدیځوالو په پېښو کولو يې خپل کلتور له پامه غورځولی دی
کس نداند شرق را تقدير چيست
دل به ظاهر بسته را تقدير چيست
څوک نه پوهیږي د شرق تقدیر به څه وي
دزړه په ظاهر تړولو تقدیر به څه وي
بیا وایي رابه شي هغه سړی چې د مرییانو ځنځیر مات کړی
ميرسد مردی که زنجير غلامان بشکند
ديده ام از روزن ديوار زندان شما
رابشي هغه سړی چې د مرییانو ځنځیر مات کړی
دا مي لیدلي د د یوال له سوري د زندان ستاسو
بیا طنزیه پند وایي هغه وخت مرام ته رسیږو چې د دواړو شرق او غرب له خرافاتو ځان وساتو او د شرق او غرب له قیده ځان خلاص کړو
جان نگنجد در جهات ای هوشمند
مرد حر بیگانه از هر قید و بند
ځان نه ځایږي په پلوي کې اې هوشمنده
پوه سړی خوشی وي له هر قید او بنده
بیا وايي
گر چه از مشرق برآید آفتاب
با تجلی های شوخ و بی حجاب
در تب و تاب است از سوز درون
تا ز قید شرق و غرب آید برون
فطرتش از مشرق و مغرب بریست
گر چه او از روی نسبت خاوریست!!!!

که څه لمر له مشرقه را خیژي
په شوخو وړانګو او بې پر دې
په تب او تاب کي دی له دننه سوزه
چې خوشي شي د شرق او غرب له بنده
فطرت یې د مشرق او مغرب خلاص دی
که څه د نسب له رویه خاوري دي

نوربیا