دولتي ځواکونو په کندهار کې يو ځانمرګى بريد ګر له بريد څخه مخکې له منځه وړی دی
29.08.2010 19:43د کندهار امنيتي ځواکونه وايي چې پرون یې يو ځانمرګى بريدکوونکى چي د چاوديدونکو توکو ډک واسكټ يې په تن وه او غوښتل يې ځان والوزوي د امنيتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل ووژل شو.
د کندهار ولايت وايي چې دا پېښه د د کندهار ښار د دويمې او شپږمي امنيتي حوزو په مربوطاتو کي رامنځ ته شوې ده.
د دولت وسلوالو مخالفينو لا په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د يادوني وړده چي په دې وروستيو کي د افغان ملي امنيتي او ايساف ځواکونو له خوا په ګډه په ژړى او پنجوايي ولسواليو کي د همکارى د پلان لاندي تصفيوي عمليات پيل شوي چي د دولت په وينا یې په يادو سيمو کي د دولت دوسلوالو مخالفينو فعاليتونه ټکني کړې دي.