د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د رمضان په کپ کې دويمه لوبه وګټله

کرکټ څانګه 29.08.2010 11:40

بیګا شپه د افغانستان د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د پاکستان د ملير جيمخانه سره لوبه وکړه چې په پنځه ويکټو افغانستان وګټله. د رمضان کپ د اګست په ۲۰ نېټه پېل شوی د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ کلب پکې لومړۍ لوبه د چورنګي الفتاح په خلاف بايللې وه.

پچه د جم خانې لوبډلې وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه، د ۱۹ اور په ۴ توپ یې ټول لوبغاړي وسوځیدل او ځوان افغان کرکټ کلب ته يې ۹۲ منډې هدف وټاکه.

ځوان افغان کرکټ کلب توپ اچونکو بیګا شپه د جم خانې په خلاف ښه توپ اچونه وکړه، حمید حسن د جم خانې ۳ لوبغاړي وسځول، عبدالله مزاري په دوه اورنو کې  جم خانې ته ۴ منډې ورکړي او یو لوبغاړي یې ورته وسځولو، د توپ وهنې په ډګر کې محمد شهزاد په ۵۶ توپونو ۴۵ منډې جوړې کړي.

 
نن شپه ۱۱ بجې چې د اګست۲۹ نېټه سره سمون  خوري د ځوان افغان کرکټ لوبډله د رمضان په کپ کې دریمه لوبه د ملک اټیر کرکټ کلب سره لري، کچېرته ځوان افغان کرکټ لوبډله لوبه وګټې نو د دې سیالیو منځ لوبې ته لاره پیدا کوي. او کچېرته دا لوبه ونه ګټي نو خپل افغانستان ته به راستنږي.

د ځوان افغان کرکټ کلب  دریمه لوبه به سبا شپه ۱۱ بجې  د اګست په ۲۹ نېټه د ملک اټیر کرکټ کلب سره وي.

د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ سره په دې سیالیو کې د اوسنۍ ملي لوبډلې ۹ لوبغاړي  او د ملي لوبډلې ۲ پخواني لوبغاړي هم لوبه کوي.

د ځوان افغان اکاډمۍ لخوا د رمضان کرکټ سیالیو ته غوره شويې لوبډله په لاندې ډول ده:

۱-  خالق داد نوري( کپتان)۲- اصغر ستانکزی۳- شهزاد محمدي۴- محمد نبي۵- شاپور ځدران ۶- حمید حسن۷- جاوید احمدي۸- عبدالله مزاري۹- سمیع الله شینواری۱۰- بادشا حسین۱۱- خان محمد۱۲- جمعه ګل۱۳- شفیق الله۱۴- ایمل هوتک.

د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لخوا د دې سیالیو لپاره غوره شوي ادري ډله:

شفیق الله عصمت ستانکزی ( د لوبډلې مدیر)اسد الله خان ( د لوبډلې روزونکی)حق داد نوري ( مرستیال روزونکی)حمزه لامع ( د همدې سفر مشر )کاظم بشیر( د  ځوان افغان د کرکټ د اکاډمۍ د ویب پاڼې مسؤل )

د ځوان کرکټ کرکټ اکاډمي په ۱۹۹۷ز کال کې جوړه شوي او په کورني کرکت کې یې په هیواد کې د کرکټ د پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې کړي، د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ  کرکټ کلب په ګاونډیو هیوادونو کې د کلب کرکټ په کچه پخوا هم لوبیدلی، هندوستان، سریلینکا او پاکستان ته يې سفرونه کړي چې د افغانستان په استازيتوب د کلبونو په کچه ښه ځلیدلي کرکټ کلب دی. د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډله د افغانستان کرکټ بورډ سره راجستر شوي اکاډمي دي په افغانستان کې د کرکټ د ودې، پرمختګ او د کرکټ اړوندو چارو ټول مسؤلیتونه د افغانستان کرکټ بورډ په غاړه لري.

 د کرکټ مینوال کولای شي په لاندې رسنیو کې د  ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د دې سیالیو ژوندی حال تر لاسه کړي:

د جیو سوپر تلویزیون لخوا په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د ویب پاڼې مسؤل هم هوډ کړی چې د کرکټ مینوالو ته نیغ په نیغه د  ځوان افغان  کرکټ اکاډوۍ لوبډلې د سیالیو تازه حال د خپل ویب پاڼې له لارې وړاندې کړي.