د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کندهار کې د دولت يو وسلوال مخالف په خپل ماين وژل شوی

خبري څانګه 28.08.2010 15:02

 تيره ورځ يوه بجه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د ماشور په کلي کي يو تن د دولت ضد مخالف چي غوښتل يې د يوې لويې لاري پر سر ماين ځاى پر ځاى کړي د خپل ماين ښکارشوى. امنيتي چارواکو ټول افغان ته ويلي دي چې د نوموړي وسلوال جسد  يې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى.

 د کندهار ولايت وايي چې تيره ورځ ٩ بجې د څلورمي امنيتي حوزې اړوند د خوجک بابا په سيمه کي یې د توپ دوه فيره  مرمى چي د نامعلومو کسانو له خوا د ((تخريبي اعمالو)) د اجراء په موخه  ځاى پر ځاى شوي وې وړاندي تردې چي وچوي  د پوليسو لخوا کشف او د آيساف ځواکونو له لوري  شنډي شوې.

 له بله پلوه د کنندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند د چوڼى او ميرويس روغتون تر منځ پر غځيدلي خامه سړک وسلوالو مخالفينو غوښتل چي د هاوان يو فير مرمى ځاى پر ځاى کړي خو د پوليسو د ګزمي په ور رسيدو سره مخالفين له سيمي تښتيدلي او مرمى د پوليسو لاس ته ورغلي ده.

  تيره ورځ ماپښين مهال د ١٢ امنيتي حوزې اړوند د ترين چوک په سيمه کي څلور لاسي بمونه چي تر يوه پلچک لاندي ايښودل سوي وه د پوليسوله لوري وړاندي تر دې چي وچاودي كشف او لاسته ته راوړل.

 تيره ورځ ماځيګر مهال د ميوند  ولسوالى اړند د كلاښامير په سيمه کي دوه ماينونه چاوديدلي چي لومړى تلفات نلري، ولي دوهم ماين چي د ملکي وګړو يو ټکټر باندي چاودلى چي په پايله كي يې  دري تنه ملکي كسان ژوبل كړل.


تيره ورځ غرمه مهال د دامان ولسوالى اړوند د کندهار کابل پر لويه لاره يوه سراچه ډوله ټکسي موټر لومړۍ له يوه بايپور او بيا له يوه موټر سايکل سره ټکر کړى چي په نتيجه کي يې ٧ تنه مړه اودري نور زخميان دي.


او همدا راز تيره ورځ مازديګر ٦ بجي د ژيړۍ ولسوالى اړوند د ماکوانو پر امنيتي پوستې د دولت ضد وسلوالو مخالفينو له لوري وسلوال بريد سوى چي پوليسو ته پكښي كومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې مګر مخالف لور ته پكښي تلفات اوښتي خو دقيقه شميره يې نه ده معلومه.

د يادوڼې ده چې د كندهار ولايت په ژړۍ، پنجوايې او ارغنداب ولسوالى كي دولت او بهرنيو ځواکونو تصفيوي  عمليات پيل کړي دي چې اوس هم جريان لري.

د کندهار ولايت د افغانستان له نارامه ولايتونو څخه دی چې مېړنی ولس یې د بهرنيو ځواکونو، فاسدو چارواکو، او بې رحمه وسلوالو له لاسه تېره يوه لسيزه په اور کې ژوند کوي او مال او ځان يې په امان نه دی. د کندهار د مېړني ولس غرور او کبريا کله هم دومره نه وه ټکېدلې لکه د تېرې لسيزې د جګړو خواو ورته زيان رسولی دی.