د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکت ولایتي سیالۍ د سپتمبر د میاشتې په ۲۵ نېټه پيلېږي

کرکټ څانګه 27.08.2010 15:41

د افغانستان کرکټ بورډ پتېلې چې د سپتمبر په ۲۵ نېټه د کابل په لوبغالي کې د ۲۴ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ شل اوریزه کرکټ سیالۍ په لاره واچوي. د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيزو چارو مسوول الهام یاسيني ټول افغان ته وويل چې د دغو سیالیو لپاره افغان کرکټ بورډ ښه تیاری نیولی او له پخوانیو سیالیو په نسبت به دا شل اوریزې سیالۍ د کرکټ د معیارونو له مخې تر سره کیږي.

ياسيني زياتوي چې د دې سیالیو لپاره د کابل په لوبغالي د کار دویمه میاشت روانه ده، په زرونو تماشه چیانو ته د ناستې ځایونه جوړیدونکي دي، د لومړي ځل لپاره به د کابل په لوبغالي کې  د لوبې حال د معلوماتو  په تخته ( سکور بورډ) لیکل کیږي، د چمن په شینوالي هم ډیر کار شوی چې د پخوا په نسبت به پکې لوبه خوندوره ښکاري او که لوبغاړی د توپ پسې وغورزي نو د ټپي کیدو امکان به یې کم وي.

د رسنیو د خبریالانو لپاره هم ځای یا د رسنیو بکس ځانګړی شوی دی. ټولې رسنۍ کولای شي چې د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د قوانینو او اجازې سره سم د رسنیو له بکس څخه د کرکټ مینوالو ته معلومات وړاندې کړي.

د لومړي ځل لپاره د کابل په لوبغالي کې د لوبغاړو لپاره د ناستې ځایونه( پیولین) ځانګړي شوي، د لوبې په وخت کې د دواړو لوبډلو احتیاطي لوبغاړي او اداري مسؤلین پکې ناست وي.

دغه شل اوریزې ولایتي سیالۍ په افغانستان کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت او د سوپریم نړیوالې لوجستکي شرکت سپانسر کړي، د دې سیالیو د وړو سپانسرانو له جملي څخه تر اوسه یوازې د ندا د انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو شرکت دی او د افغانستان کرکټ بورډ نورو وړو سپانسرانو ته هم سترګې په لار دی.

په دې سیالیو کې د ۲۴ ولایتونو لوبډلې برخه اخلي او په ۸ ګروپونو ویشل شوي دي چې په لاندې ډول دي.

الف ګروپ: پکتیا، پروان او زابل.

ب ګروپ:کندوز، پنجشیر او کاپیسا.

ج ګروپ:لوګر،غزنی او بلخ.

د ګروپ: خوست، بغلان او هلمند.

ه ګروپ:ننګرهار، بدخشان او نورستان.

و ګروپ:کونړ، پکتیکا او هرات.

ز ګروپ: کندهار، لغمان او جوزجان.

ح ګروپ: کابل، وردګ او دریم لوبډله به په څو ورځو کې معلومه شي.

یادونه: ( د ۲۴مې لوبډلې لپاره غور، دایکندي، بامیان او د کوچانو لوبډله غوراوی کوي، لومړی دا څلور لوبډلې په خپلو کې لوبیږي هرې یوې چې په خپلو کې ډېرې لوبې وګټلې هغه به په راروانو شل اوریزو ولایتي سیالیو کې د ګډون چانس تر لاسه کوي).

په دې ولایتي شل اوریزو سیالیو کې به هره ورځ دوه لوبې تر سره کیږي، لومړۍ لوبه به د سهار په ۹ بجو او دویم لوبه به د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه پېل کیږي.

 د کرکټ بورډ وايي چې د ولایتي شل اوریزو سیالیو مهال ویش به په نزدې ورځو کې اعلان شي.