د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډله نن د فلډ لایټ کرکټ سیالیو ته روانه شوه
26.08.2010 14:10د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډله نن د پنځه نۍ په ورځ د پاکستان د کراچې ښار ته روانه شوه، د ملي لوبډلې ۹ لوبغاړي هم ورسره د ډاکټر محمد اصغر علي شاه لیفون کرکټ نایټ سیالیو کې ګډون کوي.
دغه سیالۍ په پاکستان کې د رمضان کپ په نامه هم یادیږي، د افغانستان لومړۍ لوبه د اګست په ۲۷ نېټه له پاک جم خانې کرکټ کلب، دوېمه په ۲۸ نېټه ملیر جم خاني کرکټ کلب او دریمه لوبه د اګست په ۲۹ نېټه د اډوانس ټیلې کوم کرکټ کلب سره په کراچۍ ښار کې کوي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ په دې سیالیو کې د ګډون لپاره ټوله مرسته د افغانستان کرکټ بوډ ورکړې او د اتصالاتو د مخابراتي شرکټ لخوا يې دغه لوبډله د دې سیالیو لپاره سپانسر شويې ده.
د اتصالات مخابراتی شرکت له پخوا څخه د افغانستان د کرکټ بورډ سره په افغانستان کې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره مالی مرستی کړي، په ننۍ غونډه کې چې د افغانستان په کرکټ بورډ کې د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لپاره د اتصالاتو او کرکټ بورډ لخوا جوړه شوي و د اتصالاتو مخابراتي شرکټ استازي او د همدې شرکت د رسنیو د څانګې مشر کفایت الله نبي خېل ژمنه وکړه چی په راتلونکی کی به هم اتصالات نه یواځی د کرکټ په برخه کی له خپلې مرستې ګړندۍ کړي.
د رمضان کپ د اګست په ۲۰ نېټه پېل شوی د افغانستان لوبې پکې د اګست په ۲۷، ۲۸ او ۲۹ نېټه تر سره کیږي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د کلب لوبې به د اګست په ۲۷،۲۸ او ۲۹ د شپې په ۱۰ بجې پېل کیږي او ټولې لوبې شل اوریزه لوبې دي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ سره په دې سیالیو کې د اوسنۍ ملي لوبډلې ۹ لوبغاړي او د ملي لوبډلې ۲ پخواني لوبغاړي هم لوبه کوي.
د ځوان افغان اکاډمۍ لخوا د رمضان کرکټ سیالیو ته غوره شويې لوبډله په لاندې ډول ده:
۱- خالق داد نوري( کپتان)
۲- اصغر ستانکزی
۳- شهزاد محمدي
۴- محمد نبي
۵- شاپور ځدران
۶- حمید حسن
۷- جاوید احمدي
۸- عبدالله مزاري
۹- سمیع الله شینواری
۱۰- بادشا حسین
۱۱- خان محمد
۱۲- جمعه ګل
۱۳- شفیق الله
۱۴- ایمل هوتک
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لخوا د دې سیالیو لپاره غوره شوي ادري ډله:
شفیق الله عصمت ستانکزی ( د لوبډلې مدیر)
اسد الله خان ( د لوبډلې روزونکی)
حق داد نوري ( مرستیال روزونکی)
حمزه لامع ( د همدې سفر مشر )
کاظم بشیر( د ځوان افغان د کرکټ د اکاډمۍ د ویب پاڼې مسؤل )
د ځوان کرکټ کرکټ اکاډمي په ۱۹۹۷ز کال کې جوړه شوي او په کورني کرکت کې یې په هیواد کې د کرکټ د پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې کړي، د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ کرکټ کلب په ګاونډیو هیوادونو کې د کلب کرکټ په کچه پخوا هم لوبیدلی، هندوستان، سریلینکا او پاکستان ته يې سفرونه کړي چې د افغانستان په استازيتوب د کلبونو په کچه ښه ځلیدلي کرکټ کلب دی. د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډله د افغانستان کرکټ بورډ سره د کابل له ولایته راجستر شوي اکاډمي دي په افغانستان کې د کرکټ د ودې، پرمختګ او د کرکټ اړوندو چارو ټول مسؤلیتونه د افغانستان کرکټ بورډ په غاړه لري.
د کرکټ مینوال کولای شي په لاندې رسنیو کې د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د دې سیالیو ژوندی حال تر لاسه کړي:
د جیو سوپر تلویزیون لخوا په ژوندۍ بڼه خپریږي.
شمشاد تلویزیون هم پتیلې چې د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د لوبډلې حال په ژوندۍ بڼه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د ویب پاڼې مسؤل هم هوډ کړی چې د کرکټ مینوالو ته نیغ په نیغه د ځوان افغان کرکټ اکاډومۍ لوبډلې د سیالیو تازه حال د خپل ویب پاڼې له لارې وړاندې کړي.