د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې د ولایتي سیالیو لپاره د لوبغالي په ترمیمولو کار روان دی

کرکټ څانګه 25.08.2010 13:57

د یوې میاشتې راهیسې په کابل کې د ولایتي سیالیو لپاره د کابل په لوبغالي کار روان دی.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې اړونده مسوولینو ته یې دنده ورکړي چې د کمکي اختر څخه وروسته د ولایتي شل اوریزو سیالیو لپاره د کابل لوبغال چمتو کړي.

د کرکټ بورډ وايي پتیلې یې ده چې له تیرې شوو سياليو په پرتله راروانه شل اوریزه ولایتي سیالي په معیاري بڼه په هیواد کې د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.

ولایتي شل اوریزې سیالۍ به د کمکي اختر څخه وروسته د سپمتمبر د میاشتې په ۲۵ نېټه پېل کیږي او ۲۴ ولایتي لوبډلې  به پکې برخه اخلي چې په ۸ ګروپونو به ویشل کیږي.

اوس مهال په لوبغالي کې په د لوبغالي په هوارولو کار روان دی، د هوارولو لپاره ۷۰ وړې لارۍ شګلنه خاوره راوړل شوې ده.

همدارنګه کرکټ بورډ وايي چې د کابل د کرکټ په اکاډمۍ کې به د يو پرځای دوه ځغاستځايونه يا پيچونه وي چې د تمرینونو لپاره ترې لوبډلې د سیالیو په مهال ګټه پورته کولای شي.


د کابل لوبغالی به د یو پر ځای دوه پيچونه ولري.

کرکټ بورډ د  کابل د لوبغالي د پیچونو لپاره خاوره د لوګر له ولایته راوړې، د پیچونو خاوره خپلې ځانګړتیاوي لري  ګرد باید ونلري، شګلنه نه وي او باید سریښتناکه وي چې هغه یوازې د افغانستان د لوګر  ولایت د وروست میدان په ډنډ او د پاکستان په ګجراتو کې پیدا کیږي.

دا لومړی ځل دی چې د کرکټ مينه وال خبرېږي چې د پيچونو لپاره د لوګر په وروست ميدان کې ښه خاوره ترلاسه کېږي. دا به نه يواځې د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي بلکه افغانستان به وکړای شي چې نورې نړۍ ته هم دا خاوره د ځغاستځايونو لپاره صادره کړي چې په نړۍ کې به افغانستان د نوم په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.


د کرکټ لوبغالي چمن به د لوبغاړو سره مرسته وکړي چې په زړورتيا لوبه وکړي او د غورزېدو په وخت به ورسره د ژوبل کېدو اندېښنه نه وي.

د کرکټ بورډ  په يوه خبرپاڼه کې زياتوي چې د کابل په لوبغالي کې به شمېردړه یا سکور بورډ هم جوړ کړي چې شېبه په شېبه به د کرکټ مینوالو ته د لوبې مخامخ معلومات پکې لیکل کیږي. سکور کارډ به له مځکې ۳،۵۰ متره په هوا کې لوړ ودرول کیږي او د سکور کارډ پلنوالی ۴ متره او اوږدوالی يې ۳،۵۰ متره دی.

د کابل د لوبغالي په چمن هم کار روان دی په کومو ځایونو کې چې چمن کمزوری و په هغه ځای کې نوی چمن ځای پر ځای کړل شو چې لوبغالي ته ښکلا او د لوبې کولو لپاره چمتو شي.

د کرکټ بورډ د لوبغالي او کورني کرکټ مسؤلین وايي چې په لوبغالي کې  د سېل کوونکو یا تماشه چیانو لپاره له ۲۰۰۰  چوکیو زیات د ناستې ځایونه په پام کې لري. اوس پرې کار روان دی دوی وایې چې کوښښ کوو د لوبغالي په شا او خوا کې د ناستې چمني وړې غونډۍ جوړې کړي چې په دې شکل به زیاتو سیالبینو ته په لوبغالي کې د ناستې زمېنه برابره شي.

په همدې شکل په لوبغالي کې د توپ اچونکې شاته سپینه او توره پرده( sight screen) هم بیا ځلې جوړې شوې چې د نورو وختونو په نسبت به توپ وهونکې ته توپ وهنې کې ستونزې نه وي.

 د کرکټ بورډ تخنیکي مسؤلینو پتیلې چې په دې ولایتي سیالیو کې د الف لوبډلې لپاره لوبغاړي غوره کړي او د هیواد لپاره د الف لوبډله د لومړي ځل لپاره اعلان کړي.

شل اوریزې راتلونکې ولایتي سیالۍ به د شمشاد  تلویزیون مینوالو ته په مخامخ شکل وړاندې کیږي، د شمشاد تلویزیون مسؤلین وايې چې د راروانو شل اوریزو سیالیو لپاره یې ښه ترتیبات نیولي دي او له تېر ځل څخه به راروانې شل اوریزې سیالۍ په ښه ډول مینوالو ته په ژوندۍ بڼه وړاندې کوو.