د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغاني سفارت د اخلاقي مافیاپه منګولو کې

سید خالد سادات 24.08.2010 21:43

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

څه موده وړاندې د ټول افغان له لارې په واشنګټن کې د افغان سفیر سید طيب جواد یو څو تصویرونه خپاره شول . د ښاغلي سفیر تصویرونه واقعاّ د افغانانو لپاره زړه بوږنونکي وه  ځکه چې په تصویرونوکې د سفیر صاحب میرمن داسې جامې په تن کړې وې چې افغاني تاریخ کې به چانه وي اغوستي.

د تصویرونو په یوه بله برخه کې د سفیر صاحب ځوی د نجونو ترمینځ داسې نڅیږې  لکه د انګلستان شهزاده  هري ریکینډل چې په خپل نایټ کلب کې ګډیږی. او ته به وایې چې ګویا خپل واده ته ګډا کوي . دتصویرونو په بله برخه کې ښاغلی سفیر د نڅاګرې فاسدې مژده جمالزاده سره چې پرتوګ یې په پښوکې نشته ولاړ دی او په یو ځانګړي سټایل کې یې ورسره په ډیر ویاړ عکس اخیستی. د تصویرونو په لړکې د سفیر صاحب او دهغې میرمنې او ځوی تر شا د شرابو د بوتلونو قطار له ورایه لیدل کیږی . همدارنګه  افغانستان او پاکستان لپاره د  اوباما استازی هولبروک هم په دې محفل کې ګډون کړی وه چې په یو عکس کې د شرابو د پیالې سره یو ځای د ښاغلي  سفیرصیب تر څنګ لیدل کیږي.   ټول افغان ته د روژې د میاشتې په دریمه ورځ نوموړي عکسونه لیږلی شوي او لیکوال زیاته کړې وه چې نوموړي عکسونه د سفارت په دننه کې د سفیر صاحب  لخوا دروژې  مبارکه په میاشت کې د جوړ شوي محفل عکسونه دي چې د شب بزم په نوم یې د نڅا مجلس ګرم کړی وه  په ټوله معنا د سفیر صیب د مجلس څخه د بداخلاقۍ بوی راځي او افغانانو ته په هیڅ قیمت د زغملو وړنه ده.

پوښتنه داده چې ولې اوڅّنګه د یو اسلامی هیواد او په تېر ه بیا د افغانستان په شان د بېچاره او په وینو کې ډوب هېواد سفیر دې د سفارت ودانۍ څخه د نایټ کلب استفاده وکړي او خپل عیش او عیشرت  په کې ترسره کړي؟

ښاغلی جواد چې ځانته سید هم وایی شاید په دې نه وی پوه چې زه د داسې یو هېواد استازیتوب کوم چې هره شپه په کې په زرګونه خلک دفقر له لاسه په نهره او وږي ویده کیږي . شاید ښاغلي سفیر صاحب ته دا معلومات نه وی چې زما په هیواد کې هر ه ورځ د څومره افغانانو وینې توییږي؟ شاید ښاغلی جواد ته پوره معلومات نه وی چې افغانستان څومره شهیدان ورکړي  او ملت یې د اسلام په نامه خپل سرونه قربانوي ؟ شاید ښاغلی جواد دانه وی درک کړي چې د یو هیواد سفیر یوازې د خپل هیواد  د حکومت استازیتوب نه بلکې د خپل هیواد داخلاقو ، کلتور ، رسم او رواج او اعتقادیاتو نماینده ګي هم کوي ؟ ښایي ښاغلي جواد په درسته توګه نه وي درک کړي چې یو ډپلوماټ باید دخپل هیواد تمثیل په څه ډول وکړي ؟ او یاښایی د ډپلوماټیکی اخلاقو څخه خبر نه وی؟؟؟؟؟؟

په هرحال : منظور مې د سفیر صاحب بداخلاقي ده ځکه سفیر صاحب د بداخلاقۍ  دمافیا په لوموکې داسې نښتی چې  دافغانیت او اسلامیت څخه یې د محرومۍ په لور راهي کړی. که ښاغلی سفیر ځانته مسلمان او بیا افغان وایی نو خپله دې قضاوت وکړي چې دی څه کوي؟ او خپله میرمن یې په هر ځای کې داسې ودرولي وی ته به وایی چې د ۲۰۱۱ کال  بیوټی شو یا دښایست مسابقې ته یې کاندیده کړې. دسفیر د شخصیت په اړه اوس هر افغان په خلاص مټ قضاوت کولای شی ځکه د سفیر ستر ګې ، څېره ، حرکات او کړه وړه  د سفیر صیب په بداخلاقۍ ګواهي ورکوي .

بله مهمه خبره دا ده چې د یوهیواد دسفارت ودانۍ هیڅکله د سفیر یاشخص پورې تړل کیدای نه شي ځکه  دسفارت ودانۍ د کوربه هیواد  د دولت پورې تړاو لري او هیڅوک ددې حق نه لري چې د سفارت  په دننه کې دې خپل شوق مات کړي او نڅاګري او ډم بازي   دې په کې ترسره کړي .   په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت په دننه کې د جوړ شوې ډم بازۍ او نڅاګرۍ پروګرام په ډاګه کړه چې د سفارت په داخل کې څه حالت روان دي او د سفیر صیب اخلاقیات کوم لوري ته سوق دي او څومر د ملي ګټوساتلوته ژمن دی.

د سفیر صاحب  روانه بداخلاقي  دافغانستان په روانو حساسو شرايطو څومره ناوړه اغیزه پرې باسي  او هغه دا چې د ملت او دولت ترمینځ واټن به نور هم زیات شي . بله خبره دا چې  د افغانستان  وسله وال مخالیفیین د بداخلاقۍ او فحشا په ضد افغان دولت سره خپله جګړه پرمخ بیایی  ، نوکله چې ښاغلی جمهور ریس وسله والو مخالیفینو ته د سولې او پخلاینې وړاندیز کوي نو  د ښاغلي سفیر جواد په څېر دولتی اشخاصو په موجودیت کې به څرنګه وسله وال مخالیفین حاضر شي چې سوله وکړي ؟ لنډه دا چې د سفیر روانې بد اخلاقۍد افغان ملت په عامه ذهنیت ډېره ناوړه اغېزه کړې چې هیڅ افغان ته د زغملو وړ نه ده .

موضوع را څخه بل لور ته ونه درومی راځم  د سفیر  دلنډغرو غبرګونونو ته : د سفیر صاحب  بداخلاقه لنډغرو او په واشنګټن کې د افغانستان دسفارت له لوري ټول افغان ډاټ کام ته یوه اعلامیه ولیږل شوه او نوموړي عکسونه یې یوه دروغجنه ډرامه وبلله او زیاته کړې یې ده چې سفیر صاحب د روژې په میاشت کې د برازیل په رسمی سفر بوخت وه او نوموړي عکسونه هیڅ ډول حقیقت نه لري .

خو زه به دا درسره سمه وګڼم چې سفیر صاحب په رسمی سفر بوخت وه، اما دا عکسونه بیا دچادي؟ دا مجلس کوم ځای کې نیول شوی؟ د سفیر صاحب د عکسونو ترشا  دڅه شي بوتلونه لیدل کیږي ؟ او دسفیر صیب دمیرمن عکس خو دروغ نه وایی چې  په څومره بی حیایی سره نڅا کوي ؟ او بل داچې ښاغلي سفیر خو په دې پروګر ام کې په ډاګه لیدل کیږی نو معلومیږی چې حتماَ سفیر صاحب داسې یو پروګرام په لاره اچولی وه  چې د بداخلاقۍ بوي ترې راځي.  که د سفیر صاحب شخصی مجلس وای نو بیا یې ولې په سفارت کې نیوه؟ امریکا کې خو هسې هم هوټلونه او ډیسکوټیکونه زیات دي او د ډیموکراسۍ له برکته هرڅوک هر څه کولای شي.  ګرانو لوستونکو داچې سفیرپه سفارت کې داسې پر وګرامونه جوړوي نو دسفارت څخه بیرون کارونه به یې الله ته معلوم وي . والله اعلم .

په پای کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خورا درنښت هیله کوم چې د ګران هیواد افغانستان د سیاست تمثیل دې په داسې بداخلاقه ، فاسده  او د سیاسی بصیرت څخه بې برخې ډپلوماټانو باندې  نه کوي  چې زمونږ نوم ، نښان او افغانیت ته صدمه رسوي  او باید ژر ترژر ه دې افغان سفیر سید طیب جواد افغانستان ته د پلټنې لپاره راوغواړي. ترڅو معلومه کړي چې ښاغلي جواد ولې او په کومه خوشحالۍ کې داسې فاسده او فاحش مجلس په لاره اچولی وه . که چېرې په رښتیا سره په سفیر صیب لګیدلي تورونه ثابت شول نو دسفارت  له دندې  بایدګوښه او د هیواد قضایی ارګانونوته وسپاري.

اطاعت د اولی الامر ځکه نه کړم
خلیفه د زمانې په زړ ه کافر دی

                          
وما توفیقی الا باالله علیه توکلت والیه انیب