د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د علامه اقبال لاهوری طنزیه شعرونه (۲)

پوهنمل محمود نظری 24.08.2010 19:13


علامه اقبال په خپلو ډیرو شعرو کې په ملایانو او اخوندانو نیوکی کوی او هغه غندي د هغوی سوچونه وروستي پاته او ارتجاعی ګڼی
هغه خپله مسلماني او دنورو مسلماني دملا له مسلماني جلا کوي هغه په طنز وايي دا ملایان چې زه پیژنم حق لری ما د کعبی وشړی

گرفتم حضرت ملا ترش روست
نگاهش مغز را نشناسد از پوست
اگر با این مسلمانی که دارم
مرا از کعبه می راند حق اوست

منم حضرت ملا توند خوی دی
لیده یې نه پيژني مغز له پوسته
که په دې مسلماني چې زه يې لرم
که ما له کعبی شړی د هغه حق دی
هغه په طنر وايي نور نو د ملنګی او پيري وخت او زمان تیر شو، نور مه بل ختا باسه مه ځان
می نگنجید آنکه گفت الله هو
در حدود این نظام چار سو
نه ځایږی هغه چی ویل الله هو
په حدود کې ددی نظام اوچارسو





هغه د ملایانو ، واک لرونکو ، اخوندانو ډیر چلونه او ریا ګاني لیدلی خو ګوری چې دا لړۍ لا روانه ده
هغه خپله لاره د ملا او شیخ سره جلا کوی د هغو د رسوا کیدو لپاره خپل د زړه درد په خندا بیانوی او خپلی اوښکې په خندا وړاندی کوی او وايي

فقیه و شیخ و ملا را مده دست
مرو مانند ماهی غافل از شست
فقیه او شیخ او ملا ته مه ورکوه لاس
مه ځه لکه کب غافل له ( چنګګه)
هغه شیخ د زړو افسانو اتل بولې په طنز وايي
متاع شیخ اساطیر کهن بود
حدیث او همه تخمین و ظن بود
هنوز اسلام او زناردار است
حرم چون دیر بود او برهمن بود

د شیخ متاع ده زړه افسانه
په تخمین او ګمان ده د هغه خبره
تر اوسه د هغه اسلام لری شرط
دهغه حرم چې دیر وی برهمن دی هغه
حرم: د خدای کور ( کعبه)
دیر = د راهبانو کور
اقبال دا وار په خلوت کې پراته صوفیانو ته ګوته نیسی هغوی له دینه لیری بولی اوهغوی هجو کوي او ان د صوفیانو د طریقی مشر افلاطون حکیم لا یو لوی پسه بولي



صوفي پشمينه پوش حال مست
از شراب نغمه قوال مست
آتش از شعر عراقي در دلش
در نمي سازد به قرآن محفلش
از کلاه و بور يا تاج و سرير
فقر او از خانقاهان باجگير
راهب ديرينهء افلاطون حکيم
از گروه گوسفندان قديم
گوسفندی در لباس آدم است
حکم او بر جان صوفي محکم است

پوستین اغوستی صوفی حال مست
د نغمی له شرابه د قوال مست
د عراقی شعر اور یې په زړه کي
نه وایي قران په محفل کي
د خولي بوریا تخت او تاج
په فقر له خانقانو څخه اخلی باج
پخوانی راهب افلاطون حکیم
د پسو نو له ډلې قدیم
پوسه دی په کالو کې د انسان
دهغه د حکم منل پر صوفی دی اسان
هغه د صوفییږم د نظر په خاوند افلاطون او د هغه په عقلانی روش باندې نیوکه کوی او وايي

فکر افلاطون زيان را سود گفت
حکمت او بود را نابود گفت
د افلاطون سوچ زیان ته سود وویل
د هغه حکمت بود ته نابود وویل
هغه د ملا په بې بندوباریو په هکله وایي دا چې د هغه زړه کوم غم نلري، سترګې یی نم نلري نوځکه ترې وتښتیدم چې د هغه د حجاز په ریګو کې زمزم نشته
دل ملا گرفتار غمی نیست
نگاهی هست در چشمش نمی نیست
از آن بگریختم از مکتب او
که در ریگ حجازش زمزمی نیست

د ملا زړه په غم نه دی اخته
سترګې لري چي په کې نم نشته
ځکه يي له مکتبه وتښتیدم
چې د حجاز په ریګو کی یې زمزم نشته
هغه په طنز وايي :دا د روحانیت او اسلام لارې دومره ادلون بدلون موندلی چې ان اوس خدای (ج) او ملایکې هغه ته اریاني پاته دي

ز من بر صوفی و ملا سلامی
که پیغام خدا گفتند ما را
ولی تاویلشان در حیرت انداخت
خدا و جبرییل و مصطفی را

زما سلام دی په ملا او صوفی وی
چی يې موږ ته رسولی د خدای پيغام
خو د هغو د خپرولو ډول اریان کړل
خدا ی او جبریل او مصطفی هم
نوربیا