د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نوميالي لیکوال او وطندوست سیاستوال غلامحی الدین زرملوال پر مړينه د زرمت دادبي بهیر د خواشينۍ پيغام

د زرمت دادبي بهیر 24.08.2010 08:16

د نوميالي لیکوال او وطندوست سیاستوال غلامحی الدین زرملوال پر مړينه د زرمت دادبي بهیر د خواشينۍ پيغام

په خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د افغانستان نوميالی ليکوال او وطندوست سیاستوال غلامحی الدین زرملوال له نړۍ سترګې پټې کړې.
انا لله و انا اليه راجعون

غلامحی الدین زرملوال دافغانستان تکړه لیکوال ، پیاوړی فسیاسي او ټولنیز شخصیت او يو نه هېرېدونکی علمي فرهنګي شخصیت و ، د خپل ژوند یوه برخه یې دحق ویلو په لاره کې دغیر دموکراتیکو رژیمونوپه زمانه کې ډیرې سختۍ ګاللې دي .خو هیڅ وخت یې د واقعیتونو له ویلو څخه ویره ونه کړه.

دزرملې ادبي بهیر د غلامحی الدین زرملوال مړينه د پښتو ادب لويې کورنۍ او ټول افغان ولس ته يوه ستره ضايعه ګڼي.
موږ ارواښاد غلامحی الدین زرملوال ته د لوی خدای په دربار کې د مغفرت لاسونه پورته کوو او له کورنۍ ، دوستانواو خپلو ټولو ادبي او کلتوري کړيو سره په دغه غم کې ځانونه شريک بولو.
په درناوي

دپکتیا ولایت د زرمت ادبي بهیر