د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان کرکټ بورډ د راشد لطیف استعفی ومنله

کرکټ څانګه 23.08.2010 19:27

د افغانستان کرکټ بورډ خبرپاڼه:

پرون د یکشنبې په ورځ راشد لطیف د افغانستان کرکټ بورډ څخه غوښتي چې یا دې کبیر خان بیرته د افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی کړي او یا دې خپله د راشد لطیف تنخواه یو په دوه کړي او که د افغانستان کرکټ بورډ دا شرطونه نه مني نو بیا دې يې  استعفا ومنل شي.

د راشد لطیف نوې غوښتنې او شرطونه دوه برخې لري چې د نوموړي په وینا یوه یې باید ومنل شي، لومړی حاجي کبیر خان دې په خپله دنده وګمارل شي، د راشد لطیف نوې شرطونه چې په ۲۶ ورځې مخکیني قرداد کې يې د کرکټ بورډ سره نه و یاد کړي او اوس کرکټ بورډ مجبوره ګوري د ۵۰۰۰ امریکايي ډالرو پر ځای اوس له کرکټ بورډ څخه ۱۲۰۰۰ امریکائي ډالر د یوې میاشتې تنخوا غواړي.

د راشد لطیف د افغانستان کرکټ بورډ څخه دویمه غوښتنه یا دویم شرط:

لومړی: د یوې میاشتې تنخواه د ۵۰۰۰ امریکائي ډالرو څخه ۱۲۰۰۰ امریکائي ډالرو ته پورته کول.

دویم: په کراچې يې د کورنۍ لپاره لوی کور ونیول شي.

دریم: په پکستان کې ورته باید د ټولې کورنۍ د  روغتیايي درملنې بېمه وکړل شي.

څلورم: یو ښه موټر ورته د کور لپاره واخستل شي.

پنځم: د لوبې د سفرونو په وخت کې د هرې ورځې ۱۰۰ ډالر  د تنخواه څخه علاوه باید ورکړل شي .

شپږم: هر کله چې ملي لوبډله سفر کوي نو د هغوی سره چې کله راشد لطیف سفر کوي نو نو غواړي چې په بزنس کلاس کې ورته د الوتکې ټیکټ واخستل شي.

ښاغلی لطیف وایي چې په دې دوو غوښتنو کې یې باید د افغانستان کرکټ بورډ ومني او که ویې نه مني نو د کرکټ بورډ څخه یې  غواړي چې استعفا يي قبوله کړي.

په دې اړه د افغانستان د کرکټ بورډ اند په لاندې ډول دی:

کرکټ بورډ نن سهار د ۱۳۸۹ کال د وږې د میاشتې په اوله نېټه د ښاغلي راشد لطیف د  غوښتنې پر بنسټ استعفا ومنله او له ۲۵ ورځو همکاریو يې د افغانستا کرکټ بورډ مننه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ راشد لطیف ته د دومره امتیازاتو توان نلري او په مخکیني تړون کې راشد لطیف داسې غوښتنې نه لرلي او په دې یې اظهار کولو چې زما ژوند د چلینجونو ډک و او زه د چلینجونو ډک ژوند ته لیواله یم همدا وجه ده چې ما د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره هر څه پرېښودل او په هر ځای کې یې خدمت ته تیار یم.

خو په حقیقت کې داسې نه ده اوس یې ولیدل چې کرکټ بورډ د کبیر خان استعفا ومنله، ښاغلی راشد لطیف اوس کرکټ بورډ  مجبوره ګوري او کرکټ بورډ ته یې نوې شرطونه د انګلستان څخه د برېښنالیک له لارې را استولي دي او خپلې غوښتنې یې پکې د افغانستان کرکټ بورډ څخه په جدي شکل غوښتي دي.

راشد لطیف د افغانستان کرکټ بورډ د جولای په ۲۶ نېټه په هیواد کې د کرکټ  د پرمختګ لپاره د توپ وهونې د روزونکي په دنده ګمارلی و او د ۲۶ ورځې دندې څخه روسته یې کرکټ بورډ ته نوې شرطونه وړاندې کړل چې کرکټ بورډ یې توان نلري او استعفا یې ومنل شوه.

د کرکټ بورډ پلان د  افغانستان د کرکټ د نوې روزونکي لپاره:

کرکټ بورډ د کرکټ د نړیوالې شورا د کرکټ د ښې وړتیا نړیوال مدیر ریچارډ ډان سره اړیکې نیولي او هغوي ورسره پوره ملاتړ اعلان کړ چې په راروانو څو ورځو کې به ورته د افغانستان د لوبډلې لپاره یو تکړه روزونکی وروپيژني.

د ټولو هیوادونو د ملي لوبډلو د روزونکو لپاره د کرکټ نړیوالې شورا خپله بودیجه ځانګړې کړي او د همغه بودیجې ورته تنخواه ورکول کیږي.