د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ايران په کندهار کې ښوونځی جوړوي

خبري څانګه 23.08.2010 19:21

 کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا  دخپل کار په دفتر کي د ايران  جنرال قونسل رنجبر تاري سره وکتل .په ياده کتنه کي کندهار ښاروال او په کندهار ولايت کي د باندينو چارو رئېس شاه محمد هم حاضر و .

د ايران جنرال قونسل رنجبر تاري کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا ته وويل چي دوي پلان لري په کندهار کي يو ښوونځى جوړه کړي خو له کندهار والي څخه يي په ښار کي  د مځکي د مشخصولو غوښتنه وکړه .

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا خوښي وښوده چي ايران هيواد په کندهار کي د مکتب د جوړيدو نيت لري خو د خپله ځانه يي د هر ډول همکاري ژمنه ورکړه .

 کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا او دکندهار ښاروال غلام حيدر حميدي و ښاغلي تاري ته  ډاډ ورکړ دوي ته به تر  راتلونکي پنج شنبي پوري د خپلو انجينرانو په همکاري د ښار په يوه برخه کي درته د ښوونځى لپاره مځکه پيدا او تاسو ته يي په واک کي درکړو.

همداراز کندهار والي ويسا له تاري څخه وغوښل تر څو د مکتب تر جوړيدو وروسته تاسو په کندهار کي ښوونکي ورزي دوي ته امکانات برابر کړي ترڅو دوي وکولاي شي په ايران هيواد کي لنډ مهاله او اوږد مهال کورسونه تعقيب کړي او په دي سره ددې سيمي راتلونکي نسل ته داسي څه وړاندي کړي چي ددي سيمي لپاره په راتلونکي کي يو څه وي ، ددې سره سره تاسو بايد کندهاري نارينه او ښځينه زده کوونکو ته د ښه زده کړي ، سپورټي ميدانو زمينه هم برابره کړي تر څو دوي وکولاي سي په خسته ګي حالت کي خپل ذهن آرام کړي کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا داهم وويل چي تاسو بايد د ددې ولايت په سمسورتيا کي هم زموږ سره مرسته وکړي او  زينتي نيالګي راته برابر کړي .

ويسا زياته کړه داچي ايران هيواد په ترافيکي سيسټم کي يو منظم هيواد دي او ترافيکي لايحي پکښي مراعت شوي دي نو د کندهار ښار لپاره هم  ترافيکي څراغونه نصب کړي چي د کندهار ولايت په ترافيکي سيسټم کي منظم والي راشي البته ياد ترافيکي څراغونه چي نصبوي بايد د لمري بريښنا په واسطه وي ځکه چي په کندهار کي بريښنا زيات وخت نه وي .

 د ايران سر قونسل وويل چي يو کال وړاندي د ايران لوي سفير راغلي وو او دلته يي د ديني عالمانو او روحانينو سره وکتل چي د ايران د لوي سفير لخوا دوى  ته ډاډ ورکړل شو چي تاسو ته به په کندهار کي اته ٨ بابه مسجدونه د اهل التشيع و هيوادوالو او ٨ بابه به سني خلګو ته جوړه وو چي پر دې پروژي هم کار روان دي او په دې برخه کي به تاسو موږ ته ځيني جامع جوماتونه راښيي او موږ به پر هغه کار کوو .

کندهار ښاروال غلام حيد حميدي د ايران هيواد کار وستايه او زياته يي کړه چي په کندهار ولايت کي ډير تاريخي جامع جوماتونه شته چي و ترميمولو ته اړتيا لري حميدي د شاه جامع جومات يادونه وکړه ده وويل چي ددې جامع جومات ترڅنګ ډير داسي تاريخي ځايونه شته چي بايد ورغول شي .

کندهار ښاروال په کندهار کي د غازي پارک د جوړيدو غوښتنه هم وکړه او وويي ويل چي ددي پارک سامان الات بايد جوړ او کندهار ښاريان بايد تر استفاده وکړي .

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا او د باندينو چارو ريس و سرقونسل ته وويل چي دوه کال مخکي تاسو ته مو د اوبو د سيسټم پروژه وړاندي کړي وه چي په هغه برخه کي تاسو تر دي مهال هيڅ هم نه دي کړي چي په دي برخه کي هم بايد تاسو ډير ژر کار وکړي .همدارنګه والي زياته کړه د ايران دولت د ويزو په هکله چي له کندهاره کوم خلګ ايران هيواد ته ځي زياته برخه يي غريبه ده نو د ويزو په برخه کي تاسو بايد تخفيف را ولي .

سر قونسل کندهار والي ، کندهار ښاروالي او د باندنيو چارو ريس ته ډاډ ورکړ چي دغه موضوع به دوي د خپلو اړوندو چارواکو سره شريکه کړي او ډير ژر به په دي برخه کي عملي کارونه پيل کړي