د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راشد لطيف له کرکټ بورډ نوي امتيازات غوښتي دي، چې ونه منل شول استعفا یې کړې ده

کرکټ څانګه 22.08.2010 21:25

راشد لطيف په روزونه کې په صفر وسوځېدو، داو یې ووهلو خو خالي لاس لاړو.

د روزونکي کبيرخان د دندې له ختمولو وروسته د افغانستان د توپ وهنې روزونکي راشد لطيف هم کرکټ بورډ ته په برېښليک کې ليکلي دي چې که کبيرخان بېرته په دنده ونه ګماري نو بايد چې ده ته نور امتيازات ومنل شي، او چې ونه منل شول نو کرکټ بورډ ته یې استعفا لېږلې ده.

په نوو غوښتل شوو امتيازاتو کې راشد لطيف ويلي دي چې بايد مياشتنی معاش یې له ۶ زره څخه ۱۲ زره ډالر ته لوړ کړای شي، په کراچۍ کې ده او فاميل ته یې ځانګړی ګاډی او چلونکی ورکړل شي او د ده د فاميل مصرفونه ورکړل شي چې د کور کرايه او نور مصرفونه (د کورنۍ د غړو سره ورته روغتيايي بيمه په شمول) په کې شامل دي.

راشد لطيف دا هم غوښتي دي چې بايد په رسمي سفرونو کې ورته د ورځې سل ډالر مصرف  هم ورکړل شي او په الوتکه کې ورته د بيزنس کلاس ټکټونه واخيستل شي.

د راشد د نوو غوښتل شوو امتيازاتو مياشتنی مصرف د معاش سره ۱۷ زره ډالرو ته رسېږي چې تر ډېره تهديد ته ورته غوښتنې دي او غوښتل یې چې د افغانستان د کرکټ بورډ له مجبوريت څخه بده ګټه پورته کړي. د کرکټ بورډ اجرايه مشر حامد شينواری وايي چې راشد لطیف ته یې د برېښليک په ځواب کې ويلي دي چې د افغانستان کرکټ بورډ د دومره امتيازاتو ورکولو توان نه لري او يادونه ورته کړې ده چې د نوموړي خو د کرکټ بورډ سره يواځې ۲۵ ورځې وشوې چې تړون یې لاسليک کړی دی، نو دا عجيبه غوښتنې ولې اوس کېږي!

د کرکټ بورډ اجرايه مشر وايي چې راشد لطيف ته یې ليکلي دي چې دا ډول غوښتنې يې ناڅاپي او حيرانونکي دي  او وسعه یې ورته نه کېږي.

دا داسې غوښتنې دي چې درې اونۍ وړاندې راشد لطيف د کرکټ بورډ سره په تړون کې نه وې کړې، خو اوس چې روزونکي کبيرخان دنده د کرکټ بورډ له خوا ختمه کړای شوه نو راشد لطيف هم د انډيوالۍ په اساس له کرکټ بورډ څخه داسې تعجيزي غوښتنې کوي.

راشد لطيف کرکټ بورډ ته له دې وروسته خپله استعفا لېږلې ده چې د کرکټ بورډ لا تر اوسه نه ده منلې او سبا ته به یې په اړه پرېکړه کوي چې غالبا وبه یې مني.

له بلې خوا د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې څو ورځې وشوې چې د کرکټ نړيوالې شورا سره یې د نوي روزونکي د ګمارلو په اړه خبرې روانې کړي دي او ډېر زر به ورته له استراليا، سويلي افريقا، او يا هم له انګلستان څخه روزونکی وګماري چې کينيا ته د اکتوبر په سفر څخه مخکې به لوبډلې ته روزنه پيل کړي.

د راشد لطيف دا ګام واقعا چې غير مسلکي ګام دی ځکه د ټاکل کېدو په وخت کې یې ويلي و چې د افغانستان کرکټ بورډ سره به کار کوي، دا چې اوس خپل برخليک د حاجي کبيرخان د برخليک سره تړي نو دا د راشد لطيف غيرمسلکي پرېکړه ده چې د کرکټ د اخلاقو سره اړخ نه لګوي. راشد لطيف په داسې وخت کې د کرکټ بورډ سره خپلې اړيکي ختموي چې لا د ژمنو انګازې یې په کابل کې تر اوسه غلي شوي نه دي.

د راشد لطيف دا پرېکړه د دې دليل هم کېدای شي چې ډېر یې په کرکټ کې ګروپنګ او يا هم ډلګۍ جوړول بولي چې د کرکټ د اخلاقو سره اړخ نه لګوي او په لوبه کې جرم دی، هغه د لوبغاړو ګروپنګ وي او که د روزنونکو ګروپنګ وي، په کرکټ کې جرم دی.

راشد لطيف او بل هر روزونکی چې د کرکټ بورډ سره دنده ترسره کوي بايد د افغانستان سره اړيکي ولري، نه د لوبغاړو، بل روزونکي او يا هم اشخاصو سره.