د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه څه وايم ، ډاکټر لمر څه وايي

عبدالباري جهاني 22.08.2010 19:28

د جمعی په ورځ می د افغان جرمن آنلاین په ویب سایټ کی د ډاکټر صاحب لمر هغه لیکنه په سترګه سوه چی په پښتو لیکدود کی یی د انارشی په باره کی لیکلې وه او اندیښنه یی ښودلې وه چی هسی نه دا ژبه پر څو لارو ولاړه نه سي او بالاخره له اوسنیو او راتلونکو څخه د سمی او کره لیکني لاره ورکه نه سي.

        ډاکټر صاحب لمر په بلجیم کی په یوی ادبی ناستي کی زما د وینا مثال ورکړی وو چی ما ویلی وه مرحوم بینوا صاحب  د درختی تر سایی لاندی سیبان خوړل او مرحوم ګل باچا الفت د وني تر سیوري لاندي مڼې خوړلې، خو د عمر تر پایه  پوری دوستان وه ،  د یوه بل درناوی یی کاوه او هیڅ وخت یی د یوه بل پر ضد څه ونه ویل. 

   زه د پښتو ژبی سره د ډاکټر لمر خواخوږي ستایم. ما چی په بلجیم کی  د پښتو ژبی په اړه څه ویلی دي دا خبری مي په نورو ځایونو کی هم کړي. خو له بده مرغه چی زما خبری ولي چا په بشپړه توګه اوریدلي نه دي. اوس خو شکر دی د عصری ټکنالوجی په برکت د هر مجلس ټولی خبری ثبتیږی، او څوک پر خپلو کړو خبرو پښیمانه کیدلای نه سي. ما هیڅ وخت دا خبره نه ده کړې چی دواړي پورتنی جملې سمی دي او هر څوک چی هر ډول پښتو لیکی ودي یې لیکي. بلکه وایم چی پر لیکدود او لهجه باندی اختلاف په دښمنی او نفاق نه ارزي. دا خبری د ورور ګلوی په لیکنو، له یوه بل سره په ناسته او ښه تفاهم په بهتره توګه حلیدلای سي. د نړی ټولو لویو ژبو دغه پړاوونه تیر کړي او تر دغه اوسني حال پوری رسیدلي دي.

        که محترم ډاکټر صاحب د لیکدود په برخه کی خپل ځان اماتور بولي. زه، بیله شکسته نفسی، تر ده لس ګامه وروسته او له پښو پاته یم. لیکدود زما د څیړني او لیکني ساحه نه ده. ما هیڅ وخت پر معیاري او غیر معیاري لیکدود او لهجو باندي نه لیکنه کړې او نه یې ښایی په اینده کی وکړم. زه یوازي او یوازي دونه وایم او دغه خبره می هر ځای کړی ده چی د معیار پر سر اختلاف د تورو په اخیستلو نه ارزي. که ډاکټر صاحب لمر وایی چی په دی برخه کی اختلاف ، نفاق او حتی دښمنی موجوده نه ده، نو مایی مثالونه په سترګو لیدلي دي او دلته یی ځکه نه راوړم چی بیا سبا په همدغه موضوع کی د بل مضمون لیکلو ته مجبوریږم. خو زه ددغه راز مضامینو له لیکلو سره هیڅ ډول علاقه نه لرم. ډیر نور ضروری کارونه په مخ کی لرم او ټولو ته یوازی پاته یم.

      ګرانه ډاکټر صاحب د بلجیم په غونډه کی ما وویل چی په هلمند کی قتل عام روان دی، پر کندهار باندی اور بل دی، د پښتنو پر سیمو او کلیو باندی یرغل روان دی،  په شمال کی د پښتنو پر ناموس باندی تیری کیږي. په داسی حالاتو کی د لهجې او معیار خبری او په دغو مسایلو کی اختلافات څرګندول او حلول دوهمه او دریمه درجه اهمیت لري. په تیره لا چی دغه اختلافات د دښمنی   پولي ته ورسیږي. 

        زه له پښتو ژبی او پښتون قام سره لیونۍ مینه لرم. له ژبی او قوم سره مینه درلودل قوم پرستي او وطن پرستي ده او هر څوک باید افتخار ورباندي وکړي. خو په همدغه اندازه له نورو قومونو، توکمونو او ژبو سره دښمني او تعصب درلودل ملی خیانت دی. په افغانستان کی د پښتون ، هزاره، تاجیک، اوزبیک ، ترکمن او نورو لویو قومونو ترمنځ د قومی دښمنیو د اورونو بلولو، قومونو د وسله وال کولو، قومی ملیشو د جوړولو او روزلو، د جنګ سالارانو او قاتلانو د غښتلي کولو، د مرکزي حکومت د کمزوره کولو او بالاخره د ګران افغانستان د تجزیه کولو دپاره، په ډیره بیړه او بشپړه سپین سترګي، کار روان دی. که پخوا به چا دا خبري کولې نو د شخصي نظر او عقیدې په  سترګه ورته کتل کیدل خو اوس دا دی ګورو چی د امریکا ډیر مشهور ډیپلوماتان او سیاست پوهان ، برالا، زموږ د ګران هیواد د تجزیه کولو خبری کوي.

    ګرانه ډاکټر صاحب. د پښتنو په مقابل کی د نورو لویو قومونو د پاڅولو او د دوی ترمنځ د دښمنیو د دایمی کولو لپاره یوه لویه دسیسه روانه ده. غربی هیوادونه له یوی خوا د جنګ سالارانو، قاتلانو، د مخدره موادو د قاچاقبرانو او د افغانستان په حکومت کی دننه له فاسدو عناصرو څخه سر ټکوی او راډیوګانویی، په تبلیغاتو، زموږ غوږونه را کاڼه کړل خو له بلی خوا ګورو چی همدغه قدرتونه په څونه سپین سترګی د همدغو عناصرو شاته ولاړ دي.

        په همدغه توګه د پښتنو د پراخو اولسونو ترمنځ، چی  پخوا یی هم چندانی د اتفاق مزه نه وه، د دښمنیو او اختلافاتو د ایجادولو او زیاتولو د پاره کار روان دی. یو ځل یی پر لوی ننګرهار، لویه پکتیا او لوی کندهار سره وویشي. بیا یی نو لیکوالانو ته د معیاري او غیر معیاري لیکدود او لهجو  توري په لاسونو کی ورکړي او وروسته یی نو  پلرونو ته د غلجیو او درانیو، منګلو او زدرانو او شینوارو او مومندو په نوم توپکونه ورکړي.  د افراطي او ټروریسټو پښتنو سوال خو لا بیل دی چی د وژلو او له منځه وړلو په پلمه یی  د پښتنو کورونه، کلي او ښارونه تباه کیږي.خو موږ لا هم د لهجو او لیکدود په غم اخته یو.

        پر پښتنو او، په مجموعی توګه، پر ټول افغانستان باندی داسی حالات راغلي دي چی په تاریخ کی یی ساری نه درلود. هغه استادان چی په دغو سختو او مرګانیو شرایطو کی، چی د پښتنو او ټول افغانستان د ژوندي پاته کیدلو او د مرګي کندي ته د لویدلو سوال طرح دی، بیا هم په راډیوګانو ، مجلو او مرکو کی له دغه واړه  اختلاف څخه دومره لویه مسله جوړوي ، هغوی یا ړانده او کاڼه دي ( کامه اوبو یوړه بیړا خبر نه دی) او یا په شعوری ډول د بیګانه ډول ته ناڅي.

       ماچی په هر ځای کی وینا کړې ده ټول مطلب می دغه دی. ټولی لهجی می خپلی دي، له ټولی پښتو ژبی سره یو شان مینه لرم. ټول افغانستان می خپل وطن دی. په افغانستان کی ټول اوسیدونکي قومونه ددی خاوری بچیان دي . د لویو او وړو قومونوترمنځ او د قومونو او ژبو تر منځ خپل منځی اختلافات او دښمنی د ټول ګران افغانستان د دښمنانو په ګټه دي.

    له ډاکټرصاحب څخه مننه کوم چی په ډیرو ښو الفاظو یی مضمون لیکلی او بشپړ نزاکت یی رعایت کړی وو. زما له نورو لیکوالانو څخه هم دا هیله ده چي که د ژبنیو مسایلو او سیاسی اختلافاتو د څرګندولو په وخت کي یوازي د توندو کلماتو له استعمالولو څخه ځانونه وژغوري، دا پخپله  د هر ډول اختلاف د حلیدلوپه لاره کی  لومړی ګام دی.