د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روژه زموږ په ژوندانه کې څه نوښت راولي ؟

استاذ راشد الغنوشي 21.08.2010 18:52

لیکنه : استاذ راشد الغنوشي

ژباړه : عبدالرحمن فرقاني

روژه د اسلامی وحدت پیوستون تازه کوي ، هغه وحدت چې د اشغال نه پاتي شویو سیمه ایزو سیاستونو زیانمن کړی دی ، او هره اسلامی سیمه ئې له بلې نه بیله کړی ده .

دعقایدو د لمنځه وړالو لپاره کیدی شي پرعقیده باندې هر اړخیزه تیری ، او ورته بد او رد ویل ، او یا ورنه مخ اړول دومره ګواښمن نه وي ، څومره چې عقیده له خپلې ټولنیزې محتوی او ارزښتونو څخه تشه شي ، کوم چې د دغې عقیدې لوړ مقصد دی ، او سره لدې  بیا د ضرورت لپاره د بې اثره او له پامه غورځول شوي  نظام په څیر وساتل شي ، د هغه نظام په څیر چې له ژوندانه نه ئې اړیکه غوڅه شوې وي . اوپه پای کې دا نظام له حتمی بربادۍ او تباهۍ سره لاس ګیروان کیږي .  یقیناً د ژوندانه کښتۍ  دوه کیښتیوانان نه شي زغملی  .

د نوښت دغې مادي تګلارې له مختلفو عقایدو او دیني اعمالو اورسومو سره همداسې وکړل ، خو ځینې عقیدې په ځانګړې توګه اسلامی عقیده چې پراخه احیایی حرکت ویني ، داسې حرکت چې د ځمکې او آسمان تر منځ د دین او دنیا تر منځ اړیکې تازه کوي ، او د اسلامی امت هغه فعالیتونو ته خپلواکي وربښي چې لویدیځتوب او بداخلاقي ئې یرغمل کوي ، دغې د نوښت تګلارې ته نه تسلمیږي  .

او هغه نوښت او احیا چې د مسلمانانو د ژوند هر اړخ ئې خصوصا د روژې په مبارکه میاشت کې ویني ، پدې دلالت کوي :
۱ـ چې اسلام دین او دنیا ، دین او حکومت ، دین او دژوندانه تګلاره ده .  پراسلام باندې د اسلام له داخل او خارج نه ډیرې هڅې وشوې تر څو اسلام په محرف عیسویت باندې بدل شي ، هغه عیسویت چې یوازې د انسانی ځانګړتیاوو او روحي اړخ لارښونه کوي ، او دانسان د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړتیاوې او لارښونه بل نظام ته پریږدي . خو داسلام هر اړخیز توحیدي طبیعت د بې دینۍ دغو هڅو ته غاړه کې نه ښوده او په وړاندې ئې پاڅون وکړ ، د لومړنۍ هڅې نه نیولی چې تقلیدي هڅه وه خو خطرناکه ، کله چې د رسول الله صلی علیه وسلم له رحلت نه وروسته دعربانو ګڼ شمیر قبایلو هڅه وکړه چې اسلام د خپلو پخوانیودودونو او رواجونوسره مطابق انځورکړي ، اوبیرته خپلو لومړنیو قبایلي رواجونو او دودونو ته واوښتل ، کله ئې چې د اسلام د آخرت اړخ چې لمونځ دي قبول کړ ، او داسلام ټولنیزه دنیایی برنامه چې زکات دي ونه منله ، او دخپلو بت پرسته نیکنوو خبره ئې پورته کړله ، هغه د شعیب علیه السلام د قوم خبره : کله ئې چې پرده باندې نیوکه وکړه ، او ورته ئې وویل : " اې شعیبه ! آیا دغه ډیر لمونځ کول ستا (درښیی )  امرکوی تا ته  چې پریږدو موږ هغه بتان چې عبادت به کاوه دهغو پلارونو زموږ یا پدې امر کوی چې پریږدو موږدا چې څه وکړو موږ په خپلو اموال یعنی هغه تصرف پریږدو چې موږ ئې په خپلو اموال کې کول غواړو ؟ " د هود سورت آیت ۸۶ .  سره لدې چې دغه وسلوال شورش او پاڅون  په ذهنیتونو کې تشویش او اندیښنې را پارولې ،  دا سې اندیښنې چې د هغه قوم سره به څنګه جګړه کوی چې لمونځ  کوي ؟  خو د مسلمانانو خلیفه ابوبکر الصدیق رضی الله تعالی عنه نه وارخطا شو،او نه ئې عقل مشوش شو ، ځکه چې د توحید عقیده او هر اړخیزه ټولنیزه پروسه د ده په کیان کې  ژوره او دلمر په څیر هر چاته ښکاریدې ، نو ځکه ئې په زغرده توګه په لوړغږ اعلان وکړ: " په خدای قسم له هغه چا سره به وجنګیږم چې د لمانځه او زکات تر منځ توپیر وکړي " .  

متمدنو مرتدو دیني قوتونو د اوه ځواکونو په ذریعه یرغل وکړ ، او داسلام په پیل کې دغه لادینه وسلوال یرغل د دې لامل شو، چې د اوږدو پیړیو لپاره اسلامی هر اړخیزه پروسه برلاسې وي ، د اسلام پرضد د لویدیځ د دغو جګړو موخه دا وه چې د مسلمانانو کلتور او دود له خپل لیدلوری سره مطابق انځورکړي ، او عقل ئې داسې پرمینځي چې اسلام د خپلې بنسټیزې ټولنیزې اوهر اړخیزې نظریې نه پرته پکې تش انځور شي . او که چیرې د اسلام له وجود نه پرته چاره نوي ، نو بیا بایداسلام یوازې د هغوعباداتواومناسکو نوم وي ، چې په پای کې هغه هم باید له منځ ولاړشي .

اودا هغه کړنلاره ده چې د استعمار معاصرلاسپوڅو حکومتونوئې  پرخپلو ملتونو دفرض کولو نه یوه لحظه هم متردد شوی ندي ، څرنګه چې د تونس پخوانی ریس لحبیب بورقیبه دخپل بری په نیشه کې خپل ملت د روژې سپکاوی ته راوبولا ، کوم مهال ئې چې په خپله د روژې په لومړۍ ورځ د لمازدیګر په څلورو بجو ګلاس په سر واړوه .

لیرې نه ده چې دغه په فرانسوی علمانیت (لادینۍ ) باندې ماړه مشران د محرف عیسویت په وړاندې په خپل انقلاب کې حیران شوی وي ، کوم مهال ئې چې د اسلامی تدین چې د فساد او استبداد پرضد دانقلاب بیرغ پورته کوي ، او د کلیسا د تدین چې دملتونو د خپلواکۍ په وړاندې خنډ کیږی ، ترمنځ بنسټیز توپیر کشف کړی وي . همدا راز دهغه وروسته پاتې تدین له ډولونو نه چې اسلام ته منسوب دي او روژه د دیني مسؤلیتونو پرځای د تنبلۍ او لټۍ ذریعه بولي ، او دهغه تدین چې تاریخي تجربه اوارزښتونه ، بنسټونه اوعبادتونه ئې پدې دلالت کوی چې هغه د خپلواکۍ هر اړخیزه انقلاب ؤ، اودي (سید قطب) تر منځ د توپیر څخه عاجزاو حیران شوی وي .

هغه دین چې د جسداوروح ، کورنۍ اوټولنې ، او دټول انسانیت اړتیاوې پوره کوي ، اوپه عبادتي مناسکو او ټولنیزو قوانینو کې ئې ټول یو برابر وي ، او ټول تشریعات او قوانین ئې یوله بل سره یوځای هڅه کوي چې سعادت او سوکالي په لنډ مهال او اوږده مهال کې تحقق پذیره وي . اوپه اسلام کې هیڅ داسې یوه دیني فریضه اوعبادت لکه لمونځ ، حج او روژه نشته چې خپله  فعاله دنیایی اغیزه اواثر و نلري .  

او همدا راز په اسلام کې داسې دنیایی فریضه او عبادت نه شته لکه زکات ، شوری ، امر بالمعروف ونهی عن منکر او جهاد چې د عباداتودنظام اود معاملاتود نظام وحدت تضمین نکړی او دینی اغیزه او اثر ونلري .  د اسلام د عباداتو د نظام او د معاملاتو د نظام تر منځ ترهغه پورې بیلتون شونی نه دي ، تر څو چې د اسلام اساسی او بسټیز جوهر توحید اوهراړخیزتوب له منځه ولاړ نه شي ، او دعلمانیت (لادینی) په ذریعه ئې په ټولنه کې فعالانه رول او تاریخی برلاسی کمزوري نه شي ، اود توحید دعقیدې اوانسانی فطرت پرضد د دینی او دنیایی نظامونو تر منځ  بیلتون ونه شي .

۲ـ روژه عبادت اوګټې ، که چیرې موږ د اسلام له پینځو رکنونو څخه پدې څلورم رکن نظر واچوو، چې اسلامی امت ئې په لومړیو ورځو کې  د راتګ ، برکت اولوی لوی اجرونه له کبله د خوښۍ له احساستو څخه سرشاره وي ..نو به ډول ډول صالح اعمال ، حکمتونه اوثوابونه وګورو، او که لږ ډیرغوروکړو نو دهیڅ ډول ستومانۍ ، تندې لوږې احساس به ونه کړو کوم چې د اوړی په میاشت کې د روژې سره تړلی وي ، او که د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول راپه یاد کړوچې فرمایلی ئې دي ( که بندګان پوه شی چې روژه څه ده ، نو زما امت به هیله وکړی تر څو ټول کال  روژه ونیسي .) آن تر دې چې په اوړی که راشي ، ځکه چې د اجر لویی د عمل په سختۍ پورې تړلې وی  .

الف ـ روژه لکه لمونځ او حج هغه دیني فریضه ده چې په عباداتو کې شمیرل کیږي ، او دې عباداتو په مجال کې علتونو ته نه کتل کیږی څرنګه چې په معاملاتوکې کتل کیږی ، بلکه په عباداتو کې باید یوازې د الله تعالی د رضا او اطاعت لپاره په صداقت سر ټیت شي ، باید دا عبادتونه په هغه ډول پرځای شي څرنګه چې الله تعالی غوښتي دي اوڅرنګه چې په قرآن کریم کې راغلي دي "يا أيها الذين آمنوا كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون" (البقرة:183) ژباړه " اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی ،اې مؤمنانو! فرض کړی شوی ده پر تاسو روژه څرنګه چې له تاسو وړاندې پر امتونو او پیغمبرانو فرض کړی شوی وه . " . او درسول الله صلي عليه وسلم سخت ګواښ چې پرته له شرعي عذرنه  څوک یوه ورځ  روژه وخوري "من أفطر يوما من رمضان لم يقضه صوم الدهر كله وإن صامه" (رواه الترمذي ) ژباړه : كه څوک دروژی یوه ورځ (پرته له شرعی عذر نه)  وخوري ،که بیا ټول عمر روژه ونیسي قضایی ئې نه پرځای کیږي .

دا سره لدې چې په روژه باندې مکلف شوی انسان د  الله تعالی پد ې امرچې یوه میاشت باید روژه ونیول شي په حکمت  پوه وی او که پوه نه وی .

روژه ولې یوه میاشت ده نه ډیره ده نه کمه ؟ او ولې پدې معینو کیفیتونو او تفاصیلو راغلې ده ، په نور کیفیتونو نه ده راغلې ؟  . ذهن د دې حکمت په موندلو ستړی وي ، خو اصلا دا حکمت موجود وي ، ځکه چې د الله تعالی له لوری د انسانیت لپاره داسې څه نه راځي چې پکې ښیګڼه ،خیر صلاح نه وي ، او د فریضې او عبادت پرځای کول په خپل ذات کې هغه مقصد او موخه ده ، چې پرته لدې د انسان ژوند نه سمیږی ، او په شخصیت ، عقل او ټولنه کې ئې توازن نه را منځ ته کیږی .

ب ـ روژه پټه خوله روحي عبادت دي . د دین له اصلی مقصد سره ژور تړاو لري ، پروردګارد بنده  د کامل اخلاص ارزښت پکې ویني ، او د ډیرو خطرناکو سپکو اعمالو څخه لکه ریاء پاکه ده ، د نورو عبادتونو په څیر لکه لمونځ ،حج او زکات په روژه کې داسې اعمال نه شته چې د عابد ریا کاري پکې  ښکاره شي ، ځکه چې جوهر ئې د معینومادی او معنوی اعمالو څخه په معین وخت کې ممانعت کړل دي اوځان ساتل دي ، چې د انسان نفس ئې غواړي لکه خوراک ، څښاک اوجنس ( کورنۍ اړیکي)  اوپه اصل کې منع نه دي . او له هغو اعمالو څخه د ممانعت ټینګار دي لکه غیبت ، زنا اودهغې مقدمات ، غله ، رشوت ، د زور شهادت چې په اصل کې منع دي .. روژه د دین داصلی جوهر د لاسته راوړلو لپاره تریننګ دی ، د الله تعالی لپاره چې د نعمتونو څیښتن دي د اخلاص کولو تریننګ دی ، داسې تریننګ چې څوک ئې د ټولې مبارکې روژې په میاشت کې وزغمي ، لکه یو ډول هر اړخیزه روحی پاکوالی او استحمام ئې چې کړی وي ، اوپدې سره ئې روحي قوتونه تازه کیږي ، او د هغو ګناهونو د غبار نه پاکیږي چې د کال په اوږدو کې پې پراته وي ، اوپه مؤقت ډول د جسم له غوښتنو یو ډول آزادي مومي ، لکه د ملائیکو ژوند .

 من صام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه"، ژباړه چا چې روژه دایمان او احتساب سره ونیوله تیر شوي ګناهونه ئې وبښل شول .  وفيه أيضا فيما رواه الرسول عليه الصلاة والسلام عن ربه عز وجل "قال الله تعالى: الصوم لي وأنا أجزي به" ژباړه : روژه زما ده اوزه ئې اجر ورکوم .  د نورو عبادتونو پرخلاف چې ملایکې ئې  بیه او ارزښت پیژني ، خو د روژې اجر الله تعالی په خپله ورکوي ، ځکه چې منزلت او اجر ئې ډیر لوی دی .

وعن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم "ثلاثة لا ترد دعوتهم: الصائم حتى يفطر والإمام العادل ودعوة المظلوم" (رواه الترمذي . " د دریو کسانو دعا نه ردیږي ، روژه دار تر څو چژ رږژه ماته کړي ، عادل پادشاه او مظلوم ".
د روحي جهاد پدې لوی موسم کې د مؤمن مجاهدت له خپل نفس سره کیدی شي مؤمن هغه لوی مقام ته ورسوی ، چې د دعا د قبلیدو دروازې ئې پر مخ پرانستل شي ، او د قدر مبارکه شپه ومومي . او د دې لپاره په سورت البقره کې د روژې د آیاتونو نه وروسته دا آیت راغلی چې فرمايی : "وإذا سألك عبادي عني فإني قريب أجيب دعوة الداعي إذا دعان، فليستجيبوا لي وليؤمنوا بي لعلهم يرشدون" (البقرة: 185) ژباړه : " کله چې پوښتنه وکړی ستا نه اې محمده ! بندګان زما د ما دلریوالی اونیږدیوالی اړوند ، نو بیشکه زه نیږدی یم دوی ته قبلوم دعا دې دوي په هغه وخت کې چې وغواړی زما نه حاجتونه خپل ، نو ښایی چې ومنی دوی اطاعت زما ، اوټینګ شي د دوی ایمان پر ما ، ښایی چې دوی پر سمه لاره استواره پاتي شي . "
ج ـ روژه د هغې خپلواکې ارادې مدرسه ده ،  چې د نفسي غوښتنواو شهوتونوپر کنټرول قادره ده ، هغه څوک چې وکولای شي د حلالو شهوتونو په وړاندې د ورځي په معین وخت کې ودریږي ، اوځان ورنه وساتي ، او خپل واک ئې په خپل لاس کې وي نو هغه دشهوتونو تر اغیزې لاندې نه راځي ، پدې روزنه سره ئې د ارادې قدرت وده کوي تر څو د ستونزو او کړکیچونو مقابله وکړای شي اوغلبه پرې حاصله کړي .

د ـ روژه دانسانی احساساتو او ټولنیزو ارزښتونو د ودې مدرسه ده ،  که دا روزنه د هغې لوږې له لارې وي چې په ملیونونه انسانان ئې د کال په اوږدو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې احساسوي . نو څومره عادله اوګټوره ده چې د یوه محدود وخت لپاره ئې ټول د تریخوالی خوند وڅکي ، اوټول پکې یوبرابر وي امیر د غریب سره غني د فقیر سره .لدې کبله عجیبه نه ده چې خیري مؤسسات پدې میاشت کې د ټول کال بودیجه په لاس راوړي ، پدې میاشت کې د خپلوانو سره د پالني اړیکي تودې کیږي . په دې وخت کې چې فردي مادي فلسفې پکې برلاسی دي ، او اقتصادي کړکیچونه پکې خواره دي ، بشریت د دغې یوې میاشتنۍ مدرسې ته څومره اړتیا لري ، ترڅو د غزې د کلابندۍ د قربانیانو دردونه ، په صومال کې دخپلمنځۍ جګړه ، او دپاکستان د ملینونو غرق شویو انسانانو کړاوونه احساس کړي .  زموږ د هر یوه په څنګ کې داسې بیوزله خپلوان شته چې د دې میاشتې د برکتونو په انتظار دي ، او د صله الرحم مزي وچ اوشکیدلی دي ، دې ته اړتیا لري تر څو ئې څوک پدې مبارکه میاشت کې لامده او ونښلوي .

هـ ـ روژه د جهاد میاشت ده ، لدې کبله عجیبه نه ده چې د جهاد خبرې په هغو لویو تشریعاتی سورتونولکه دالبقرې په سورت کې راشي ،  داسلامی تشریعاتو تر لمنځ د متبادل اثرپه خاطر د جهاد خبرې د روژې ، حج ، قصاصاو وصیت د احکامو په سیاق کې راځي ، تر څو د دغو احکام په لمنځ کې پر تړاودلالت وکړي .  

آیا ځواک کولای شي چې د هغه ټرننګ نه لاس په سر شي چې په کړاوونو اوستونزوباندې د صبر کولو لپاره ورکول کیږي ؟ ، اوآیا ممکنه ده چې هغه بې نظیره اسلامی فتوحات چې د نړۍ نقشه ئې بدله کړه اوپکښې ئې د پرمختګ روحیه پیدا کړه ، له هغو توحیدي عقایدو او عادلو ارزښتونو نه چې د مؤمنوفاتحینوزړونه ئې آباد کړي ؤ،او د اسلام د ارکانو په پرځای کولوئې پابند کړي ؤ،  بیل شي ؟ .  که نه نو دا بل څه تفسیر لري ، چې د روژې ، لمانځه او حج په مدرسه کې روزل شوی یوه جنګیالی ته امر راشي ، چې د هغو لسو مشرکینو سره مقاومت وکړي "إن يكن منكم عشرون صابرون يغلبوا مائتين" (الأنفال 64) . نو دا توپیر د اسلام له عقایدي او تربیوي تګلارې څخه پرته بل څه نه شي را منځ ته کولاي ، او داسلام دا تګلاره تر اوسه پورې د نړیوال سیاست اوقوت موازین وارخطا کوي ، نوځکه د دې تګلارې د لمنځه وړلو لپاره کار کیږي ، ځکه چې دا تګلاره په ټوله اسلامی نړۍ کې د مقاومت قوتونه چې داسلامی اصلاحي پروسې په پایله کې را منځ ته شوی په دې توانوي ،چې د لویدیځ یرغلګرځواکونه د جګړې له ډګر نه وشړي . او تر اوسه څو زره مؤمن مجاهد ځوانان په غزه ،عراق ، افغانستان کې پدې قادر دي ،چې هغو په زرهاو ځواکونو ته ماتی ورکړي ،چې په پرمختللیو جنګي وسایلو سمبال دي .
وـ روژه د اسلامی وحدت هغه اړیکی تازه کوی ، چې هغو سیمیزو سیاستونو چې د اشغال نه په سیمه کې پاتي شوی دي زیانمن کړی دی ، او دهر اسلامی سیمې اوبلې تر منځ ئې دیوالونه ولاړ کړي ،چې د دین له غوښتنو او د توحیدی عقیدې له اړتیاوسره په تضاد کې دي . پداسې یوه وضعیت کې د اسلام عبادات لکه روژه او حج راځی تر څو داسلامی وحدت شلیدلی اړیکي د اسلامی نړۍ په هره سیمه کې سره ونښلوي . او دا میاشت په اسلامی نړۍ کې په انسانانو کې د ورورولۍ احساسات راپاروي ، سره لدې چې د اسلامی حکومتونواو دحکومت د مؤسساتو وضعیت تر دې حده خراب دي ، چې د معاصرو فلکي علوموله روښانه امکاناتو نه په موحد ډول ګټه نه شي پورته کولي ، هغه امکانات چې د مسلمانانو د عبادتونو په توقیت کې یوالي راوستي شي .  دشرم خبره ده چې اسلامی امت د روژې په نیولو اوخوړلوکې د سپوږمکیو په عصر کې چې په فضا کې ګرځي اوفلکي حسابونه ئې دقیق او تیروتنه ئې نا شونی ده په دریو توقیتونو ویشل شوی وي .  د سپوږمۍ حرکت کوم استثنایی حرکت نه دي ، او ولادت او حرکت ئې کوني پيښه ده ، او دلیدلو امکانات ئې په هر ځای کې په یقینی ډول ممکن دي ، اوکه دې تشریع ته په هغه لوړحیثیت کتل شوی وی چې پکښې نغښتی دی اسلامی وحدت ئې تضمینولی شوی ، خو متاسفانه چې پدې هکله هم سیمه ایزاو ځانته ځانته سیاستونه حاکم دي . سره لدې هغه پرمختګ له پامه نه شو غورځولی چې سږ کال پدې هکله رامنځ ته شو او انشا الله په راتلونکی به د علم له پرمختګ او اسلامی ویښتابه سره نور هم وده وکړي ، اوهغه د اسلام دحقایقو او دعلم د غوښتنو ترمنځ د توافق له لارې ، الشمس والقمر بحسبان" (الرحمن: 3) "ولتعلموا عدد السنين والحساب.." (الإسراء: 11 ژباړه : "     " . دعلم اودین د کلیمه په یوالی سره د مسلمانانو د وحدت په لوری جهت روښانه کیږي .

۳ ـ مسلمانان روژې ته څرنګه تیاریږي ؟ ، زیار او کوښښونه ئې ډول ډول وي ، ځو لږ له دوي له هغو فرصتونو نه ګته اخلي چې روژه ئې د دیني او علمی ارتقا لپاره برابروي ، اودا ښه کار دي ، او خیري مؤسسې د الله تعالی د قربت دحاصلول په غرض د خلکو سره مرستې ته تیاریږي ، تر څو دمسلمانانو سختي اړتیاوې پوره کړي ، خو د دغو خلکو په لاره کې پرته له جابر حکومتونو نه بل څوک نه خنډ کیږي ، هغه حکومتونه چې پر مسکینانو رحم نه کوی ،او څوک د خیر کار ته نه پریږدي ، اوځینی لدوی څخه خو بازارونه په ضروری اوغیرضروری استهلاکي موادو باندې غرقوی ،اوټول په استهلاک کې سره رقابت کوي ، هیڅوک داستهلاکي موادوپه استعمال کې په خپلو پخوانیو پیمانو باندې محافظت نه کوي بلکې پکار ده چې راټیټې ئې کړی ، چې روژه لدې زاویه څخه د هغه نصرانی عیدونو اورواجونو سره شباهت پیدا کوی ،او دا دیني فریضې  د خوراک څښاک او دغرایزوداشباع محفلونو ته اوړي  . ممکنه وه چې په روژه کې دا دبازارونو دپلورلو او رانیولو انځور ښه اړخ  ته اړول شوی وي کّه چیرې زموږ په بازارونو کې عربی اسلامی محصولات او تولیدات وړاندې کیدي ،  نه دا چې زموږ بازارونه د لویدیځ دتولیداتو د رواجولو لپاره پرانیستی وي آن تر دې چې صهیونستی تولیدات هم زموږ بازارونو ته لاره پیدا کړی او زموږ د مبارکې میاشتی روحانیت زیانمنوی ، چې اساسی مقصد ئې د شهوتونو کنټرول او د استهلاکې مواد و څخه کمښت دی .

۴ ـ د روژې په میاشت کې استهلاکی موادوته ډیره پاملرنه کیږی ، او مصرفونه ډیریږی ، اوخلک له دنیایی اندیښنو سره لاس ګریوان وی او دعبادت ، تفکیر اوغور کولو فرصت له لاسه ورکوی ، آیا کومه داسې بدیله برنامه شته چې د مادیاتو اړوند د افراط نه کمښت را منځ ته کړي ، او اصلا د روژې اساسي موخه هم دا ده چې مخ نیوی ئې وشي . آیا دچا په یاد دي ،چي الله تعالی روژه پرموږ د عبادت لپاره فرض کړې نه هم د خوراک څښاک لپاره ، ترڅو د میاشتې په پای کې مو وزن اوپور زیات نه شي . پداسې حال کې چې پکار ده پدې میاشت کې د تقوی سند تر لاسه کړو"لعلكم تتقون" .

اوپه پای کې د دې لوی موسم مبارکې ټولو ته وایم ، او الله تعالی ته په عاجزۍ لاس پورته کوم چې زموږ عبادتونه قبول کړي ، او زموږ اراده او دین په دانایۍ اوبصیرت ، اوزړونه مو په تقوی ، عقلونه موپه علم اوفکر، اودخپلوۍ اړیکې مو په پیوستون باندې تازه کړي .