د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حامد شينواری: د کرکټ بورډ يو کميسيون به په يو شمېر لوبو کې پرېکړې واروزي

کرکټ څانګه 21.08.2010 18:37

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايه مشر حامد شينواري ټول افغان ته ويلي دي چې په يو شمېر لوبو کې ځينې داسې پرېکړې شوي دي چې د ارزونې په موخه یې کميسيون ټاکلی دی. کرکټ بورډ دا پرېکړه له دې وروسته کوي چې په سکاټلينډ کې په څلور ورځنۍ او دويمه يو ورځنۍ لوبه کې د سکاټلينډ خلاف د ځينو د تمې سره سم پرېکړې ونه شوې او د کرکټ بورډ د خفګان لامل شوې چې د روزونکي کبيرخان د تړون په ختمولو کې يې رول هم ولوباوه.

ډاکتر حامد شینواری وايي چې د لوبډلې مدير سيد نظيم جار او کپتان نوروز منګل په شمول به د يو شمېر کسانو سره د سکاټلينډ او هالينډ په شمول په لوبو کې د يو شمېرې پرېکړو په اړه پوښتنې ګروينې کوي تر څو وضعيت سم واروزوي.

داسې ښکاري چې کرکټ بورډ نه يواځې په سکاټلينډ کې په پرېکړو خوښ نه دی بلکه په ځينو نورو لوبو کې هم غواړي د پرېکړو په اړه پلټنه وکړي. دا کميسيون په راتلونکو څو ورځو کې خپل کار پيلوي.

د کبيرخان د استعفا شاليد:

تېره شپه د امريکا غږ راديو سره په يوه مرکه کې چې ډاکتر حامد شینواری او پخواني کپتان ريس احمدزی یې ميلمانه وو د کبيرخان د استعغا په اړه په کې يو شمېر نور احتمالي لاملونه هم مطرح شول. حامد شينواري وويل چې (( زموږ ملي لوبډلې د سکاتلينډ لوبډله په فالو آن مجبوره کړه  ولې بيا موږ دا فالو آن وانه خیست، نو په دې باره کې موږ روزونکو او مينيجر سره اړيکې درلودې، چې ولې دا فالو آن موږ وانخيست، نو ممکن دا لامل شوی وي چې کبيرخان ته به یې خوند نه وي ورکړی چې دوه درې ورځې وروسته یې د اس ام اس له لارې خپله استعفا موږ ته راولېږله او موږ چې هم ټول اسباب وڅېړل د ده استعفا موږ ومنله.))

شينواری وايي چې کبيرخان ((پخوا هم له بورډ يو ځل دوه ځل غوښتل چې د افغانستان کرکټ پرېږدي او بيا ورته د وخت مسولينو وويل چې نه ته پاتې شه.  خو وروسته له دې موضوع څخه چې موږ ترې پوښتنه وکړه چې سبب موږ ته ووايه چې تا ولې فالو آن وانخيست نو همدا یې کېدای شي اصل لامل وي. ولې بيا هم زه وايم چې  ښاغلي  کبيرخان او د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو زحمت ويستلی دی او افغانستان یې دې حد ته رارسولی دی. روزونکی همدا رول لوبوي، ولې خو که ټيم په ګډه کار ونکړي لاسته راوړنې نه شي لرلای.))

په اس ام اس استعغا:

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې په دومره اسانۍ او هغه هم د اس ام اس له لارې د کبيرخان استعفا ومنله، حامد شينواری وايي چې ((دا طبيعي خبره ده په نورو هېوادونو کې هم چې روزونکي تبدلېږي. کبيرخان دوه کاله کېږي چې د افغانستان کرکټ بورډ سره کار کاوه او ښه معاش یې اخيسته. دا به هم سمه نه وي چې ګنې موږ بل ښه روزونکی نشو موندلی. ښاغلي کبيرخان چې دا دومره وخت مرسته کړې ده موږ یې ستايو . یو عمده لامل یې شايد دا وي چې ده پخپله نه غوښتل چې [موږ سره] نور کار وکړي، نو له موږ یې غوښتنه وکړه، ما ته یې دوه ځلې په ټيلي فون کې ويلي دي چې ډاکتر صيب که چېرته تاسو غواړئ نو خپله دنده زه پرېږدم، دی خپل مشکلات لري، یو عمليات، ټپ هم لري او ځينې نور شخصي مشکلات هم کېدای شي ولري چې موږ سره یې نه دي شريک کړي، نو دا ټول د دې لامل شول چې موږ یې استعغا ومنله.))

ريس احمدزی بيا وايي چې ((زما په فکر سره دا به د کرکټ په تاريخ کې لومړی ځل وي چې دوی د چا استعفا ومني. یو چا چې د افغانستان د کرکټ لپاره دومره کار کړی وي او د هغه استعفا د اس ام اس له لارې منظورېږي نو زما په پکر دا يو ناوړه غوندې کار و. کبيرخان او نوروز منګل ته ما د سکاټلينډ له دورې مخکې هم ويلي و چې زه کله خبر شوی وم چې کېدای شي چې دا د کبيرخان اخري دوره وي ځکه چې په کرکټ بورډ کې ورته د بعضو اشخاصو له خوانه داسې خبرې شوې وې چې د سکاټلينډ له دورې وروسته به هغه د افغانستان د کرکټ بورډ سره د روزونکي په توګه نور کار ونکړي.))

حامد شينواری ټينګار کوي چې ((طبيعي خبره ده چې په داسې لوبډلو کې چې ډېرې مخکې ځي ستونزې موجودي وي، دا موږ د دې لامل نه ګرځوو چې يو کس دې استعفا ورکړي. د يادونې وړ ده چې کله موږ ده ته د استعفا منلو خبر ورکړ نو ده ماته ايميل راولېږه چې Thank you for understanding my problems او په انګليسي ژبه یې دا ليکلي دي، چې زه ډېر خوښ يم چې تاسو زما ستونزې په نظر کې ونيولې او استعغا مو ومنله. نو دا یې يانې په ډاګه ليکلي دي. اس ام اس هم د افهام او تفهيم يوه ذريعه ده. که ايميل دی که اس ام اس دی او که لفظي محاوره ده موږ کولای شو د هغه په وساطت باندې یې ومنو. دغه ثبوت موږ سره موجود دی.))

شينواری زياتوي چې ((موږ د هر کارکونکي سره په قراداد کې دا ماده لرو چې که موږ کولای شو چې که چېرته په هغه سړي کې ډېرې ستونزې وي او يا ملي لوبډلې ته مشکل جوړوي هغه بيا موږ لرې کولای شو. )) خو زياتوي چې کبيرخان ((پخپله غوښتنه کړې وه او واضح یې ليکلي و چې هغه یې هم راسا ښاغلي زاخېلوال صيب ته ليکلي و چې زه غواړم چې دنده پرېږدم، بيا موږ جلسه واخيسته او له مکملې څېړنې څخه وروسته دې فيصلې ته ورسېدو چې نور دا سړی موږ ريليز کړو او يا د ده قراداد ختم کړو ځکه ده پخپله غوښتلې دي.))

شينواری زياتوي چې ((کومه پرېکړه چې شوې ده ، له ډېرې ځيرنې او څېړنې سره دا پرېکړه شوې ده او هيله مند يو چې نور ښه روزونکي ولرو. او دا مهمه نه ده چې يو کس دې موږ سره ټول عمر کار وکړي. که د هغه کار او وړتياوې زموږ د ملي لوبدلې په ګټه وي موږ يې منو خو کله يې چې ګټه نه رسېدله نو موږ مختار یو چې موږ بل کس ونيسو تر څو زموږ ملي لوبډله نورې لاسته راوړنې ولري، دا خو لا شروع ده، زما په فکر سره  تغيرات ځي راځي تغيرات رامنځ ته کېږي.))

د سکاټلينډ په لوبو کې پرېکړې:

حامد شينواری وايي چې د سکاټلينډ په لوبو کې د پرېکړو په اړه پلټنې کول غواړي. نوموړي وايي چې راتلونکو ورځو کې موږ د ملي لوبډلې د کپتان سره هم جلسه لرو او د روزونکي ښاغلي راشد لطيف سره هم خبرې وکړو، تر کومه چې ماته معلومه ده او پلتڼه مې کړې ده نو دا پرېکړه تنها د کبيرخان وه چې موږ بايد فالو آن ونکړو او پخپله بيټڼګ وکړو. او هر څوک چې په کرکټ پوهېږي په دې رسېږي چې دې پرېکړې زموږ د ګټې چانس ۵۰٪ يا ۶۰٪ ته کماوه.  او که فالو آن مو اخيستی وای نو زموږ بري ځکه باوري و چې يوې لوبډلې ته په دويمه پاڼۍ کې په بيټنګ دوه ورځې ودرېدل خورا مشکل دي، په ځانګړې ډول د افغان لوبډلې غوندې لوبډلې ته چې ښه بالنګ لري. ماته سخت زيات تيليفونونه راغلل د هېواد له بېلابېلو ساحو څخه چې دا پرېکړه څنګه وشوه، دا څه حساب دی؟ دا د دې لامل شو چې کبيرخان ته يې زور ورکړ او دا یې په تيليفون کې راته وويل چې دا خو زما خپل واک دی. زموږ يوه پوښتنه دا وه چې تا ولې دا پرېکړه وکړه موږ خو د ګټې خوا ته روان وو.  په هر صورت خدای راباندې رحم وکړ او موږ دا سيالي. ))

ريس احمدزی بيا د حامد شينواري د دې تحليل سره موافق نه و او ويې ويل چې ((کبيرخان د افغانستان د بالنګ روزونکی دی او وايي چې خپلو بالرانو له ستړتيا څخه زه خبر وم. حميد حسن چې ما دلته ورسره په کابل کې خبرې وکړې له شپږ ويکټو اخيستو وروسته ډېر اورونه کړي وو او وايي چې ما نشو کولای چې ما بيا بالنګ کړای وای. ما د نوروز منګل سره هم دا خبره وکړه، زه وايم چې دا د کبيرخان لپاره هسې بهانه کتل و.))

حامد شينواری د دويمې يو ورځنۍ سيالۍ په اړه چې د سکاټلينډ سره وه او افغانستان په کې له پچې ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه وايي چې ((دا لوبه هم موږه وبايلله باوجود د دې چې ټاس موږ وګاټه نو بيا هم بيټنګ غوره کړ باوجود د دې چې پيچ سازګار نه و [په پيچ ټوله شپه او د ورځې په لومړۍ برخه کې باران شوی و]، بيټڼګ وشو او موږ ۱۲۰ منډې ووهلې او سکاټلينډ په ډېره اسانۍ وګټله)). حامد شينواری وايي چې ((په هالينډ کې هم دې ته ورته پرېکړه شوې وه، په دې کې هم سکاټلينډ سره زموږ سيالي راغله او د سکاټلينډ خلاف موږ پچه وګټله او بيټنګ مو وکړ، هلته هم زموږ منډې ډېرې کمې راغلې، دوی خو متخصصين دي او احمدزی صيب هم امکان ماسره همغږی اوسي چې پيچ که سازګار نه وي نو بيا د کپتان ښه پرېکړه دا ده چې انتظار وباسي تر څو پيچ جوړ شي او لوبغاړي ښه بيټنګ ورباندې وکړای شي. دا ټول ځينې لاملونه و چې موږ د کبيرخان سره شريک کړي و چې دا ولې شوي څنګه شوي دي، نو د سړي ورو ورو [خفه کېده]، او بالاخره خپله استعفا یې وړاندې کړه او موږ قبوله کړه.))

خو ريس احمدزی وايي چې(( د هالينډ د سفر خبرې بايد هماغه وخت د رسنيو سره شريکې شوي وې او د لوبډلې مينجر بايد د هرې لوبې رپوټ وليکي. او د ډاکتر صيب له خبرو داسې معلومېږي چې کبيرخان قصدا فالو آن نه دی کړی. احمدزی وايي که داسې وای نو دا به یو جفا وه او که دا لوبه موږ بايلودې وای نو بايد چې دی موږ قانوني مجرم ګڼلی وای او محکمې ته مو راکش کړای وای. خو دی بايد کابل ته راغلی وای او دلته ورسره دا خبرې مطرح شوې واي. له ده څخه قانوني پوښتنه شوې وای او له مينيجر او کپتان څخه پوښتنه شوې وای، راشد لطيف به په دې مجلس کې ناست وای، بايد د کرکټ بورډ نور غړي په دې مجلس کې ناست وای، تر هغې وروسته بايد دا پرېکړه شوې وای.))

د کبيرخان د دندې د پای ته رسولو اصلي لامل:

ريس احمدزی بيا وايي چې د دې ستونزې اصلي لامل دا دی چې ((کبيرخان په دې تورن و چې دی په ټيم کې ځينې خاص ملګري لري،  پ ملي ټيم کې دا خبره هم وه چې د دې ډلې مشري ريس احمدزی کوي، ما په رياست جمهوري کې هم دا خبره وکړه چې د افغانستان په هره اداره کې دې خدای داسي يونيټي او اتحاد راولي لکه زموږ په ټيم کې چې ده)). ريس احمدزی وايي چې کبيرخان دا پلان جوړ شوی و چې دا به یې د ملي لوبډلې سره اخري سفر وي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې دې د ده شتون د ملي لوبدلې سره نه وي، احمدزی وايي چې همداسې پلان ورته جوړ شوی و ځکه چې دی تورن و چې په ټيم کې د ځينو اشخاصو سره شخصي اشنايي کوي، ((چې په دې کې زه، نوروز منګل، دولت احمدزی، شاپور ځدراڼ، سميع الله، اصغر، حامد، نبي او دغسې نور لوبغاړو سره دی ډېر نږدې تعلقات لري او دغه اوسنۍ اداره ترې په دې شي خفه وه.))

د يادونې وړ ده چې موده مخکې د ملي لوبډلې يو شمېر غړو هغه وخت احتجاج وکړ او هالينډ ته یې د نه تللو اعتصاب وکړ چې له کرکټ بورډ څخه یې وغوښتل چې ځينې غوښتنې یې ومني. په دې غوښتنو کې پخواني کپتان ريس احمدزی د کرکټ بورډ د اجرايه مشر په توګه ټاکل او د پخواني اجرايه مشر ايمل شينواري لرې کول هم شامل وو. هغه وخت په ملي لوبډله کې  يو شمېر غړي تورن شوي وو چې په ملي لوبډله کې ډلګۍ جوړوي.

بل روزونکی:

 د امريکا غږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې کرکټ بورډ به بل روزونکی کله ټاکي حامد شينواري وويل چې موږ لا تر اوسه په دې پرېکړه نه ده کړې خو ښاغلي راشد لطيف ته د مو د ملي لوبډلې ټولې واګې ورکړي دي او په راتلونکي کې غواړو چې د ملي لوبډلې لپاره د بالنګ ښه روزونکی ولرو تر څو دا کوم کمی چې محسوسېږي دا پوره کړو.