د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ بورډ د پکتیا د ولایت ۳۲ لوبډلو ته د کرکټ جامي واستولې

کرکټ څانګه 21.08.2010 15:18

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې نن یې د پکتیا ولایت د سولې د ټورنمټ ۳۲ ګډونکونکو لوبډلو ته د کرکټ  ۴۸۰ جوړه سپورتي يونیفورم په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت د استازي ګل پاچا مجیدي په لاس واستول.

   

د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری په ولسي جرګه کې د پکتیا استازي ته د پکتیا د لوبغاړو د کرکټ جامي د نومونې په څېر ډالۍ کوي

څو ورځې کیږي چې د پکتیا په ولایت کې د سولې جام سیالۍ د ۳۲ لوبډلو تر منځ پېل شوي دي، د پکتیا د ولایت د مشرانو د غوښتنې په اساس چې د ماليي له وزیر او د کرکټ بورډ  له عمومي مشر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال څخه دوه اونۍ  مخکې کړې وې  په همدې اساس ښاغلي زاخېلوال ۵۰۰۰۰ امریکائي ډالر د پکتیا د لوبغالي د جوړیدلو لپاره اعلان کړل چې ډېر ژر به پرې کار روان شي، همدارنګه کرکټ بورډ د خپلې ژمنې سره سم نن د پکتیا د ولایت ۳۲ لوبډلو ته ۴۸۰ جوړه د کرکټ جامي او ۴۸۰ د لمر خولۍ واستولي چې په راتلونکو درې ورځو کې به لوبغاړو ته ورکړل شي.

ښاغلي مجیدي د کرکټ بورډ سره ژمنه وکړه چې په پکتیا کې به د کرکټ د لوبغالي د ځمکې په اړه ډېر ژر د چارواکو سره خبرې وکړي او همدارنګه به سمدستي د پکیتا د ولایت د سوداګرو سره په افغانستان او له افغانستان څخه بهر اړیکې ټینګې کړي چې د پکتیا د لوبغالي په جوړیدو کې برخه واخلي.

   

مجیدي وایي چې د کرکټ لوبې له لارې د هیواد ګوټ ګوټ ته سوله رسولی شو، د کرکټ لوبه سوله ده او همدارنګه د کرکټ لوبه ډېر ځوانان د نشه يې توکو د روږدېدنې څخه ژغورلی شي، ځوانان سالم عقل ته اړتیا لري او سالم عقل په سالم بدن کې وي او سالم بدن په ځوانانو کې د کرکټ ورزش له لارې راوستلای شو.