د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په واشنګټن کې د افغان سفير او سفارت په هکله د ليکنو په اړه د ټول افغان يادونه

ټول افغان.کام 20.08.2010 20:43

تېره اونۍ ټول افغان ته په واشنګټن کې د افغانستان د لوی سفير ښاغلي ۍید طيب جواد او د نوموړي تر سرپرستۍ لاندې د سفارت په اړه د انځورونو سره مل يوه ليکنه رالېږل شوې وه. دا چې ټول افغان د ټولو افغانانو ويبپاڼه ده او د هر چا نظر خپروي، پس له دې چې تخنيکي همکارانو یې انځورونه وازمويل او ورته معلومه شوه چې په انځورونو د جعليتوب شک نه کېږي نو انځورونه او ورسره د ليکوال عزيز احمد "امان" ليکنه یې خپاره کړل.

په ليکنه کې راغلي وو چې د افغانستان لوی سفير صيب په سفارت کې ((در شبهای مبارک رمضان محافل شراب نوشی, بزم رقص و موسیقی را در عمارت رسمی یک سفارت اسلامی برانداخته است)). خو د دې ليکنې له خپرولو وروسته د عبدالجليل په نامه يو کس د ليکنې د ليکوال په نامه پيغام راولېږه چې ((اغلې مژده (افغان سندرغاړې په کابل کې) او سفير جواد لا اوس هم په رسمي سفر له تېرې اونۍ راهيسي په برازيل کې دی. هغه انځورونه جعلي دي او په کمپيوتر جوړ شوي دي.))

موږ اړينه وبلله چې د عبدالجليل له خوا رالېږل شوي معلومات هم خپاره کړو. په يوه بله ليکنه کې چې ليکوال عبدالحفيظ سمندر ټول افغان ته رالېږلې وه د سفير سيد طيب جواد او د نوموړي د ميرمن داسې انځورونه وو چې د افغانستان په استازيتوب یې په مجلسونو کې اخيستي وو او په نړيوالو ويبپاڼو کې خپاره شوي وو. د سمندر په ليکنه کې انځورونه ټول افغان د نړيوالو ويبپاڼو د تړاونو سره خپاره کړل او د عبدالجليل نامې کس پيغام یې هم ورسره خپور کړ او يادونه یې وکړه چې په واشنګټن کې افغان سفارت لا په دې اړه څه نه دي ويلي. د عبدالجليل له خوا د سفارت په پلوۍ پيغام خپرول ځکه اړين و چې موږ تل کوښښ کوو چې د ټولو خواوو اندونو ته ځای ورکړو.

له همدې کبله چې کله په واشنګټن کې د افغانستان د لوی سفارت اعلاميه  ټول افغان ته ورسېده نو خپره یې کړه.

ټول افغان په دې لانجه کې د کومې خوا  د دعوو تاييد نه کوي او د ټولو خواوو اندونه درنو لوستونکو ته وړاندې کوي. ټول افغان يو پلاټفارم دی چې ټول افغانان په کې خپل اندونه خپرولی شي.

دا سپيناوی مو ځکه وکړ چې د نيوزويک امريکايي ويبپاڼې په يوه ليکنه کې په ټول افغان د لومړۍ ليکنې او انځورونو خپرېدو ته اشاره کړې ده خو ورپسې د سمندر په ليکنه کې انځورونو ته چې له نړيوالو پېژندل شوو سرچينو راخيستل شوي او د تړاونو سره خپاره شوي وو، او د  نورو خواوو اندونو خپرولو يادونه په کې نه ده شوې.

بله دا چې روښانه کړو چې ټول افغان.کام د چا د اند په پلوۍ ورځپاڼه او يا مجله نه ده، بلکه يو پلاټفارم دی چې ټولو افغانانو ته د اندونو د خپرولو فرصت ورکوي.

په پورته يادونه کې لاندې ليکنو ته اشاره شوې ده:

۱. د سفير د سرغړونو په اړه ليکنه

۲. د سمندر له خوا رلېږل شوي انځورونه او د عبدالجليل پيغام

۳. د سفارت اعلاميه

۴. د نيوزويک ليکنه