د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وروستۍ هیله

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر 19.08.2010 17:44

په وروستي ځل مې چې کله هغه سره لیدنه وشوه ، د اګست پنځه لسمه نیټه وه. له اعدام څخه يې یوه شپه وړاندې. اصولا له اعدام څخه وړاندې چاته اجازه نشته چې له هغه چا سره وویني چې اعدام کیږي.

په هغو شپو کې زه په ډېرې خوشحالۍ سره خپلې بسترې ته تللم او د اګست د اته ویشتمې انتظار مې ایسته او تل به مې هغه سهنه ځانته په خپل ذهن کې انځوروله او تکراروله چې باید آزاد شوی وای.

نیمه شپه وه چې یوه ډله خلکو په ډېر شور او زوږ سره زمونږ د کوټې دروازه خلاصه کړه او اډوارډ انظباط چې د هلکانو په منځ کې په ( حرمونی اډوارډ) مشهور وو، په نرمو لتو چې زما کمپلې ته يې ورکاوو، زه يې له خوبه پورته کړلم. زه د درې پوړیز تخت په لاندیني پوړ کې ویده کېدم، ځکه چې باید د هغې ستونزې له امله چې ورسره مخ وم ، باید د شپې څوځله تشناب ته تللی وی.

اډوارډ رانه غوښتنه وکړه چې باید ورسره بهر ته لاړ شم او پرته لدېنه چې راته څه ووايي، زه يې د هغو زندانیانو خونې ته بوتلم چې په اعدام محکوم شوي ول. ډار مې په ټول وجود وزرې خورې کړې وې، مګر هیڅ پوښتنه مې ترې ونکړه، ځکه چې پوهیدم د اعدام مراسم دا ډول نه وي.

کله چې د فرانسیس یو کسیزې خونې ته ورسېدم، ومې لیده چې هغه يې په پړې د یوې چوکې پورې کلک تړلی دی. اډوارډ راته وویل چې فرانسیس غوښته چې ځان وژنه وکړي. غوښتل يې چې ځان په چت کې زندۍ  کړي.

زه ډیر حېران شوی وم، ځکه چې ټول پوهېدل چې سبا سهر وحتې يې فرانسس په ګولو ویشته.

هغه ولې غوښته له ویشتل کېدو نه یوه شپه وړاندې ځان وژنه وکړي؟

له اډوارډ څخه مې پوښتنه وکړه چې ولې هغه زما خواته راغی. هغه راته په توهین آمېزه لهجه وویل چې فرانسیس غوښته ما وویني.

زما او د فرانسیس ملګرتیا دومره کلکه نه وه او اصلا پام مې نه شو چې ولې هغه غواړي ما وویني!

اډوارډ په لتې د خونې ور وتړه او د کوچني کړکۍ له شا نه يې راته وویل چې لس دقیقې وروسته مې له هغه ځایه وړي.

زه: څه شوي؟

فرانسیس: غواړم درته څه ووایم!

زه: ووایه!

فرانسیس: ته باید وروسته لدېنه چې له دې ځایه ووځې، باید زما لپاره یو کار وکړئ!

زه: څه کار؟

فرانسیس: زما یوه مور ده چې په دواړو سترګو ړنده ده او اوس نږدې ده چې کڼه هم شي، کلونه وشول چې د پارک په ۲۴ شمېره ۳ پوړ  اپارتمان کې اوسیږي.

زه: ښه!

فرانسیس: که هغه پوهه شي چې زه وژل شوی یم، مړه کیږي. پنځلس کاله کیږي چې په دې هیله ژوند کوي چې زه به آزاد شم. وروسته له هغه چې پلار او دوه وروڼه مې په جنګ کې مړه شول، اوس هغه یواځې زما په انتظار کې ده. اوس هم د براډویډ د آرامتون له یوې ډاکترې سره ژوند کوي.

زه: ښه، زه څه وکړم.

فرانسیس: پوهېدم چې کېدای شي چې درته ستونزمنه وي! مګر له تانه غواړم چې کله آزاد شوې، هلته لاړ شه او ورته ووایه چې زه ژوندی یم. ته هم کولای شې چې هلته ژوند وکړئ. زه پوهېږم چې له زندان څخه  بهر د اوسېدو ځای نلرې. دا ټول مې د یاداشت په یوې کتابچه کې لیکلي وې، غوښتل مې چې درته يې در ولیږم، مګر ډارېدم چې کېدای شي ستا لاس ته ونه رسي.

ما نشو کولای چې له ډېرې حېرانتیا نه خبرې وکړم. له یوې خوانه د مور سره ددې زوې مېنې ته تسلیم شوی وم، او له بلې خوانه راته ګرانه وه چې د هغه په خبرو باور وکړم.

زه: تا ولې غوښتل نن شپه ځان وژنه وکړې  او خپل ځان زندۍ کړې؟

فرانسیس: ځکه چې که ما په ګولیو وولي، د سیاسي مجرمینو د قانون پر بنسټ د ویشتل شوو ګولیو لګښت مې له کورنۍ څخه اخلي. هغه وخت به مې مور پوهه شي چې زه مړ شوی یم!

زه: خپه کېږه مه! زه به دې وروستۍ هیله ضرور پوره کوم.

د اډوارډ بد غږ، چې پر ما ېې وکړه، زما د سوچ اړیکې يې پرې کړې.

د فرانسیس سترګو ته مې کاته او کوښښ مې کاوه چې په ورستي نظر کې يې آرامه کړم.