د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کبيرخان: د افغان کرکټ په خدمت وياړم او دوام ورکول غواړم

کرکټ څانګه 19.08.2010 12:22

د افغانستان د کرکټ مشر روزونکی کبيرخان - چې افغان کرکټ بورډ وايي استعفا یې ورکړې ده - وايي چې د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال سره یې تيلي فوني پيغام د استعفا په مانا نه و بلکه غوښتل یې چې روښانه کړي چې د دندې د لا ښه ترسره کولو لپاره خپل دريځ څرګند کړي.

کبيرخان چې دا مهال په انګلستان کې دی وايي چې څوک د تيليفوني پيغام له لارې استعفا نه ورکوي. کبيرخان وايي چې يو څوک په ډېر وياړ د افغانستان په شان د لوبډلې روزنه کوي چې هره لحظه یې په فخر ترسره کوي او پرمختګ ته یې تر هر چا ډېر خوښېږي، که استعغا ورکوي نو په ليکلي کاغذ او لاسليک کړې به وي. نوموړی وايي چې دا ډول استعغا بايد د ده او کرکټ بورډ تر منځ له مشورو وروسته ترسره شوې وای.

 کبيرخان وايي چې د افغانستان د کرکټ بورډ د نوې اجرايوي مشر د راتګ سره داسې پېښې او خوځښتنونه پيل شول چې نوموړي په کې د  دندې په مصونيت نه و ډاډه او داسې احساس یې کاوه چې د ده د لرې کولو کوښښ کېږي. کبيرخان زياتوي چې د يو روزونکي لپاره په کار وي چې ذهني ارامي ولري چې مثبت کار وکړای شي خو ده په کرکټ بورډ کې داسې نښې لېدلې چې د ده لرې کول یې غوښتل.

کبيرخان چې په وينا یې د افغان کرکټ سره کار په ډېر فخر سره کړی دی وايي چې کرکټ بورډ ته یې پخوا او د سکاټلينډ له سفر څخه مخکې هم وويل چې له افتخاره ډک کار څخه وروسته نه غواړي په بې عزتۍ لاړ شي.

کبيرخان د خپل تيليفوني پيغام د شاليد په اړه وايي چې ((کله حالات تنګ شول نو زما اخري سټپ (ګام) دا و چې چيرمين صيب (عمر زاخېلوال) ته مې اس ام اس وکړ ځکه هغه ډېر مصروف وي او په ټيليفون د خبرو کولو لپاره وخت نه لري. ما په اس ام اس کې وليکل چې حالات داسې ښکاري چې د بورډ ممبرز زمانه خوشاله نه دي. ما په عزت سره دا کار کړی دی او بايد په عزت سره یې وکړم او په بې عزتۍ له افغان کرکټ نه لاړ نه شم.))

کبيرخان وايي چې د دې پيغام مانا هيڅکله دا نه ده چې ګنې استعفا یې ورکړې ده. د کبيرخان په باور نوموړي له هغه حالاتو چې دی یې په ذهني نارامۍ کې اچولی وو ګېله کوله. کبيرخان وايي چې که چېرته یې استعغا کوله نو ((ما نه به پوښتنه شوې وه چې کبيره ته ځې نو ولې ځې)).

کبيرخان چې د مرکې په مهال په مثبت انداز کې غږېده هيله مند ښکارېده چې د افغانستان کرکټ بورډ سره د روزونکي دندې ته دوام ورکړي او تر ډېره د کرکټ بورډ په عاجله پرېکړه دردېدلی ښکارېده. کبيرخان د افغانستان د کرکټ سره - چې په وينا یې د خولو پر ځای ورسره له ډېرې مينې وينه تويه کړه ده - بار بار د خپلې مينې اظهار وکړ او ویې ويل چې که هر څوک روزونکی وي نو بايد د افغانستان د سرلوړۍ او د افغانانو د خوښۍ په هيله کار وکړي.

کبيرخان وايي چې هيڅکله یې د افغانستان د کرکټ سره د يو پردي په بڼه چلند نه دی کړی بلکه تل یې خپل کرکټ ګڼلی دی. کبيرخان وايي چې د افغان ملي لوبډلې لوبغاړي ورته خپل نيالګي ښکاري چې په مينه یې اوبه ورکړې خواري یې ورسره وکړه، بوټی رالوی شو او مېوه یې ونيوله او چې کله دا لوبډله د خرابۍ خواته روانه شي نو دی پرې دردېږي.

کبيرخان وايي چې افغان لوبغاړي ډېر استعداد لري او بايد پرمختګ وکړي او که چېرته يې ونه کړي نو دا به د غلطيو په وجه وي.

کبيرخان وويل چې د افغانستان له عوامو او له لوبغاړو ډېر خوښ دی او د ډاکتر عمر زاخېلوال له ټاکل کېدو ورړسته په کرکټ کې د پام وړ بدلونونه او پرمختګونه راغلي دي چې دی ورته ډېر خوښ دی. نوموړی وايي چې لوبډله د افغانستان ده او د اشخاصو نه ده نو ځکه یې له افغانستان څخه هيڅ ډول ګيله نشته او تاکيد یې وکړ چې د افغانستان په وجه - د افغان ولس په شمول - ورته خلکو ډېر زيات قدر ورکړی دی چې دی يې ډېر زيات منونکی دی. کبيرخان افغانستان ته دعاګانې وکړې او ویې ويل چې الله پاک دې لا بری ورکړي او هيله یې وښوده چې په راتلونکي کې د پاکستان او هندوستان په شان لوبډلو د ماتولو جوګه شي.

کبيرخان د کرکټ بورډ سره دندې ته د دوام ورکولو په اړه وويل چې چمتو دی خو په نوو شرطونو به ورسره کار کوي. داسې ښکاري چې د راشد لطيف له ټاکلو وروسته لا روښانه نه ده چې د افغانستان مشر روزونکی څوک دی. سره د دې چې په رسمي توګه کبيرخان مشر روزونکی دی خو د پرېکړو ټول واک یې نه لرلو.

کبيرخان وايي چې ((چيرمين صيب زاخېلوال د کرکټ لپاره ډېر مهم او ګټور دی خو دا چې ډېر مصروف دی نو د کرکټ مسايلو ته د بل چا په نظر ګوري. زاخېلوال صيب پخپله ډېر پازيټيو (مثبت) دی خو لاندې نور خلک ټول بيا هسې نه دي.))

د سکاټلينډ په لوبو کې پرېکړې او شاليد:

په دې اړه چې ايا په سکاټلينډ کې په څلور ورځنۍ لوبه کې د Follow On پرېکړه نه کول او په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې له بارانه وروسته د توپ وهنې پرېکړې خو به د ده او د کرکټ بورډ ترمنځ تاوتريخوالي کې رول نه لرلو وويل چې خبرې به پرې هرومرو شوي وي خو دا پروفيشنل پرېکړې وې او د کپتان او راشد لطيف په شمول ټولو په شريکه وکړې.

کبيرخان په دې اړه زياتوي چې د پروفيشنل سړي همدا کار وي او د پايلو ذمه داري هم په غاړه اخلي. نوموړی وايي چې کله کرکټ بورډ دوه پروفيشنل روزونکي د لوبډلې سره لېږلي وي نو بيا یې بايد پرېکړې ومنل شي. دا کسان په لوبغالي کې حالاتو ته ګوري او هماغسې په متفقه توګه پرېکړه کوي.

کبيرخان وايي چې يواځې پرېکړه يې يواځې مسوليت او شريکې پرېکړې یې شريک مسوليت دی. د فالو ان په اړه یې وويل چې حميد حسن او شاهپور ټپيان وو، د ميرويس اشرف په ملا کې درد و او خالقداد د ويزې د ستونزې له کبله له لوبډلې سره سفر ونه شو کړای نو په دې حال کې یې نشو کولای چې چا ته فالو ان ورکړي. دا په کار وه چې توپ اچونکو دمه کړای وای ځکه په ان فټ خلکو څنګه کولای شو چې فالو ان وکړو. راشد لطيف هم موافق و چې زما توپ وهونکي به هم د توپ وهنې چانس لاس ته راوړي او تمرين به وکړي.

کبيرخان وايي چې د استراليا پنځه کاله وشول چې چاته فالو ان نه ورکوي او پخپله توپ وهنه ترسره کوي. کبيرخان وايي چې په ټيسټ لوبو کې د شل کاله تجربه لري او پوهېږي چې په داسې حالاتو کې څه ډول پروفيشنل پرېکړې وکړي. خو تاکيد یې وکړ چې د هر ډول رايو هرکلی کوي او له نورو د هغوی د رایې ورکولو حق نه سلبوي. کبيرخان دا هم وويل چې د کرکټ بورډ اجرايوي مشر حامد شينواري ته یې ويلي دي چې د پرېکړو په اړه هر ډول پوښتنه لري نو له دوی دې کوي.

 د سکاټلينډ خلاف په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهنې د پرېکړې په اړه وايي چې کله یې پچه وګټله نو ويکټ بېخي وچه وه او د سکاټلينډ د ويکټو دا خاصيت دی چې د توپ وهنې لپاره ورو ورو سختېږي ځکه توپ ډېر ټوپ وهي او د کرکټ په اصطلاح بونس لپاره چمتو کېږي نو ځکه یې د مخکې توپ وهنې پرېکړه وکړه چې وروسته توپ وهنه سخته نه شي. کبيرخان وايي چې لوبه یې د دې پرېکړې له کبله نه بلکه د لوبغاړو د غلطو ګوذارونو له کبله بايلوده. (( د پيچ غلطي نه وه)) کبيرخان زياتوي، ((زموږ لوبغاړو غلط شارټونه ووهل)).

کبيرخان وايي که چې په نورو لوبو کې سکاټلينډ پچه وګټله خو لوبې موږ وګټلې. موږ به په ګډه مشوره وکړه چې که چېرته موږ پچه وګټو نو توپ وهنه به کوو، او هغوی به هم موږ ته توپ وهنه راکړه. موږ به وويل چې سکاټلنډيان خو لکه زموږ په ګټه فکر کوي.

کبيرخان وايي چې په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې د توپ وهنې مشوره هم د ده، راشد، او نوروز منګل په ګډه پرېکړه وه.

د ((استعفا)) شاليد:

تر ډېره داسې ښکاري چې کبيرخان نه غوښتل له خپلې دندې استعغا وکړي او د ده په اړه ځينو ګونګوسو ته یې د پای ټکی اېښودل او په دې اړه د کرکټ بورډ مشر ډاکتر عمر زاخېلوال خبرول غوښتل، خو اس ام اس یې په عاجله توګه په استعفا منلو او خبره رسنيو ته وتلو ته ووته چې کبيرخان پرې خفه دی. کبير وايي چې هيڅکله یې نه غوښتل چې په رسنيو کې یې د کرکټ بورډ سره په اړيکو دا ډول خبرې وشي او تل د ښو او مثبتو اړيکو غوښتونکی و.

د کبيرخان دا ګيله پرځای ده چې د افغان ملي لوبډلې سره د دوه کاله سفر څخه وروسته یې دا حق و چې که استعغا یې کوله نو د کاغذ پر مخ یې په رسمي توګه لاسليک کړې استعغا کړې وای او له مشورو وروسته یې په بېړه نه بلکه له ده سره له مشورې وروسته منل شوای وای او دی په عزت رخصت شوی وای.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د کرکټ بورډ سره یې په تړون کې د استعغا او د استعغا څخه وروسته د دندې د دوام د مودې په اړه کوم ځانګړی بند شته او که نه، کبيرخان وويل چې د افغانستان کرکټ سره یې تل چلند رسمي نه بلکه ملګری چلند و او د دې خبرو پسې نه ګرځېده ځکه چې هدف يې افغان کرکټ ته خدمت و. نو ځکه خو یې ورسره تړون هم سکاټلينډ ته له تګ مخکې (له دوه کاله کار څخه وروسته) لاسليک کړ چې هغه هم په ډيسمبر کې پای ته رسي او له دې پسې هم ونه ګرځېدم چې په تړون کې یې څه ليکلي دي، ((راته یې وويل چې  کانټرکټ ساين (لاسليک) کړه او ما ساين کړ)).