د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان څرنګه خپلواک شو

ژباړه : عنایت ساپې / لیک : لودیک ادمک 19.08.2010 11:41

د ۱۹۱۹ م کال دفرورۍ دمیاشتې په شمله نیټه دشپې دوه بجې وې چې دلغمان په کله ګوش کې افغان واکمن امیرحیبیب الله خان دتمانچې ډز پر ابدي خوب ویده کړ.
دهمدې شپې پرسبا دامیر ورور سردار نصرالله خان په جلال اباد کې خپله واکمني اعلان کړه او درسمیت پیژندنې لپاره یی له هندي استازي چلسمفورد سره اړیکې ونیولې. هندي استازي د فرورۍ دمیاشتې په ۲۵ نیټه یعنې څلور ورځې وروسته لندن ته خبرورکړ چې نصرالله ډیر تلوار کوي او دلیک له بڼې یی داسې جوتیږي چې دوه اړخیزه ملګرتیا غواړي، خو دامیر ناڅاپې مرګ ماته دشاهي کورنۍ دغړیوو ترمنځ یو بل ډول سیالي ښکاري. له یوې خوا دامیر دریم ځوۍ امان الله خان په کابل کې ځان دپلار ځای ناستې اعلان کړې او له بلې خوا په جلال ابادکې دهغه ورور همدیته ورته کار کړې. خو زما هیله داده چې له دغو دواړو یو دریښتیني ملګري په توګه غوره کړو. دا هم باید په ډاګه کړم چې ملایان او روحانیون دنصرالله خان ، خو عسکري ځواک او عام ولس دامان الله خان ننګه کوي.
او پټه دی نه وي، چې په ختیځه نړۍ کې دمذهبي او دیني سرچینو په پرتله دغورځنګونو خوځنده قوه ملي احساس دی، نو هرکله چی دواړه لوري په سیالۍ کې دیوبل پروړاندې ودریږي نو بریالیتوب د ولسپالو په برخه وي، نو له حالاتو داسې معلومیږي چی امان الله خان دهیواد واګې په لویء اکثریت په لاس کی نیسي.
له دې وروسته لندن ډهلي ته خبرورکړ چې له دغو دواړو اعلان شویوو دولتونو څخه یی یو هم ترهغې چې یو له دواړو ښه رامخکې نشي او ځان ریښتینې واکمن ثابت نه کړي په رسمیت ونه پیژني.
دمارچ په دریمه نیټه امان الله خان چلمسفورد ته ولیکل: زه هیڅ شک نه لرم چې تاسو به زما دپلار په ناڅاپي مړینه خواشیني شوي یاست، ځکه نوموړې دبې پرې سیاست څښتن او له تاسو سره دریښتینو او دوستانه اړیکو پلوي و، او نور نو هرڅه تاسو ته جوت دي. خو دومره وایم چې دیوامیرپه توګه دافغانستان تاج او تخت ماته سپارل شوې، نو له همدې امله تاسو ته دایوه نکته دریادول غواړم چې ازاد او خپلواک افغانستان دپخوا په څیر په هر مهال او هر ډول شرایطو کې له تاسو سره د دوه اړخیزې ملګرتیا پربنسټ چلن خپل اصول ګڼي، او دټولو سوداګریزو او ناسوداګریزو اړیکو او پریکړو په هکله چې زمونږ او ستاستې دهیوادونو په ګټه وي دلوۍ انګلستان سره په هر وخت کې خبرو ته چمتو دې.
څو ورځې وروسته امان الله خان خلکو ته اعلان وکړ چې دافغانستان دامارت واګې په لاس کې اخستل او دپاچاهۍ پرګدۍ کښیناستل په دوه شرطونو مني: یو داچې ترهغې به په ارام نه کیني چې دخپل پلار د مرګ غچ یی نه وي اخستې او بل داچې افغانستان یی دخپلواکۍ دستر نعمت په ګاڼه نه وي پسوللې.
هماغه و چې امیر امان الله خان داپریل دمیاشتې په ۱۳ مه ۱۹۱۹ م کال چې داسد دمیاشتې له ۲۸ نیټې ۱۲۹۸ سره سمون لري لویه جرګه راوبلله او په هغې کی یی په رسمي ډول دافغانستان خپلواکي داسې اعلان کړه:
) له دې وروسته زه خپل ځان او خپل ګران هیواد دټولو بیروني او داخلي چارو له مخې په پوره توګه ازاد او خپلواک اعلانووم، نور به زمونږ هیواد لکه دنړۍ دنورو هیوادونو او ولسونو غوندې دازادۍ له نعمت څخه خوند اخلي او هیڅ بیروني قدرت ته به نوره ددې اجازه ورنکړم چې دسر د یو ویښته په اندازه هم دخپلواک افغانستان دبهرني او داخلي سیاست په بریدونو کې لاسوهنه اوتیرې وکړې، او که هرچا داکار وکړ نو سوګند په خدای یادووم چې په دغه توره یی وینې تویء کړم.
له دې وروسته یی دبرطانیی استازي ته چې په جرګه کې ناست و مخ راواړوه او په تنده لهجه یی ورغبرګه کړه:
اۍ سفیره! ماچې څه وویل ته پرې پوه شوې؟
هغه له ویرې په ډک انداز سر وخوځاوه، چې هو پوه شوم .(
نور نو په افغانانو کې دملي غرور احساسات راوپاریدل، او داسې ښکاریدل چې دخپل هیواد خپلواکي له دې وروسته آن دخپلو سرونو په بدله ساتي اوترهغې به دخپلواک هیواد څخه په میړانه دفاع کوي چې یابریالي شي او یا ککرۍ وخوري.
له دغه اعلان څخه دوه ورځې وروسته دهند نایب السلطنه امان الله خان ته ولیکل:
په دې کې هیڅ شک نشته چې هندبه ستاسې پریکړه ومني خو چندانې زړه ورته نه ښه کوي. او په دې کار مونږ افسوس کوو، په داسې حال کې چې افغانستان تازه دیوې دردناکې پیښې سره مخ شوې او داسې یو څوک یی له لاسه ورکړې چې تل یی دخلکو دښیګڼې، سولې او ارامۍ لپاره کارکاوه ، او په خپلو عاقلانه څرګندونو یی تل دجګړه ایزو معاملو څخه ځان ساتلې و. نو دانګلستان حکومت دخپل دا ډول ملګري په مړینه ډیر غمجن دې . او له تاسې هم مننه کوو چې دامارت پرګدۍ له ناستې سره سم مو مونږ ته خبرراکړ او دخپل پلار او نیکه په څیر مو زمونږ سره خپله ملګرتیا وښودله. خو کومه پریکړه چې تاسو کړې دهغې په اړه اوس مونږ ځکه څه نه وایو چې دافغانستان خلک دیوې دردناکې پیښې سره مخ شوي او هم دخبرو لپاره مناسب وخت نه بریښي.
له دې لیک څخه دوه اونۍ وروسته امان الله خان خپل عسکري ځواک ته دهند او افغانستان ترمنځ په پرته اوږده پوله دورختو قومانده ورکړه او له امله یی درې افغان جنرالان دډیورنډ دکرښې پر لور رهي شول.
سرلښکر او عمومي قوماندان صالح محمد خان دمۍ دمیاشتې په دریمه نیټه ډکې ته ورسید، عبدالقدوس خان دمۍ دمیاشتې په پنځمه نیټه دغلجي قوم له لښکرو سره مخکې لاړ او له دې یوه ورځ وروسته محمد نادرخان له منظمو عسکرو او دغلجي قوم له څو زرو نفرو سره د خوست له پولو ورتیرشو
دانګلیس افغان ترمنځ خونړۍ نښته دمۍ دمیاشتې پر شپږمه نیټه ۱۹۱۹ کې پیل شوه.
افغاني عسکرو دلنډیکوتل داوبو سرچینه پر انګریزانو بنده کړه خو برتانویانو په ځواب کې دخیبرتنګې وتړلو او داسې ښکاریده چې یوه ویروونکې خاموشه جګړه له دواړو خواوو پیل ده، دصالح محمد خان ځواکونو دمناسب وخت نه مخکې پر انګریزانو برید وکړ، خو هغویء وار له مخه ځانته دمخکې تګ څو مناسبې لارې غوره کړې وی. همداسې وشول پرافغاني عسکرو ختیځه ساحه تنګه شوه او برتانویان لږ څه مخکې لاړل چې پر دی مهال دنادرخان ځواکونو په بله جبهه کې اوربل کړ او انګریزي قطعو هغې خواته مخه کړه او دلته پر افغاني عسکرو فشار لږ شو او له بندې کړۍ راووتل.
دجګړې له پیل څخه لږ وروسته په بیړه حالات واوښتل، انګریزان وتښتیدل، ووژل شول، بې شمیره ټپیان شول او افغاني زمریان دجګړې پرډګر بریالي ودریدل.
دمۍ دمیاشتې په ۲۴ نیټه امان الله خان انګریز استازي چلمسفورد ته بیا ولیکل:
اوس یی منې او که نه؟
داځل هغوی ء په ډیر ترخه غبرګون دامیر خبره ومنله، جګړې پایء ته ورسیدې او افغانستان خپلواک شو.