د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان ملي لوبډله پلازمېنې کابل ته راورسیده

کرکټ څانګه 19.08.2010 10:28

د افغانستان ملي لوبډله نن سهار ۷:۰۰ بجې د کابل هوائي ډګر ته راوسیده، د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي لومړی د کابل د کرکټ لوبغالي ته وېوړل شو او له لوبغالي څخه زیات لوبغاړي خپلو کورونو ته ولاړل او ځینې لا په کابل کې پاتې دي.

د لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی او ویډیو څیړونکی داود بابر او ۱۳ د ملي لوبډلې لوبغاړي کابل ته راورسیدل، د کابل په هوائې ډګر کې د کرکټ بورډ د مسؤلینو لخوا د ګلانو په ګیډیو ټول لوبغاړي بدرګه شول.

د افغانستان د کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملي لوبډلې څخه روزونکې کبیر خان او راشد لطیف او لوبغاړی نور علي ځدران به لندن کې پاتې شوي چې ډیرژر به خپلو کورونو ته راستانه شي. نور علي ځدراڼ د هغه د خپلوانو په غوښتنه د يو څو ورځو لپاره په لندن کې د هغوی د کتلو لپاره د کرکټ بورډ په موافقه پاتې شوی دی چې څو ورځې وروسته به هېواد ته ستون شي. د ملي لوبډلې فیزیو عظیم ملک له لوبغاړو څخه په دوبۍ کې بېل شوی او هغه هم اوس خپل کور پاکستان ته رسیدلی دی.

نن په کابل کې د خپلواکې ورځ د ارګ په ماڼۍ کې د دولت چارواکو لمانځله، لارې ټولې بندې وې، د ملي لوبډلې لپاره په کرکټ بورډ کې د دمې لپاره ترتیبات نیول شوي و خو د کرکټ بورډ دفتر د ارګ شاته دی نو لارې یې ټولې تړلې وې، په زیاتو لارو یې موټرو او پیاده خلکو ته هم د تللو اجازه نه ورکوله نو د ملي لوبډلې لوبغاړو ته امنیتي کړیو هم اجازه ورنکړه چې کرکټ بورډ ته د دمې لپاره لاړ شي، همدا لامل و چې لوبغاړي ټول د کابل لوبغالي ته ېوړل شول.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورنیو رسنیو لپاره هم په کرکټ بورډ کې د خبري ناستې چارې برابرې کړې وې خو له بده مرغه د کرکټ بورډ مسؤلینو، د ملي لوبډلې لوبغاړو او د رسنیو خبریالانو ته امنیتي چارواکو اجازه ورنکړه چې د کرکټ بورډ دفتر ته ولاړ شي، خپله خبري غونډه سرته ورسوي، او لوبغاړي ارام وکړي.

کرکټ بورډ په دې اړه ډیره خواشيني ښيي چې د افغانستان اتلان په دې شکل امنیتي ارګانونه لمانځي، لوبغاړو هم دمه ونکړه او ستړي ستومانه خپلو کورونو ته روان شول.