د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خپلواکۍ د گټلو د تاريخي خاطرې ياد

حبيب الله غمخور 19.08.2010 01:30

دې ورځې ته بل نوم ورکول دافغان ولس له تاريخي وياړنې اوسرښندنې سره ستره جفااوملي خيانت بولو.

دغازي امان الله خان دخپلواکی دترلاسه کولوياد دي ابدي اوتل پاتی وي

سږ کال يو ځل بيا افغان کړېدلۍ او زوريدلۍ ولس دخپلواکۍ دتر لاسه کو لو نه هيريدونکې خاطره  د۹۱ ځل لپاره په خپلو يا دونو کي تازه کوي  .

تاريخ ددې شاهد دۍ چي دا مغرور ملت هيڅ وخت دنړۍ يوه زبرځواک ته هم دغلامۍ سر نه دۍ ټيټ کړۍ .

که څه هم افغانستان پداسي يو ه سياسي څولور لاري کي پروت دۍ چي  کله  دنړۍ هر غاصب  اوجابر  غوښتي  دنړۍ په دغه سيمه کي پر ولسونو تيرۍ وکړي اوخپل نفوذ ټينگ کړي  نوزموږ پاکي خاوري ته يې هرومرو يو ځل خپل کرغيړن مخ را ښکاره کړۍ دئ . دا چي بيا يې دغه پر آزادۍ مين ملت څومره پزه په مځکه ورمښلې ده، تاريخ دافغان ولس دداسي قهرمانيو زياتي افسانې له ځانه سره لري  .

دنورومهاجمانوتر يرغلونو وروسته پدې ورستی سليزه کي زموږ پر مقدسه خاوره درې ځلي انگريزي  استعمارگروپه افغانستان اوسمه کښې  دخپل سياسي حاکميت دټنگولو لپاره وسله والې حملي کړي ،خو يو ځل هم پر دې ندي بريالي شوی چي خپل  بشپړ سياسي واک زموږ پر خاوره ټينگ او دايم کړي .

 د ۱۹۱۹ کال دآزادۍ دتر لاسه کولو جگړې  چي دافغان ولس په بې ساري سرښنده بريالی پاي ته ورسېده ،دابد لپاره پر افغانستان باندي دبهرني استعماري زبرځواک سلطې ته دافغان دميړني ولس  دستر او غښتلي بچي اعلحضرت امان الله خان  تر مشری لاندي دپاي ټکۍ کښيښود.

که څه هم دتاريخي لاسوندونوله مخې افغان ولس دامير حبيب الله خان دسلطنت په دوران کي دا پرېکړه کړې وه چي انگريزان به له خپله هيواده شړي ،خو دا پروسه هغه وخت نوره هم غښتلې شوه کله چي دغازي امانالله خان پلار حبيب الله خان دلغمان ولايت د کله گوش په سيمه کي چي دهغه  دژمنۍ ښکار اواستراحت ځاي و دنامعلومو کسانو لخوا ووژل شوه اوپرځاي ئي دملت مشری دامان الل خان پر غاړه سول.

دامير حبيب الله خان تر مرگ وروسته  د۱۲۹۶ هجري شمسي کال دحوت په نهم نيټه   دکابل دښار د عيدگاه په لوي جامع جومات  کي جوړي شوي لويي غونډي  په طرځ کښي دځانگړو مراسمو پرترځ کي دځوان  دامان الله خان پر سر ده پاچاهۍ تاج کښيښودل شو اوله همدغي نيټې  نه هغه  دافغانستان پاچا اعلان شو .

دافغانستاندې وياړلې بچی امان الله خان پخپله لمړنۍ ويناکې  وويل :

اول : زه دافغانستان  ټولو خلکو ته دا اعلان کوم چي ما دا تاج دافغانستان دداخلي او بهرنۍ آزادۍ په خاطر پر خپل سر کښېښود ،زماغوښتنه ستاسو شريفو او پر آزادۍ مينو خلکو څخه داده چي تاسو پدي لار کي زما ملاوتړۍ او زما سره مرسته وکړۍ  .

دوهم  :زه به هرومرو دخپل پلار قاتلا ن پيداکوم .

دريم : دافغانستان په اوسني شاته پاته ټولنيز او اقتصادي  نظام کښي به نوي  اومثبت تغيرات راځي .

امان الله خان  دانگريزانو پر خلاف دکابل دښار اوسيدونکو اونوروافغانانو ته  دانگريزانو دشومو اهدافو په هکله چي غواړي زموږ پاکه خاور تر خپلي استعماري سلطې لاندي  وساتي په وار وار تاريخي ويناوي کړي او افغان ولس يې دانگريزانو پر خلاف دخپلواکۍ دتر لاسه کولو په خاطر مبارزې ته  رابللۍ دئ . 

هغه دکابل دښاريانولويي غونډي  ته  په خپله يوه وينا کي چي اوس دهر افغان پر ژبه ده  وويل  : زه ځان او خپل هيواد پهکوردننه اوبهرکښي  آزاد او خپلواک  اعلا نوم  . پسله دينه موږ  دنړۍ دنورو هيوادونو پشان يو آزاد او خپلواک هيواد يو؛ هيچاته به په هيڅ ډول  دا حق اواجازه ورنکړو چي زموږ په کورنيو او بهرنيو چاروکي لاس ووهي او مداخلې ته زړه ښه کړي  ؛او که څوک ځان ته دا جرات ورکړي سر به يې پدغه توره ورپرې کړم  ،او خپله توره يې له تېکي راويستل  ، مخ يې د انگليسانو سفيرته چي پدغه غونډه کي ناست وو ور واړاوه او ځيني ويې پوښتل  : پوه شوې چي ما څه وويل ؟ هغه په وارخطايي سره وويل:   بلي ! پوه شوم صاحب .

 داوه هغه وينا چي دافغان ولس دغيرت وينه يې نوره هم پر جوش راوستل دهيواد لوي او واړه ، ښځي او نارينه، په زاياته ميړانه او صداقت سره   دپر وطن اوخپلواکۍ مين افغان پاچاشاه امان الله خان شاته ودريدل .

پسله هغه چي انگليسانو په يوه او بله بهانه  دافغانستان دخپلواکۍ دپه رسميت پيژندلو پروسه ځنډول ،او سياسي مانورونه يي اجرا کول ،امان الله خان دافغان ولس په ملتيا دانگيزانو پر ضد خپل سياست ورځ په ورځ پياوړۍ کاوه.  او د۱۹۱۹ زکال دمۍ دمياشتي په دريمه نيټه يې دهيواد دمختلفو قومونو څخه  ۶۰ زره نفرپه   هغه وسله چي په لمړۍ  او دوهمه جگړه  کي دانگريزانو څخه دتيښتي په وخت کي پاته شوې وه وسلله وال کړه او د څلورزره توپچي ځواک په گډون ئې  دخپلواکۍ دگټلو لپاره دهيواد جنوبي او جنوب غربي محاز په لور  دانگريزانو سره ددريم اووروستي پرېکنده جنگ ډگر ته روان شول . دې ميړني ولس دانگريزانو هغه ۷۵۰ زره کسيز تربيه شوي اوتر غاښوپه وسلو سمبال پوځ  ته چي دهوا له لاري هم دپوځی الوتکو لخواملاتړ کيده داسي ماته ورکړه چي دماتي افساني يې دنورو تيري کوونکوبهرنيانو لپاره تر اوسه دعبرت درسونه  دي .

دافغان قهرمان او غښتلي ولس جانانه سرښندنه وه چي دنړۍ هغه ير غلگراوځبيښاک گر ځواک چي دزبرځواکی  په قلروکښي ئي لمر ن دوبېده پر گونډو او اوربند ته حاضر کړ .

 دې مغروره  زبرځواک دهمدغه کال دجون دمياشتي پر دريمه نيټه دسولي او خبرو کولو هغه  کنفرانس ته   غاړه کښېښوده کوم چي  په تاريخ کي  يې دراولپنډۍ دسولي دکنفرانس په نامه شهرت وموند.

دانگريزانو سره دافغاني لوري دخبرو ددور دپيل په پايله کښي دافغان دباتوره بچي غازي امان الله خان تر قيادت لاندي د۱۲۸۹هجري شمسي کال داسد په ۲۸ نيټه چي د۱۹۱۹ زکال چي داگست له ۱۸ نيټې سره سمون خوري انگليسانو دې دنړۍ پر مخ يوازني استعمارگر زبرځواک دافغانستان کامله آزادي او خپلواکي  په رسميت وپيژندل، پد ې ډول افغانستان په آسياکښي لومړنۍ هيوادووچي دانگريزي استعمارکړۍ ئي دتل لپاره ماته کړه.  .

دهغو باغيرتو ، پر وطن او خپلواکۍ مينو افغانانو روح دي ښاد وي کوم چي دژوند تر وروستۍشېبې  پوري يې دآزادۍ دتر لاسه کولوپه خاطر سر ونه ورکړ خو سنگر يې دښمن ته پرې نه ښود.

 وياړ پداسي پلرونو او نيکونو!

وياړ پدې پر خپلواکی اوملي حاکميت مين ولس .

وياړپه افغان غيرتی بچی غازي امان الله خان

وياړپه هغوټولوچي دامان الله خان وشاته ودرېدل اوانگريزان ئې  له افغانستان څخه په تورمخ وشړل .

تاريخ شاهد دۍ چې افغانانودخپلي خاوري ددښمن سره دجگړي  په ميدان کي خپله قهرماني ټولي نړۍ ته وښودلې ده  ،او ټولو دافغانانو دغه ميړاني ته  گوته په غاښ ونيولې ؛ له بدمرغه پر همدغوپه جگړه کې ځغلېدلو او ماتې خوړونکو  يې بيا دسياست په ډگر کي لوبه داسي بايللې چي تعبير ئي نسي کېداي .دبېلگې په توگه دغازي امان الله خان په مشری دې ولس انگريزانوته تاريخي ماته ورکړه اودخپل هيواد خپلواکي ئې ترلاسه کړه  .مگر ډيره موده لانه وتېره سوې چي دافغانستان دخپلواکی اوپرمختگ تاريخي دښمنانودخپلو جاسوسانو اونوکرانوپوسله دافغان ولس دستر بچي پر خلاف  نارواتبليغات پيل اوهغه ئي په کفرمتهم کړ .پايله داسو چي امان الله خان دځينې عيني دلايلو له مخې وطن پرېښودلو ته مجبورشواودژوندتر وروستۍ سلگۍ ئي خپل ټاټوبی ونه ليداوپه جلاوطنۍ کې وفات وکړ .

دافگانستان دبرخليک اوراتلونکې په اړوند په سياسي ډگر کښي دا يوازنۍ دبايللو بيلگه نده ؛ تاريخ دافغان ولس ډيري زياتي  داسي  ناکامۍ  ثبت کړي دي .

 

همدا زمور بېغوری اودملي گټوسره بې پروايي  دبهرنيو زبرځواکودسيمه ايزو،سياسي ،اقتصادي اوفرهنگی گټودقربانۍ په پاله کشي يوځل پخوانی شوروی پر افغانستان بېله کوم قانوني موجب نه راودانگل اوزموږ ملک ئ په کنډواله بدل کړ .هغه خراب لانه وې جوړې سوي اوزخمونه لانه وجوړ سوی چي امريکايي زبرځواک دطالبانو اوالقاعدې دسازمان دجرړوايستلو،افغانستان کي دسولي ،دموکراسی اوثبات راوستلوپه بهانه دبې ۵۲ توروالوتکوپوسېله راودانگل .لس کاله تيرسوه هغه دحضرت باز خبره جوړ ئي نکړ خوخراب ئي کړ .

له افغانستان څخه د  غازي امان الله خان تروتلواو تگ وروسته زموږ دهيواد ليري او نږدې  بهرنيو دښمنانو يوه لهظه هم دا ولس پر ارامه ندۍ پرې ايښۍ . تل يې زموږ په کورنيواوبهرنيو چارو کي مداخلې کړې ،موږ ته يې رژيمونه او درژيمو چارواکي ټاکلي دي ،له بدمرغه دا لړۍ همدا اوس هم  پخپل ټول قوت سره روانه ده .

له وخت نه په استفادي سره غواړم افغان ولس ته وړانديز وکړم چي : دا وطن پدغه خاوره کي دپرتوټولو اوسيدونکو قومونو، مذهبونو او ژبو ويونکوافغانانو گډکور دۍ .ځکه نوپرټولو فرض ده چي دا ټاټوبۍ پخپله او پخپلو امکاناتو سره له دغه زړه بوگنوونکي حالت نه راوباسي  . دا بايد هيره نشي چي پردی  پردی  دئ وطن زموږ او ستاسو گډکور دۍ ؛ دلته موږ او تاسو کړيږواو زورېږو، تر څو چي موږ دخپل هيواد اوخپل مينځي راپېښوستونزو دحل ليوال  نشو بهرنيان پر ټولو مرستواوپوځونو سربيره نشي کولاي زموږ سره دستونځو دحل په لاره کښي لازمي همکارۍ وکړي .

اخير تر کومه بايد افغان  دپرديو افغان دښمنه هوسونواوگټوترلاسه کولوداورپه لمبو کښي پخپله خاوره کي وريت اولوله په سي .

افغان ولس بايد دا هوښياري او توان ولري چي خپله راتلونکې پخپله وټاکي .

افغان ولس بايد پر نړيواله ټوله فشارواچوی تر څودسولې اوملي مفاهمې له لاري دافگانستان دمسلې دحل لاره ولټوي.

دگانډيوپه ځانگړې توگه پاکستان اوايران دلاسپوڅواودهغوي دکرغېړنو گټوپر خلاف دفغان په لاس  افغان

وړڼې ته دپاي ټکی کښېښودل سي .

نړيواله ټولنه دافگان ولس سره دداسي دولت په جوړېدوکي مرسته وکړي چي له يوې خوادافگان ولس لپاره دمنلو وژوي اودبلې خوادافغانستان دروښانه راتلونکي سره مخالفت ونلري  .

پدې ټکې بايد پوره پوه اوسوچي زموږ په هيوادکښي دا اوسنۍ سياسي  اوټولنيز تاوتريخوالۍ چي دسياسي ،ژبني ،قومي ،او مذهبي گټو او دولتي واک دتر لاسه کولو پر بنياد يې زموږ په هيواد کي داختلاف ديگدان  دومره گرم ساتلۍ چي يوازي افغانان پکښي سوځي  زموږ دغمځپلي ولس  هيڅ يو دردهم نشي دواکولاي  .  

پوهېم چي ۱۲۰ زره بهرنی ځواک اوداسي ناکامه دولت په شتون کښي چي موخه ئي يوازي اويوازي دخپلو گټوساتل وي دخپلواکی دجشنونوخبره دچاپر خوله نه راځی . بل دليل داهم دی هغه ملت چي دغم پر کملبه ناست وی اوهره ورځ يوازي بېگناه انسانا ن خاوروته سپاري اوله کورونويوازي جناي راوزې ،دکړېدلې ور ،خور ،پلا اوبچی تر ستونې چيغې آسمانونه لړزوي ،هلته دهيڅ خوښئ خبره دچاپر خوله نه راځی .

پدې هم پوهېږم چي ډيربه دارنه پوښتی چي کومه خپلواکي اوکوم ملي دولت ياحکومت  ؟؟؟؟

پدې ټکوخپله ليکنه رانغاړم ،داورځ راتلونکې ده چي زمودکلو اوښارونوپه کوڅوکښي به هم دخوښيو اواز پورته سي .اوله دغه راپېښ گم نه به دافغان غيرتی ولس په سالم اومعقول درايت راووزو.

دافغانستان دخپلواکۍ خاطره دې تل ژوندی اوخپلواکی دلاري دشهيدانو اوفهرمانانوياددي ابدي وي .