د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د يو ورځنۍ لوبو ګټل افغانستان ته خورا ارزښتناک دي

هلال - مومند 18.08.2010 10:23

کېدای شي ډېر هېوادوال او د کرکټ سره تړلې کړۍ په دې لا نه وي خبر چې په نړيوال کرکټ کې د افغانستان د اوسني رسمي امتياز د لوړولو لپاره خورا اړينه ده چې موږ يو ورځنۍ لوبې ونه بايلو. کرکټ بورډ ته هم په کار دي چې د يو ورځنيو لوبو ارزښت کم ونه بولي دا ځکه چې د کرکټ نړيواله شورا د هغو اسوسيټ يا افيليېټ هېوادونو تر منځ چې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو (ODI) امتياز لري هم توپير کوي او د دوی لپاره یې دوه ډوله کتوګوريانې چمتو کړي دي چې د ټيسټ هېوادونو سره د لوبو کولو او دوی ته د پرمختيايي بوديجو په ورکولو نېغ په نېغه اغېزه لري.

د کرکټ نړيواله شورا له لس پوره غړو هېوادونو پرته د اسوسيټ او افيليټ يو ورځنيو لوبو حيثيت لرونکي هېوادونه په دوه کتګوريانو ويشي:

۱. هغه هېوادونه چې يواځې د يو ورځنيو لوبو امتياز لري.

۲. هغه هېوادونه چې وړتيا یې ښودلې ده او د درجه بندۍ په موخه د پوره غړو هېوادونو په کتار کې په (Reliance Mobile ICC ODI Championship) پروګرام کې نيول شوي دي.

افغانستان دا مهال په لومړي ليست کې دی په داسې حال کې چې کينيا، ايرلينډ او هالينډ په دويمه کتګوري کې د پوره غړو هېوادونو سره د درجه بندۍ په موخه شامل کړای شوي دي.

افغانستان ته څه کول په کار دي؟

افغانستان بايد د نورو هېوادونو سره يو ورځنۍ لوبې بې ارزښتنه ونه بولي. ځکه که رسمي يو ورځنۍ لوبې وګټي نو له لومړۍ کتګوري څخه دويمې کتګوري ته د کرکټ نړيوالې شورا له خوا پورته کېږي. خو افغانستان بايد لاندې شرطونه پوره کړي چې په (Reliance Mobile ICC ODI Championship) پروګرام کې ځای خپل کړي:

۱. د پوره غړو هېوادونو خلاف دوه رسمي يو ورځنۍ لوبې وګټي. او که دا نه کېږي نو بيا:

۲. د پوره غړو هېوادونو خلاف يوه رسمي يو ورځنۍ لوبه وګټي او په پاتې رسمي يو ورځنۍ لوبو کې چې د اسوسيټ او افيليېټ خلاف يې کوي ۶۰٪ بری تر لاسه کړي.

دا جدول هر درې کاله د اګست په لومړۍ نېټه د کرکټ نړيوالې شورا له خوا تازه کېږي. په اوسني جدول کې تر اوسه افغانستان ۱۸ لوبې کړي دي چې ۱۰ يې ګټلي او ۸ یې بايلودې دي چې له مخې یې افغانستان ۵۶٪ بری ترلاسه کړی دی.

افغانستانا ته يو ورځنۍ لوبې ګټل ځکه مهمې دي چې دا مهال افغانستان د پوره غړو هېوادونو سره لوبې نه دي ترسره کړي چې لومړی شرط يا د دويم شرط يوه برخه پوره کړي. خو هغه څه یې چې په لاس کې دي، هغه یې هم نه دي پوره کړي چې په خپلو کړو لوبو کې ۶۰٪ بری وساتي.

د اکتوبر په مياشت کې افغانستان د کينيا خلاف دوه يو ورځنۍ لوبې لري چې رسمي نړيوالې يو ورځنۍ لوبې دي. دا دواړه لوبې بايد افغانستان وګټي ځکه په ګټلو یې د افغانستان بری ۶۰٪ ته رسېږي چې ټاکلي هدف ته یې ورنږدې کوي.

دا چې دا جدول هر درې کاله تازه کېږي او له درې کاله زړې لوبې ترې ويستل کېږي نو ځکه بايد افغان ملي لوبډله په يو ورځنيو لوبو کې تل د ګټلو په هڅه کې وي.

دويمې کتګوري ته برياليتوب له افغانستان څخه لږ تر لږه يو پوره غړي هېواد ته ماتې ورکول غواړي چې افغانستان ته خورا سخت کار په دې دی چې تر اوسه ورسره یو پوره غړی هېواد هم يو ورځنيو لوبو کولو ته چمتو والی نه دی ښودلی. ايرلينډ، کاناډا، هالينډ، او کينيا دا چانس ځکه لري چې په ۲۰۱۱ کې په نړيوال جام کې د پوره غړو هېوادونو سره لوبېږي. افغان کرکټ بورډ بايد خپلې هڅې جاري وساتي چې د پوره غړو هېوادونو سره د يو ورځنۍ لوبو چانس ومومي. د بنګلادېش سره خبرې روانې وې چې په شارجه کې د افغانستان، بنګلادېش او کينيآ ترمنځ يو سيريز ترسره کړي. نه پوهېږم چې دا هڅې تر کومه ځایه رسېدلي دي خو که بريالۍ شي نو د افغانستان لپاره خورا ارزښت لري.

دا چې ايرلينډ، هالينډ او کينيا (Reliance Mobile ICC ODI Championship) پروګرام کې له پخوا شامل شوي دي نو د پاتې درې موقتو يو ورځنۍ لوبو امتياز څښتنو هېوادونو ترتيب په لاندې ډول دی:

Rank Country Total Matches Ranked first by:
Win % v other Associates
Then by:
Wins against Full Members
    P P W T L % P W T L
1 Afghan
istan
18 18 10 0 8 56 0 0 0 0
2 Canada 26 23 10 0 13 43 3 0 0 3
3 Scotlan
d
25
21 9 0 12 43 4 0 0 4
Last updated: 17th August  2010 (includes all qualifying matches played since 1st August 2007)
 

د (Reliance Mobile ICC ODI Championship) پروګرام نور تفصيل دلته د کرکټ نړيوالې شورا په ويبپاڼه لوستلای شئ.

 د لومړۍ کتګورۍ نمره بندي دلته لوستلای شئ.