د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپرمختګ او نړيوالې سيالۍ يو بل ارمانژلي ويرژلي کړو

پوهاند دوکتور م . ا . زيار 18.08.2010 00:35

اکسفورډ،١٥-٨-١٠

دپرمختګ او نړيوالې سيالۍ يو بل ارمانژلي ويرژلي کړو

د ارواښاد غلام محی الدين زرملوال جنازه په اوښکو او يا دونو

                    بدرګه کوو!

 

هسې خو مې د منځنيو زده کړو راهيسې د زرملوال مستوفي صاحب په نامه پېژاند، ځکه په هماغو ګوتشمېرو سياسي روښاندانو کې شمېرل کېده چې تر اماني پېره دوې لسيزې راوروسته يې لومړی ملي- سياسي ګوند (( ويښ ځلميان)) رامنځته کړی وو. خو د ړومبي ځل لپاره ورسره د ناستې پاستې وياړ مټې د ١٣٥١په پسرلي ول کې را په برخه شو. زه  د اروپاله شپږکلنې زده کړيزې جلاوطنۍ څخه  له ((سوسيال دېموکراتيکو)) تلوسو سره هېواد ته تازه ستون شوي وم. د((دېموکراسۍ لسيزې)) تر سيورې لاندې سياسي منډې ترنډې تر بل هرځايه زياتې پر دوه ګونو لوړښوونيزو منځيو کابل پوهنتون او پولي تخنيک راغونډې وې. شاګردانو او استاد انو د لوستخونو پرځای له سرو سپينو او زرغونو جنډو او نارو سره چمنونه او ورزشي ميدانونه راخپل کړي ول. په دې لړ کې موږ د ژبو او ادبياتو پوهنځي څو بې ډلې ټپلې استادان خپل وزګار وخت چار ناچار د هغو په نندارو ګوډاوه او چې رسخت به شو، يو د بل کورته به سره تلو او د بېلابېلو ډلو ټپلو شننې او ارزونې به مو کولې.

د استاد تږي کور راته بيا په دې ډېر وړنده وو چې پر استادانو سربېره يې د نورو روښاندانو پر مخ هم تل ور پرانېستی وو. روهي صاحب خو ورسره  دېوال پر دېوال ګاونډی وو او زه او پوهاندضميرساپی به له مېکرويانو ور برابر شو. دغه درې سره ښاغلي د ويښو ځلميانو د دويم پښت، هغه هم د پوهنتوني ټولنې ( اتحاديې) د چپي ((کمونېستي)) غورځنګ د مخينه والو په توګه، کيڼ افرا طي ((شعله يي)) او ښي افراطي  (( اخواني)) ډلې ټپلې يو مخيزه ردولې، ان لا تر هغې له مخه چې په پوهنتون کې د دواړو ډلو ترمنځ خونړی ټکر راشي او ړومبی او وروستی ماوېست پښتون(سيدال سخندان) پر رڼا ورځ په خپلو وينو کې ولمبول شي!

هغو درو واړو ښاغلو،منځلارې ناسيونالېستي ډلې ټپلې او بيا (( افغان ملت)) هم په دې ايډيال  نه باله چې د قبايلي او فيوډالي نظام او په سر سرکې يې د پاچا د تلپاتوالي  پلوي کوله، او دا هغه څه دي چې زموږ افغاني او په تېره پښتني ټولنه يې له پېړيو پېړيو همداسې پښه پرځای ساتلې ده. پوهاندضمير د خپلې خوښې ګوندد ((خلکو دېموکراتيک)) هغه يوازېنی بلونج(بديل)، يا لږ تر لږه غنيمت باله او ويل به يې چې هر وخت يې دواړې ډلې سره بيرته يوځای شوې، پکې به ورګډېږي.

همداسې يو مازيګر سره د استاد تږي په ناستخونه کې پر سياسي شننو او د ګوندونو پر ارزونو اخته وو چې ناببره د کور زنګ را وترنګېده او شېبه پس مې پر زرملوال صاحب سترګې روڼې شوې او په دې توګه يې ما لومړۍ پلا د سيده پېژندنې او هم بنډارۍ وياړ ترلاسه کړ. هغه دسياسي انددود له پلوه نه ښی وو، نه کيڼ، ، سره له دې چې د يوه يوموټي سياسي ګوندپر شتوالي يې ټينګار کاوه، خو بيا يې هم پر شتو ګوندونو زړه اوبه نه څښلې. هغه په ټوله مانايو رښتينی ((ملي- مترقي)) انسان وو او د زړه له کومي د ولس و هېواد د پرمختګ او پرمختيالېوال. له دې کبله يې خبرې پر هرچا ښې لګېدې او ساتونه ساتونه به ورته ټول غوږ غوږ ول. لکه څنګه يې چې ګران دوست غمخور د ژوند ليک په ترځ کې يادونه کړې، د وينااو غږېدا خوږلنی او راکښون يې په دې کې نغښتی وو چې  دډېرو وچو او ترينګلو سياسي سکالوو او ښکالوو (بحثونو) په ترځ ترځ کې يې خورا په زړه پورې ټوکې ټکالې او نکلونه کول او چې به يې وليدل، د ناستو پاستو کسانو زغم ورسره غځونې کړې، نو هله به يې آرې خبرې بيرته راواخېستې او تر بل پړاوه ياپای به يې ورسولې.

ليکنې شننې يې په زړه پورې او دده له ډېرو پخو ازمېښتو او لاسوندو سرچينه اخېسته او ګڼ مينه وال يې درلودل.

 دغه قلمي هڅې يې له هغه راهيسې چې د ګران هېواد پرېښوولو ته اړ  وتلی او تر کاناډارسېدلی وو، د خپل يېبرور ژوندترپايه پر مخ بوتلې او په دې ډول يې دنا رژېدلو سپېڅلو ملي او انساني ارمانونو په غېږ کې يو څه ارامه ساه ورکړه.

څلور کاله له مخه چې پر يوه رسمي ښوونيز يون اوتاوا ته ورغلی وم، له بده مرغه دوه ورځني کارغالي (ورکشاپ ) دومره کابو رانه کړه چې د يو نژدې خپلوان په مرسته يې، تر کلونو کلو نو وروسته د بيا ليدن، او وروستي ليدن په ترځ کې ورسره تېر خواږه يادونه راتاند کړم!

د زرملوال صاحب يادونه دې تلپاتې او اروادې ښاده وي!