په کندهار کې يو بل قومي مشر شهيد کړای شو
17.08.2010 20:07نن سهار9:15 پرمهال د كندهار ولايت د سپين بولدك ولسوالى بازار ته څيرمه د سپين بولدك ولسوالۍ يو تن قومي مشر او د ولسي شوراء غړى حاجي ذكريا خان د يوځاى پرځاى شوي ماين له امله د هېواد دښمنانو په شهادت ورساوه.
په پېښه كي د حاجي ذكريا خان دوه ملګري هر حاجي فضل الله او حاجي عبدالظاهر ټپيان شوي دي چي د هغوى روغتيايې حالت د ډاډ وړ دى.
د كندهار ولايت مقام د قومي مشراو ولسي شوراء غړي حاجي ذكريا خان په مړينه خواشنيي ښودلې ده.
د حاجي ذکريا خان شهادت د هغو په نښه شوو وژنو (Target Killin ) لړۍ ده چې له ډېره راهيسې په پښتنو سيمه کې روانه ده او د ولس مشران يو پر بل پسې وژني.
په کندهار کې د شهيدو قومي مشرانو ليست دلته ولولئ چې د سور غر ورځپاڼې خپور کړی دی.
د کندهار چارواکي وايي چې د كندهار والي د بولدك ولسوالى امنيتي مسؤلينو ته امر وكړى ترڅو د پيښي پلټنه وكړي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.
حاجي ذكريا خان اڅګزى د بولدك ولسوالى د فعاله قومي مشرانو څخه و چې تل دخپل هيواد د سوكالى لپاره نه ستړي كيدونكي هلي ځلي كړي وې.
ټول افغان د افغانستان د غليمانو دا کار غندي او په افغانانو غږ کوي چې د خپلو مشرانو ساتنه وکړي او پرېنږدي چې د غليم دسيسې بريالۍ او افغانان بې مشرانو کړي.
د افغانستان په تاريخ کې د مشرانو دا ډول وژنه بې سارې ده. دې ته ورته وژنو د پښتونخوا قبايلي سيمې هم له قومي مشرانو بې برخې کړې چې په سوونو قومي مشران او مخور په کې د استخباراتي او غليمانه بريدونو په ترڅ کې د اسلام او وطن دښمنانو په شهادت ورسول.