د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان څوک تجزيه کوي؟

ډاکټر نبي مصداق,واشنګتن 17.08.2010 14:42

د افغانستان د تجزيه خوبونه له هغه کاله (1709) چې ميرويس نيکه د صفويانو 150 کلنه اداره په قندهار او بيا هرات کې ختمه کړه، وقتإ فوقتا د غليمانو لخوا،  تر اوس پورې ليدل لري.  د افغانستان په ختيځ کې چې تر کابل او کله کله به تر غزني پورې د مغلو په لاس کې ؤ ، د بايزيد روښان (1525-1585) او د هغه حتی تر لمسي پورې  (16 او 17 پيړيوپوری) د مغلو په مقابل کې ودريدل او د خوشحال خان خټک د دورې جنګونو او مقاومت ته يې دوام ورکړ.  په يو جنګ کې (جون 1630) د د بايزيد روښان لمسي، عبدالقادر،  د پښتنو 11 غټ، قومونه لکه افريدي، اورکزي، بنګښ، مهمند، يوسفزي ، محمدزي، ګيګياڼي، ترکلرزي، بنوڅي، توري او  ځاځي چې شمير يې څلويښت زرو ته رسيدو د پيښور د حملې لپاره را ويستل.  که څه هم هغوي هنوستان د غزنوي محمود او احمد شاه دوراني په شان په دې سل کلن مقاومت کې  ؤ نه نيولوخو مغل دومره په دې اوږدو فرسايشي جنګونو کې ضعيف شول چې انګريزان په أسانې سره تر ډهلي پورې راورسيدل.  په دې وخت کې د افغانستان شمال برخې لکه قندز، تاجقرغان، بلخ او ميمنه کې ازبکسالارې روانه وه ، چې د ګوډ تيمورد بقلياو څځه وو. دا ازبک نشينه برخې د بخارا د اميرانو تر ولکې لاندې وی او مونږ په شمال کې د ازبک واکمنو او يا خلکو له خوا د بخارا د اميرانو په مقابلکې کوم مقاومت نه وينؤ.

  د افغانستان په شمال کې د بخارا واکمني او د ترکمنانو د درو قومونو(دورهيي، سار او سارق) چې تر ميمنې پورې به په چور او چپاول په أسانو راوتل، لوي احمد شاه ختم کړل.  له بده مرغه د افغانستان دا برخې د 19 پيړې په لمړې لسيزه کې چه په افغانستان کې د سلطنت په سر جنګونونه روان وو، بيا د ازبکسالارانو په لاس ورغلې چې هغه امير دوست محمد ځان د دوهمې دورې، د امير د ژوند په ورستيو شپو ورځو کې بيا له مرکز سره ونښلولې. 

زما مطاب له دې لنډ تاريخي پس منظر نه دا دی چې د افغانستان د أزادې لپاره پښتنود خپلو زرهاو ځوانانو وينې قربان کړي او افغانستان يي په خپلو ډغرو کې له صفوي. مغل. انګريز. تزاري او کمونستي روس امپراتوريو نه ږغورلې او اوس هم يواځې د پښتنو يوه کوچنې برخه د نړۍ تر غاښو پورې مسلح ځواکونو سره د 2001 کال نه را پدې خوا په جنګ کې ده، نو څنګه به د اوسنيو غلامانو يوې ډلې ته او يا کوم ملک ته اجازه ورکړي چه په وينو ساتل شوی افغانستان تجزيه کړي؟

د شورويانو د لس کلن تجاوز په ورستيو کالو کې، کله چې ورته څرګنده شوه چې په هيڅ صورت سره افغانستان نشي هزمولی، نو شوراې نظار يي وهڅولو چې د افغانستان شپږ الی اته ولايتونه له تاجګستان سره يوځای کړي او مسعود ته بايد په لوی تاجکستان کې مهمه برخه ورکړ شي.  دا پلان په خپله د شوروي خارجه وزير، اډورډ شاورنيزه په څو مطبوعاتي خبرو کې خبريالانو له لارې اعلان کړو او بيا په تعقيب يي د فرانسې د وخت خارجه وزير هم د شورای نظار لپاره د لوي تاجګستان په جوړيدو خبرې وکړی.  ازبکانو هم دوستم وهڅاوه چې تر خپلې ولکې لاندې دري ولايتونه له ازبکستان سره يوځاې کړي.

 که څه هم د مسعود نيکونه له پار دريا نه راغلي او د کمونستانو له دورې نه را په دېخوا يي ټول دري ژبي تاجکان کړل او هم د دوستم نيکه په 1922 کې د زرهاو تاجکو، ازبکو او ترکمنو په شان چې د لينن له کمو نستانو نه د افغانستان شمال ته پناه راوړه، په افغانستان کې ځای پر خای شوي. خو نه مسعود او نه دوستم وکولای شول چې د افغانستان د تجزيه لپاره يو ګام هم پورته کړي.  دا ولي؟ دا ځکه چی لمړی زه پوره ايمان لرم چې افغانستان د اولياو ملک دی او هر چا چې افغانستان ته خيانت کړی هغه الله پاک په خپله جزا رسولی.  دويم: دافغانستان خلکو په خپل منځ کې داسې جوش خوړلی او افغاني هويت دومره ټينګ شوی چې هيڅ افغاني قوم هم د افغانستان، خدای مکړه، د تجزيه فکر نشي کولای.  د  روسانو او فرانسويانو د تجزيه د ډنډور وهلوو په وخت کې يوه امريکايي انترپولجست بارفيلډ(1988) په پاکستان کې د افغانستان د ټولو برخو د مهاجرو له يوې نمونوي برخې نه پوښتنه وکړه چې دهغو نظر د تجزيه په برخه کې څه دی، هغه وليکل چې د هيڅ قوم خلکو حتی د افغانستان د تجزيه تصور هم نشو کولای. 

په عراق کې هم کله چې امريکايي واکمنو ته څرګنده شوه جې په هيڅ صورت بری يي تر لاسه کيدونکی نه دی نو  ښاغلي جو بايډن د سنا د د بهرنيو اړيکو د کميټې ريس، چې اوس د جمهور ريس اوباما مرستيال دی، د عرق په درې برخې کيدو ټينګار کولو ترڅو سني، شيعه او کردانو نه  درې ملکونه جوړشي چې عراقيانو په غوڅ اکثريت سره دا پلان رد کړی دی.  ا وس په هند کې د امريکی يو پخواني سفير د جو بايډن ناکام پلان د افغانستان لپاره وړاندې کړی دی.  دا سفير نه پوهيږي چې که د پښتنو يو قام يعنې هوتکو، نه داچه د صفويانو150 تسلط نه د  افغانستان لويديځ أذاد کړو، خوهغه امپراتوري يي په خپل ملک يعنې اوسني ايران کې له منځه يوړه او 29 کاله يي هلته حکومت وکړ او افغانستان يي له منځني ختيځ ، قفقاز او عثماني ترکيه سره هم سرحده کړ، او اوس د پښتنو يوه ګوچنې برخه د نهو کالو نه را پديخوا د نيمې وسله والې نړۍ سره په ډغرو کې دی نو څنګه به يو چاته اجازه ورکړي چې زمونږ د افغانستان د ټولو قومونو شريک کور راته وران کړي؟

د افغانستان د تجزيه خيلبافي هغه څوک کوي چې زمونږ له تاريخ او د افغانانو له کلتور نه خبر نه لري.  نن د افغانستان هيڅ ولايت نشته چې هلته په کمه يا زيانه برځه د نورو قومونو او ولايتونو خلک نه وي.  دي خلکو که د  افغانستان په شمال کې دي او که په نورو برخو کې يو له بل سره ودونه کړي، يو د بل ژبې يي زده کړي. په يو جومات کې لمونځونه کوي او په يوه اديره کې خپل مړي خښوي، يعنې ددوی جوړښت دومره کلک او سره نږدې شوی چې دا بې خبره کسان که  روسان، فرانسويان او امريکايان دي حدث يي هم نشي وهلې. هغه څو تنه د پردو ګوډاګيان چې د تجزيه خبرې په اخباراو رسنيو کې را پورته کوي. داسی کسان دي چې افغانستان کې د يوه ملي حکومت په راتلو سره ، د ملي خيانت په تور بايد محاکمه شي او د هر بل ملک په شان،  په جزا ورسيږي.  داسې کسان په ملي سويه د هر قانون له مخې خاينان ګڼل کيږي او بايد محاکمه شي. دوی هم په دې پوهيږي او ځکه هم خپل شخصي خير په دې ګې ويني چې له هغې ورځی نه وږغورل شي چې محاکمې ته به راکش کيږي نو ځکه زمونږ د وطن د غليمانو پلان له پاره دلته او هلته سر راپورته کوي، کله ځانو ته افغانستانيان واي او کله هم د خراسان يا لوي تاجکستان او غزيدلي ازبکستان او داس نورو خبرې کوي.

 د کرزي اوسنی بې واکه حکومت ددې توان نلري چې په ملي سويه داسې قانون پلی کړي چې د افغانستان د مقدساتو پر ضد خاينانه خبروته د پای ټکی کيږدي او مرتکبين يي په جزا ورسيږي.  دا بيچاره حکومت په اتو کالو کې نه دي توانيدلی چې د همدې الپتو د مخنيوي له پاره داسې يو قانون وضعه کړي. هغه قوانين يي چې پر کاعذ ليکلي دي هغه هم د کابل نه بهر عملي کولای نه شي.  ځکه هم وطن ته خاين عناصرو جرۀت پيدا کړی چې ځينوافغانستان ته دښمنو خارجيانو ته په ورنږدې کيدو کې په دې ډول  ببولالو پيل وکړي.

 افغانستان د ټولو افغاني قومونو ګډ کور دي.تقريبأ ټولو د روسانو په مقابل کې داسې جهاد وکړ چې خلفای راشدين ورته رحمت واي.  يو قوم او څو ډلو(چې د بې اتفاقې د منځته راتلو له امله يي نومونه نه اخلم) له هغو سره په ملي سويه زمونږ د افغانستان د متباقي شهيد پرورو خلکو حساب پاتې دی چې انشا الله وخت به يي راشي. همدا خلک دي چې د افغانستان سوکالي، اتحاد او اتفاق يي په سترګو کې اغزی دی.  دوی په خپلې کينې او عداوت سره د پردو خولې خلاصې کړي چې مونږ ته د تعصب او تجزيه نسخې وليکي.

 د افغانستان په معاصر تاريخ او د تيرو درو پيړيو په سياسي او ټولنيزو حالاتو باندې کولای شی ځما کتاب چې روټلج مطبعې يي په لندن او نيويارک کې چاپوي او ژربه پښتو ترجمه يي په افغانستان کې چاپ شي ولولې.  د کتاب عنوان په پښتو: افغانستان سياسي کمزوري او خارجي مداخلې دی.

و من الله توفيق