د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غلام محی الدین زرملوال خواشينوونکې مړينه

د خواشينۍ پيغامونه 15.08.2010 18:47

د غلام محی الدین زرملوال خواشينوونکي مړينه

مرحوم غلام محی الدین زرملوال د تېر نسل د فرهنګیانو د کاروان یو مخکښ له دې نړۍ نه سترګي پټې کړې .

انا لله و انا الیه راجعون

  مرحوم زرملوال د دفتر او ډګر اتل و . ده د ویښ ځلمیانو د غورځنګ د مورچلونو نه نیولې  د شورویانو سره  ضد په فرهنګي جګړه کې د پام وړ رول لوبولی و .

  کله چې افغانستان د سوسیالیزم او دیموکراسی تر نامه لاندې د ناورین سره مخ شو مرحوم زرملوال د خپلو لیکنو له لارې چې په کې ملي جذبات په کافي اندازه محسوسېدل ، افغانان وحدت او سیاسي تشکل لوري ته رابلل .

 مرحوم غلام محی الدین زرملوال جګړه ځپلی او ټپي افغانستان موږ ته پرېښود بې له دې چې پخپل  ژوند کې  د خپل اوږد مهالې مبارزې محصول یعنی  یو سر لوړی ، د ثبات خاوند او خپلواک هېواد  وویني  .

 مرحوم زرملوال د افغانستان د نجات جرګې د موسسانو څخه  و .

د افغانستان د نجات جرګه د لوی څښتن نه استدعا کوي چې نوموړي ته د ده د دیانت او تقوآ په بدل کې اجر اود کورنۍ پاتې غړو ته يې صبر او استقامت ور په برخه کړي .

                                                       د اګست ۱۴

                                                       ۲۰۱۰ م کال

 

                                                 د افغانستان د نجات جرګه