نوی روزونکی او نوې هیلې
14.08.2010 15:36د افغانستان اوسکاټلینډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د انټرکانټینینټل د روانی څلورورڅنۍ(فرسټ کلاس) سیالۍ په ترڅ کښی چی په سکاټلینډ کې روانه ده افغان لوبغاړو په تیره بیا افغان توپ وهونکو دا ثابته کړه چی افغانان په لږ وخت کښی هم د هر راز زدکړو او مهارت حاصلولو وړتیا لری.
څرنګه چی د کرکټ مینوالو ته بهتره معلومه ده چی په جلال آباد، کابل او حتی په سکاټلینډ کښی هم د خراب اوبارانی موسم په وجه افغان لوبغاړی ونتوانیدل چی د سکاټلانډ سیالیو ته بشپړ چمتوالې ونیسی، او د دې خبرې وېره هم موجوده وه چی افغان توپ وهونکی به په بارانی موسم کښی د سکاټلانډ په تیزپیچ د خوځیددونکی پنډوس په مقابل کښې تر ډیره په ویکټ ولاړ پاتی نشی، خو الحمد الله په مجموعی شکل ټولو افغان لوبغاړواوپه تیره بیا افغان توپ وهونکو د ځان څخه په ښه وړتیا ښودلو سره ښه توپ وهونه ترسره او د سکاټلینډ پیاوړی لوبډلې ته یی د ۵۴۵ منډو غټ هدف ور په ګوته کړ چی رسیدل ورته ناشونی بریښی.
پټه دې پاتی نوی د چې د افغان توپ وهونکو په ښه لاسته راوړنه کښی د توپوهنی د نوی روزونکې ښاغلي راشد لطیف همکاري او هلې ځلې د ستا یلو وړدي، نوموړي ولیدل چی د خراب موسم په وجه د لوبغاړوفزیکی تمرین وروسته پاتی دی نو لوبغاړو سره یې په ذهنی تمرین کافی کوښښ وکړ ترڅو توپ وهونکي ذهننآ پیاوړي او د یو نوې عزم سره د سیالۍ ډګر ته وروړاندې کړي، چی دې کار (ذهنی تمرین) تر ډیره د لوبغاړو په ښه توپ وهنه کښی ښه لاسته راوړنه بللی شو.
د کرکټ یو شمیر مینوال د افغان توپ وهونکو تر منځ د ویکټی په سر اوږدو ملګرتیاو خوشبینه کړي او یو ښه لاسته راوړنه یې بولي، دا ځکه چې د کرکټ د پرمختللو لوبډلو د کامیابیو راز د هغوی د توپ وهونکو تر منځ د منډو په ملګرتیا او اعتماد کښی نغښتی دی. نو د ښاغلی راشد لطیف سره د افغان کرکټ په اړه د ډیرو افغانانو هیلې تړلې او هیله مند دي تر څو افغان لوبغاړي هم د نړۍ د نورو پرمختللو لوبغاړو په لست کښی ووینی.
دې کې هیڅ شک نشته چې د افغان ملي لوبډلې په لاسته راوړنو کې د روزونکي راشد لطیف او کبیر خان ډېره ونډه لري خو دا باید هم هېر نکړي چې ملي لوبډله احتیاطې لوبغاړو ته اړتیا لري. نو کرکټ بورډ او د ملي لوبډلې روزونکې باید د دې راروانې ستونزې غم وخوري تر څو په راتلونکې کې دې ستونزې ته لاس او ګریوان پاتې نشي.
د افغان کرکټ د لا پرمختګ په هیله