په برتانيه کې افغانان تشويقوو چې د ملي لوبډلې ملاتړ ته راشي. SAS
14.08.2010 04:53په سکاټلينډ کې د افغان-سکاټلينډ د ټولنې مشر محمد اصف په برتانيه کې په مېشتو افغانانو غږ کړی دی چې د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ د دوه يو ورځنيو لوبو سيل ته دې د افغان لوبډلې لپاره ورشي.
محمد اصف وايي چې افغان لوبډلې تر اوسه ډېره ښه لوبه کړې ده او له څلور ورځنيو لوبو وروسته د سکاټلينډ سره دوه يو ورځنۍ لوبې لري چې په ۱۶م او ۱۷م د سپتمبر به ترسره کېږي.
په سکاټلينډ کې افغان-سکاټلينډ ټولنې هوډ کړی چې د ورغلو ميلمنو سره لوبغالي ته په رسېدو کې مرسته وکړي. د دې ټولنې مشر ټول افغان ته وويل چې د معلوماتو لپاره افغانان کولای شي د دې ټولنې سره اړيکي ونيسي او که له چې سکاټلينډ ته ورورسېږي نو د ترانسپورت غم به یې دوی وکړي او تر لوبغالي به یې ورسوي.
د افغان-سکاټلينډ ټولنې سره په برتانيه کې د کرکټ مينه وال په دې نمرو اړيکي نيولای شي:
۰۷۷۷۹۵۷۳۳۳۱
د برېښليک پته: nmasif@hotmail.com
په پورته انځور کې د لوبې نېټې او پته ليکل شوي دي.