د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټاکنو په کميسيون کې د ټول افغان په شمول ملي ويبپاڼې کتل بند شوي وو

خبري څانګه 10.08.2010 12:23

ټول افغان له باوري سرچينو خبر شوی چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر فضل احمد معنوي د دې کميسيون د کارکونکو پرمخ د ټول افغان، لروبر، او بېنوا په شمول ويبپاڼې کتل بند کړي و.

سرچينه وايي چې معنوي د ټاکنو د خپلواک کميسيون د IT برخې ته امر کړی و چې دا ويبپاڼې د دې کميسيون د کارکونکو پرمخ وتړي. خو له هغې وروسته چې د کميسيون کارکونکو معنوي ته روښانه کړه چې دا خبري ويبپاڼې دي نو بېرته یې د دې کارکونکو پرمخ د دې ويبپاڼو پرانيستل ومنل.

دا معلومه نه ده چې ښاغلي معنوي دا کار د تعصب او که د نورو ملحوظاتو له مخې کړی دی خو د افغانستان د نافذه قوانينو سره (چې ښاغلی معنوي یې پخپله یو وخت د ساتنې دنده لرله) مخالف کار دی او ترې سرغړونه ده.

فضل احمد معنوي چې د پنجشېر دی او د شورای نظار غړی دی په دا ډول کارونو د ټاکنو د خپلواک کميسيون په خپلواکۍ او ناپييلتوب د شک پرده خپروي او دا پوښتنه راپورته کوي چې د معنوي په مشرۍ کې به د ټاکنو کميسيون له تعصبه او درغلۍ پرته ټاکنې ترسره کړي او که څنګه.

دا هم معلومه نه ده چې د دولت په نورو ادارو کې خو به د ملي ويبپاڼو کتونکي د همدې ډول ستونزو سره مخ نه وي.

ټول افغان په هېواد کې د ملي رسنيو هر ډول سانسور غندي او په افغان دولت غږ کوي چې د بيان د ازادۍ مرۍ خپه نه کړي او پرېږدي چې افغانان لکه د نړۍ د نورو ازادو ولسونو په شان له خپلو طبيعي حقوقو ګټه پورته کړي او معلوماتو ته لاس رسی ولري.

که د ټول افغان هر لوستونکی په هېواد کې د دې ويبپاڼې له سانسور څخه خبر وي، ټول افغان سره دې په اړه اړيکې ونيسي.

د ټول افغان د اړيکو برخه