په فیس بوک کې د افغانستان کرکټ بورډ په نوم اکاونټونو چلونکو ته خبرتیا
10.08.2010 09:55د افغانستان کرکټ بورډ خبرتيا
په فیس بوک کې د افغانستان کرکټ بورډ په نوم محترمو د پاڼو چلونکو!
قدرمنو د افغانستان د کرکټ د پرمختګ په ډګر کې مو له همکارۍ یوه نړۍ مننه کوو. د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې پتیلې ده چې په فیس بوک او نورو ویب پاڼو کې د افغانستان کرکټ بورډ په نوم پاڼې او اکاونټونه پرانیزي، ستاسو څخه په ډېر احترام هیله کوو چې د افغانستان کرکټ بورډ په نوم پاڼې بندې یا اکاونټونه بند یا د افغانستان کرکټ بورډ ته وسپارئ.
ستاسو څخه بیا هم موږ یو ځل له زړه له تله مننه کوو او هیله لرو چې د ۱۳۸۹ لمریز کال د وږي د میاشت تر لومړۍ نېټې پورې چې د ۲۰۱۰ زږديز کال د اګست د ۲۳ نېټې سره سمون خوري خپل د افغانستان کرکټ بورډ په نو م اکاونټونه په فیس بوک کې وتړئ یا یې نومونه تبدیل کړئ.
قدرمنو کچېرته تاسو تر یادې شوې نېټې پورې خپل اکاونټونه د افغانستان کرکټ بورډ په نوم تبدیل یا ونه تړئ نو د افغانستان کرکټ بورډ د فیس بوک ادارې ته رسمي شکایت لیک لیږي او هیڅ څوک بیا د شکایت حق نلري.
په درنښت
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو څانګه
۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹
د ټول افغان يادونه: دا خبرپاڼه د افغانستان کرکټ بورډ له خوا ټول افغان ته استول شوې ده او په غوښتنه یې دلته خپرېږي.