د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روژې په میاشت کې د الهی رحمتونو بېلګې

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 10.08.2010 08:50

د انسانیت د ستر لارښود د سپېڅلې وینا سره سم د روژې لمړۍ لس ورځې د رحمت، دوهمې لس ورځې د ګناهونو د بخښنې (مغفرت) او درېمې لس یا نهه ورځې د دوزخ د اور څخه د خلاصون ورځې دی.

راځی د روژې په مبارکه میاشت کې د الهی رحمت روښانه بېلګې په سترګو وګورو.

کله چې الله پاک پخپل بنده رحم وکړی نو دهغه پام خپل لور ته را اړوی، الهی مینه ورپه برخه کوی او پدې ډول ېې د خپلې رضا او د جنت د ښکلو باغیچو څخه برخمن کوی.

که مسلمان د روژې په مبارکه میاشت کې خپلو عباداتو ته ځیر شی، ښایی چې د الهی رحمت بېلګې په سترګو وګوری. د بېلګې په ډول سړی وییلی شی چې لمونځ په هر وخت کې مزه لری خو د روژې په میاشت کې چې لمونځ څومره مزه کوی ښایی چې په نورو وختونو کې ېې ساری ونه لیدل شی. پدې میاشت کې ډیری هغه وګړی چې په نور وخت کې لمونځ نه کوی، په لمانځه راځی. هغه وګړی چې په جماعت لمونځ نه کوی پدې میاشت کې جماعت ته ځی. هغه وګړی چې خپل لمونځ ته ښه پام نه کوی پدې میاشت کې ډېر په پام سره لمونځ کوی. لمونځ هر وخت مسلمان په ډېره مینه کوی خو پدې میاشت کې ېې د مینې کچه دومره لوړېږی چې ډېری وخت په لمونځ نه مړېږی، او داسې انګېری چې تل په لمونځ ولاړ وای، قیام ښه کوی، تلاوت ښه او په غور سره کوی، رکوع او سجده اوږده کوی، قومه او جلسه ښه کوی. پدې میاشت کې مسلمان په دومره مینه د لوی څښتن دربار(مسجد) کې خپله ټنډه په ځمکه ږدی او سجده کوی چې د زړه له کومی دا وایی چې ای خالقه زما ټولې غوښتنې، اړتیاوې، شتمنۍ، نفسانی او ځانی خواهشات ستا د یوې رضا څخه ځار شه، دا ټولې اړتیاوې نه غواړم خو یواځې ستا رضا غواړم، بېشکه ته زما خالق ېې او زه ستا بنده یم، ته هېچا ته اړ نه ېې او زه هروخت تا ته اړ یم، هېڅوک نشی کولی چې زما اړتیاوې راپوره کړی، بس یواځې ته ېې چې زما او د ټولو مخلوقاتو اړتیاوې پوره کولی شې او دا ده رښتینې سجده. د پخوا په پرتله د خپلو جامو پاکوالی ته ډېر پام کوی ځکه چې د زړه له کومې دا منی چې هغه د داسې یو ذات په مخکې درېږی چې هغه ډېر سپېڅلی او پاک ده. لدې کبله پدې مبارکه میاشت کې ډېری وخت مسجدونه دومره ډک وی چې چاته پکې ځای نه پیدا کېږی، په ډېرو مسجدو کې د یو جماعت په ځای څو جماعته کېږی.

هغه مسلمانان چې په نورو وختونو کې د قرآن پاک تلاوت نه کوی پدې میاشت کې تلاوت کوی، هغه چې پخوا ېې تلاوت کاوه پدې میاشت کې ېې د تلاوت اندازه د پخوا په پرتله څو ځله زیاتېږی، څو څو ځله د قرآن پاک ختم کوی.

ډېر مسلمانان د شپې له خوبه پاڅېږی او د تهاجد لمونځونه کوی. د تسبېح لمونځ کوی، د اشراق لمونځ کوی، نفلونه کوی او اعتکاف کوی.

د روژې د لوږې او تندې په پایله کې د لوږې او تندې وهلو بې وزله وګړو له حاله خبرېږی، صدقې ورکوی، خیراتونه کوی او پدې ډول د اسلام د ستر پیغمبر د هغې وینا د ثواب څخه ځان برخمن کوی چې وایی (الله پاک تر هغه وخته په یو چا رحم کوی تر څو چې هغه د الله پاک په مخلوقاتو رحم کوی).

پدې مبارکه میاشت کې د الهی رحمتونو بله بېلګه دا ده چې فرض پکې د نورو وختو په پرتله اویا ځله ډېر ثواب لری، نفل پکې د فرضو په اندازه ثواب لری، د قدر شپه په همدې میاشت کې ده چې د دې شپې عبادت د زرو ۱۰۰۰ میاشتو د عبادت سره برابر ده. قرآن پاک په همدې میاشت او همدې شپه کې نازل شویده چې بشریت ته د غوره انسانیت په لور د الهی سپېڅلو لارښودنو یوه بشپړه ټولګه ده. د انسانیت د ستر لارښود حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سپېڅلی حدیث سره سم ددې میاشتې د لمړی ورځې څخه تر وروستۍ ورځې پورې د ټولو دوزخونو دروازې تړل کېږی چې یوه به هم خلاصه نه وی او د ټولو جنتونو دروازې خلاصېږی چې یوه به ېې هم بنده نه وی، سرکشه شیطانان هم تړل کېږی.

که په لنډو ټکو ووایو نو په لمړیو لس ورځو کې د الله پاک بې پایه رحمتونه په مسلمان او روژه نیونکی باندې کېږی چې ددې رحمتونو په پایله کې ېې ګناهونه بخښل کېږی، بدن ېې د ګناهونو څخه پاکېږی، دا چې جنت ته د تګ لپاره الهی رحم او د ګناه څخه پاکېدل اړین دی نو کله چې ېې بدن د ګناهونو څخه پاک شو، مسلمان د لو څښتن عز وجل د رضاء څخه برخمن او جنت ته ننوځی.

ښایی د همدې الهی بې پایه رحمتونو لامل وی چې زمونږ خوږ بیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم فرمایی چې هلاک دې وی هغه څوک چې د روژې مبارکه میاشت پای ته ورسېږی او هغه پکې له ګناه څخه پاک نشی. الله پاک دې مونږ ته همت راکړی چې په بشپړه مینه ښه روژه ونیسو او پدې ډول خپل ځان د ګناهونو څخه پاک او د الله پاک رضاء لاس ته راوړو.