د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

"ډيورند لاين"

غلام محمد زرملوال 09.08.2010 22:26

ځان به ويښ کړو هرې خوا ته     هرې خواته رقيبان دي

يو پر بل مو سره وژني    وايي خپل يو، غليمان دي

احمدشاه بابا

 "د ١٨٨١ کال په اپريل کې برتانيا له کندهار ووتله. په ١٨٨٠ کې د امير شيرعلي خان د تره زوى، عبدالرحمن خان، په منځنۍ اسيا کې له تبعيد څخه راوګرځېد او ځان يې د کابل امير اعلان کړ... د ١٨٩٣ کال ډيورند لاين د برتانوي هند او افغانستان د سلطنت ترمنځ د نظم او قانون د خوندي ساتلو د مسئوليت زونونه [سيمې]  وو. هغه هېڅکله هم د قانوني نړيوالې پولې په نيت نه وه ښکل شوې. افغانستان پدې توګه، که څه هم هېڅکله داروپايي امپريالي حکومت تر ولکې لاندې نه و، له روسيې سره د يوه حايل په توګه پاتې و." بريتانيکا دايرةالمعارف،  ٢٠١٠ کال  

‘The British finally withdrew from Kandahār in April 1881. In 1880 Abd al-Ramān Khan, a cousin of Shīr ʿAlī, had returned from exile in Central Asia and proclaimed himself emir of Kabul. During the reign of ʿAbd al-Raḥmān, the boundaries of modern Afghanistan were drawn by the British and the Russians. The Durand Line of 1893 divided zones of responsibility for the maintenance of law and order between British India and the kingdom of Afghanistan; it was never intended as a de jure international boundary. Afghanistan, therefore, although never dominated by a European imperial government, became a buffer between tsarist Russia ... Encyclopaedia Britannica 2010

***

"ډيورند لاين" يوه "خيالي کرښه" ده. د کارګر ګوند د بهرنيو چارو وزير، ډېويډ ميلابانډ.

‘Durand Line’ is “An imaginary line” David Milliband – Labour Minister of Foreign Affairs

***

 "ډيورند لاين د افغان او برتانوي چارواکو ترمنځ د نفوذ کرښه وه. د "ډيورند لاين" تړون او ګرد نور رسمي اسناد.

“Durand Line” was a ‘Line of influence’ of the Afghan and British authorities.  ‘Durand Treaty’

***

 

د "ډيورند لاين" تړون په ١٩٩٣ کال پاى ته ورسېد.

The agreement expired in 1993.

***

  "په هغه وخت کې پر دې موافقه شوې وه چې، لکه د هانکانګ پر څېر به، هغه سيمه چې د برتانوي هند شمالي صوبه سرحد په نوم يادېده، بېرته افغانستان ته وسپارل شي. په کابل کې هېڅ حکومت هم ډيورند لاين په رسميت نه و پېژندلى؛ او نه يې پرې د برتانيا او يا بيا وروسته د پاکستان ولکه پېژندلې وه." طارق علي؛ ډېويډ لاين؛ مايکل ګريفين او په زرګونو انلاين اخځونه

 

‘It was agreed at the time that, on the Hong Kong model, after a hundreds years all of what became the North-West Frontier Province of British India would revert to Afghanistan. But no government in Kabul accepted the Durand line any more than they accepted British, or, later, Pakistani, control over the territory.’ Tariq Ali; David Lyon; Michael Griffin, the author of ‘Reaping The Whirlwind’; and thousands of online references.

***

 اوس نو ګرد [تر اويا مليونه زيات] افغان ملت دوه ساده پوښتنې لري:

لومړى: په کومه ګناه زموږ وژنه، چې دوه پېړۍ د مخه په مخامخ او نامخامخ [پراګزي] پيل شوې، لا اوس هم روانه ده؟  ايا موږ په "بشر" کې نه ګڼل کېږو؟؛ او

دويم: ولې زموږ ،کور، ټاټوبى، خاوره او ملت تر پردي اشغال لاندې دي؟

 

د ملتونو او د بېوسه، او يا په شعوري توګه د پرديو په چوپړ کې حاکمانو ترمنځ حساب بېل دى.  د دې وخت رارسېدلى چې د تېرو دوو سوو کلونو په بهير کې د پرنګي پر لاس درول شوي د کرکې څلي ړنګ شي؛  خوارو، وروسته پاتې او د ناپوهۍ په تورتم کې ساتلو ملتونو ته د پر ځان وېساينې، پوهې او ځان پېژندنې امکانات چمتو کړاى شي. ټولو ځانګړو تاريخي ملتونو ـ پنجابي، پښتون، بلوڅ، سندهي ـ ته خپل حقوق، خپلې خاورې او خپلې پولې وسپارلى شي. پدې کې شک نشته چې دا ګرد ملتونه به په بېلابېلو  بڼو پر يوه نغري سره ټولېږي او د يوه بل تر څنګ هوسا ژوند به کوي.

په خپله د ننګياليو افغانانو پر لاس د هغو لاملونو د له منځه وړلو پروسه پيل شوې چې د دوى د وروسته والي لپاره استعمال شوي دي.  افغانانو  ټينګ هوډ کړى چې ترخپل منځ د پرنګي پرلاس کرکجن درول شوى څلي به ړنګوي؛ مغُل رويبار به له منځه باسي؛ پوهنې او تکنالوژۍ ته به لار پرانيزي؛ له ګردې متمدنې نړۍ سره به د دوستۍ او ملګرتيا اړېکي جوړوي؛ او د خپل دود او کلتور د ودې او پراختيا لپاره به نا ستومانه کېدونکي زيار ته ملا تړي.

ان شا الله تعالى

ياربه توفيق!

"چې بې-تا چا ته ټيټ نه شي، ننګيالى زما ژوندون کړه

زړه زما دې مسلمان وي، تفکر مې د پښتون کړه"

غلام محمد زرملوال

***