د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان کرکټ بورډ د کرکټ الف لوبډله جوړوي

کرکټ څانګه 09.08.2010 16:08

د افغانستان د کرکټ بورډ تخنیکي مسؤلین په دې بوخت دي چې څنکه او کله د افغانستان لپاره د الف لوبډله جوړه او اعلان کړي.

د کرکټ بورډ د لوبغاړو د غورواۍ کمیټې مسؤلین وايي چې د الف لوبډلې غوره کولو ته یې تیاری نیولی دی، د کمکي اختر وروسته چې کومې شل اوریزې ولایتي سیالۍ کیږي له هغې وروسته به د الف لوډله غوره کوو، د افغانستان لپاره کورنۍ سیالۍ ډيرې ضروري دي کوم لوبغاړي چې د کرکټ استعداد لري خپله وړتیا پکې ثابتولای شي، دغه د الف لوبډلې لوبغاړي به د ملي لوبډلې لپاره احتیاطي لوبغاړي وي اوس مهال موږ احتیاطي لوبغاړی نلرو.

د کرکټ بورډ د غوره کولو کمیټه وایي چې د لوبغاړو غوره کول به د هغوي د ښې لوبې کولو په اساس وي، د هر لوبغاړي ریکارډ به کتل کیږي، هر لوبغاړي چې ښه توپ وهنه کړي وي او هر لوبغاړي چې ښه توپ اچونه کړي وي د الف لوبډلې ته به غوره کیږي.

د الف لوبډلې غوره کول به څوک کوي؟

کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوۍ لپاره  درې معیارونو  وضعه کړي چې د هغې په اساس د الف لوبډلې لوبغاړي غوره کوي.

لومړی: لوبغاړی باید د ښه سپورتي اخلاقو خاوند وي.

دویم: د ښې لوبې کولو ریکاډ ولري او  په راروانو ولایتي سیالیو کې خپله تکړه والی ثابت کړي.

دریم:  لوبغاړی  باید فیزیکي جوړوالی او ښه والي ولري.

 دغه کمیټه وايي چې هر څه به په شفافیت مخکې بوتلل کیږي، د لوبغاړو غوره کول به د هغوي د استعداد له مخې تر سره کیږي چې په کرکټ څومره پوهیږي او په ټورنمټونو کې یې څنګه لوبه کړې ده..

 د الف لوبډلې دلوبغاړو د غوراوۍ کیمټه وايي چې موږ به په راروانو ولایتي شل اوریزه سیالیو کې ۵۰ ښه لوبغاړي د الف لوبډلې لپاره غوره کوو، له هغې وروسته به دې ۵۰ لوبغاړو ته تمریني کمپونو جوړو، په تمریني کمپونو کې به بیا د الف لوبډلې لپاره ۳۰ لوبغاړي غوره کوو، دا دیرش لوبغاړي به د الف لوبډلې لوبغاړي وي، په مسلسل ډول به ورته تمریني کمپونو د کرکټ بورډ لخوا جوړیږي، دوی به د ملي لوبډلې لپاره احتیاطي( بک اپ وي)، د الف لوبډلې لپاره به د نورو هیوادونو د کلبونو او الف لوبډلو سره کرکټ بورډ سیالۍ جوړوي چې د افغانستان الف لوبډله له دې لارې پیاوړې او مصروفه وساتي.

هر وخت چې الف لوبډله بل هیواد ته د سیالیو لپاره ځي له دې ۳۰ لوبغاړو څخه به ۱۴ لوبغاړي غوره کیږي هغه هم په دې اساس چې په تمریني کمپونو کې ښه ورړتیا وښايي په ۱۴ لوبغاړو کې به نیول کیږي.

دا ۳۰ لوبغاړي به د ملي لوبډلې لپاره احتیاطي لوبغاړي وي، که په ملي لوبډله کې کوم لوبغاړی کمزوری کیږي یا بدني روزنه ته اړتیا ولري هغه به د ملي لوبډلې څخه د الف لوبډلې ته راوړل کیږي، که په الف لوبډله کې کوم لوبغاړی د ملي لوبډلې د لوبغاړو څخه ښه وي او د نورو هیوادونو د کورینو لوبډلو  سره په سیالیو کې لاسته راوړنې ولري نو ملي لوبډلې کې به نیول کیږي.