د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لندن کې، د افغانستان د استقلال په ياد د جشن ځنډَوَل !

سيدجان کارواني 09.08.2010 14:12

ګرانو افغانانو، درنو خويندو او وروڼو،
تر ټولو د مخه د هيواد د ټکڼۍ شويې ازادۍ د سلا متۍ د وياړلو وختونو د خوږو يادونو د نوي کېدو مبارکي درته وايو .
لکه څنګه چې تاسی ګران هيوادوال پوهېږئ، سږکال د ګران افغانستان د ازادۍ يونوييمه ( ۹۱ مه ) کاليزه، ( د زمري د مياشتی اته ويشتمه ( ۲۸ مه ) نېټه، د هيواد د ازادۍ ورځ )، د روژې د مبارکی مياشتی په اوله نيمايي کې راځي .
له دې امله، په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنی وپتييله چې د افغانستان د استقلال په ياد د جشن د همېشنيومعمولو مراسمو خوشالۍ، سندری، سازونه او د افغان ځوانانو مست اتڼونه د روژې د مبارکی مياشتی په احترام د روژې ترپايه وځنډوي .
له لويه خدايه غواړو چې وروسته داسی فرست راته اعطاء کړي چې يوځل بيا تاسو ټولو قدرمنو وطنوالو ته، ستاسو د درنو کورنيو او دوستانو سره يوځای، بلنه درکړو چې د افغانانو د ازادۍ د ياد د جشن قضاء شوي مراسم ، ټول په ګډه، لا درانه او ښکلی سره ترسره کړو .
استقبال ته مو تل له خدايه پوره توفيق غواړو!
په درنښت
سيدجان کارواني
په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو
د ټولنی مشر





West Acton Community Centre
Churchill Gardens,
LONDON W3 0JN
د معلوماتو ټيليفونونه:
020 8993 81 68 او 020 8993 21 29