د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار ولایت چارواکي د دوو قومونو ترمنځ د شخړې په مخنیوي کې پاتې راغلي.

شیرین اغا جهانګیر 08.08.2010 10:34

په ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ په شخړه کې چې د ۱۳۸۹لمریز کال د غبرګولي/جوزا په ۲۲ مه نېټه   رامنځ ته شوه، دواړو قومونو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل .

په دغه شخړه کې چې دننګرهارولایت دروداتو د مزینې اودبهسودو دعرب قوم ترمینځ  د دولتي ځمکو پر سر رامنځ ته شوې وه، په کې څلور تنه مړه، ۲۲ تنه ټپیان او ۹۶ کورونه په پوره ډول سوزیدلي او له منځه تللي دي.

دواړه خواوې ادعا کوي چې د پولیسو په شتون کې دوی ته دغه زیانونه واوښتل او پولیس ونه توانید چې ددغې پېښې مخنیوی وکړي.

دننګرهار ولايت د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي چې دغه شخړه د ننګرهار د بهسودو د عربو قوم او د روداتو د مزینې د خلکو ترمنځ دځمکو دويش پرسر رامنځ شوې وه . نوموړى زياتوي سيمې ته دپوليسو په رسيدوسره نښته پاى ته ورسيده . مګر د پېښې قربانیان بیا په امنیتي ځواکونو تور لږوي چې نه یواځې داچې ددغه پېښې مخنیوی یې ونه کړ، بلکې په قهرېدلو ولسي خلکو يې ډزې وکړې او یاده مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړه.

 

د مزینې د کلي یو تن اوسیدونکی ملک سمیع الله وايي": مونږ د والي په هدایت سیمې ته ورغلي وو. مونږ ته د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي خطونه راکړي چې که مونږ دغه خلک ( عربان ) له دغې سیمې نه پورته نه کړل، نو تاسې ته به خپل حق سپارو. مونږ چې سېمې ته لاړو، پولیسو پر مونږ ډزې وکړې او زمونږ خلک يې مړه او ټپیان کړل".

نوموړی زیاتوي: " مونږ د والي صیب په خولې وژل شوي یو. مونږ عربانو نه یو ویشتلي".

نوموړی وړاندې وايي چې مخکې تردې چې کورونه وسوځول شي، پولیسو پرخلکو ډزې وکړې او ولسي وګړي يې ووژل او تر هغې وروسته د عربانو کورونه وسوځول شول. نوموړی وايي:"  مونږ دغه کورونه نه دي سوځولي، ددې لپاره چې پولیس د خپل جرم د پټولو لپاره لامل پېدا کړي، دغه کورونه يې وسوځول".

ملک سمیع الله ادعا کوي چې په دې پېښه کې ۴ تنه وژل شوي، ۳۵ تنه ټپي شوي او ۶۹ مشران امنیتي چارواکي بندیان کړي وو چې وروسته يې خوشې کړل.

د روداتو ولسوالۍ د زیانو کلي یو تن اوسیدونکی محمد عمر وايي:" حکومت سوله ونه غوښتله. د مزینې په خلکو يې ډزې وکړلې او خلک يې ووژل".

محمد عمر وړاندې وايي:" عربانو پر مونږ د تیګو ګذارونه کول او ویل يې چې دې لور ته مه راځئ! د تیګو په ګذارونو کې خلک زخمیان شول. دې وخت کې د مزینې خلکو هم د تیګو ګذارونه پیل کړل. په دې وخت کې عربانو ډزې وکړې او مزینه وال يې ټپیان کړل".

نوموړی وايي چې څه کسان د عربانو په ډزو کې ووژل شول او دوه کسه مازیګر مهال د پولیسو په ډزو کې ووژل شول.

د عمر سره ولاړ نورو قهریدلو سپین ږیرو وویل": دا زمونږ حق دی. دا خو شل زخمیان دي، که ټول هم پرې مرو نو مونږ د ډاګ پرېښودونکي نه یو".

د ثمرخیلو یو تن اوسېدونکي فرید چې کور يې سوځیدلی وو، وویل:" زه نه پوهیږم چې دا د مزینه والو ځمکه ده او که دولتي. مونږ خپله کوم ځای نلرو چې په کې میشت شو. همدلته مو کورونه جوړ کړي وو او په کې اوسېدو".

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې دا پېښه څنګه رامنځ ته شوه؛ وویل:" مزینه وال راغلل، خپلې خیمې يې ودرولې. مونږ ورته وویل چې خپلې خیمې دلته مه اودروئ. هغوي ونه منل. مونږ ورسره نښته وکړه. کله چې زمونږ شخړه زیاته شوه، دوي غوښتل چې زمونږ کورونه وسوځوي، پولیس راغلل، پر دوي يې ډزې وکړې او په پایله کې يې څو کسه ووژل" .

د ثمرخیلو یو بل تن اوسیدونکی کریم وايي چې د مزینې خلکو غوښتل چې زمونږ کورونه وسوځوي، پولیسو غوښتل چې زمونږ د کورونو د سوځېدو مخنیوی وکړي، پر هغوي يې ډزې وکړې او یاده مرګ ژوبله يې مزینوالو ته واړوله.

د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سمونوال عبدالغفور دا خبره مني چې په دغه پېښه کې د پولیسو په ډزو کې ملکي خلک وژل شوي، مګر وايي چې پولیس دا حق لري چې د خپل ځان څخه دفاع وکړي. هغه وايي:" که چېرې یو قوم په بل قوم متعرض کیږي، د قانون مطابق باید پولیس له هغوي څخه دفاع وکړي. مونږ د قانون په نظر کې نیولو سره د خپل ځان دفاع کوو. که چېرې څوک په خلکو تعرض کوي او یا پر مونږ تعرض کوي، مونږ لومړی هغوي ته اختطار ورکوو. او که ونشو، بیا نو مونږ کولای شو چې د ټوپک له لیارې د هغوي دفاع وکړو " .

د ننګرهار ولایت د کرهڼې او مالدارۍ په ریاست کې د ننګرهار ولایت د ځمکو چارو د تنظیم مدیر حاجي حیاء خان وايي:" دغه ځمکه مطلقه بکر او بایر دولتي ملکیت او دولتي ځمکه ده".

کله مو چې له حاجي حیاء خان څخه پوښتنه وکړه چې د ننګرهار ولایت د کرهڼې ریاست د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه کوم اقدامات کړي او کوم اقدامات په پام کې لري، وویل:" تېر کال مو د دولتي ځمکو د عصب په اړه ۹۲۰۰ مکتوبونه لیکلي دي. مونږ دغه مسئله هم په کې یاده کړېده چې قومونه په ډله ئیزه توګه دولتي ځمکې غصب کوي".

نوموړی وايي چې باید د هستوګنې ښارګوټي په هغو دولتي ځمکو کې پلان شي چې هلته ته د اوبو د سیستم د غزولو هیڅ امکانات نه وي. نومړی وايي چې اوس مهال په زراعتي او شنو ځمکو کې ښارګوټي جوړيږي، چې په دې سره د مملکت زراعت ،اقتصاد او سرسبزۍ ته لویه صدمه واردیږي.

نومړی له امنیتي ځواکونو څخه ګیله کوي چې له دوي سره ددغو خود سریو په مخینوي کې مرسته نکوي. مګر د ننګرهار د امنیه قمندانۍ ویاند؛ سمونوال عبدالغفور داخبره ردوي او وايي:" په ننګرهار کې د دولتي ځمکو غصب ډیر زیات جریان لري. ډیره ځمکه چې دولتي ملکیت دی، د خلکو لخوا عصب شوی دی. ډیر ښه مثال يې د حصارشاهي دښته ده. پولیسو همیشه د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی کړی دی. زمونږ د ۵۰٪ زیات پرسونل د دولتي ځمکو د غصب په مخنیوي کې مصروف دي".

د یادونې وړده چې تردې وړاندې هم د ځمکې د غصب پر سر ورته پېښې رامنځ ته شوې وې چې ګڼ شمیر خلک په کې وژل شوي ول او ددې ترڅنګ په ننګرهار کې په زرګونه هکتاره ځمکې موجودې دي چې قومونه يې د خپلولو هڅه لري او دولت هم په دغو ځمکو کې د ټولنیزو پروژو له جوړولو نه پاتې راغلی. که چیړې د کرهڼې او مالدارۍ وزارت او دولتي چارواکي په دې اړه جدي اقدامات ونکړي، نه یواځې داچې دولتي ځمکې به د غاصبینو له لوري په پرلپسې توګه عصب شي، بلکه ددغو خود سریو لمنه به دومره پراخه شي چې دولت به بیا په دې ونه توانیږي چې مخه يې ونیسي او د ولسونو ترمنځ به زیاتې شخړې وزیږوي.