د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوګر په ولایت کې د انټر کلب ټورنمټ له څو ورځو دوام لري

کرکټ څانګه 05.08.2010 12:05

د لوګر په ولایت کې د انټر کلب  کرکټ په نوم جام کې ۱۰ لوبډلې په دووو ګروپونو کې لوبې کوي، دغه کپ چې د نورو ولایتونو د سیالیو په څېر سیلابونو ځنډولې نن یې بیا لوبې پېل کړې.

د انټر کلب جام په سیالیو کې د الف د ګروپ لوبې پای ته رسیدلي چې اتل او ده نو لوبډلې به یې  څو ورځو کې نیمه پایلې سیالۍ تر سره کړي.

په لوګر کې د افغانستان د کرکټ بورډ استازی شاپور احمدزی وايي چې اورښتونو مو لوبې درولې وي خو نن يې بیا پیل کو، ښاغلی وايي چې د انټر کلب ټورنمټ پایلوبې به د زمري په ۱۹ نېټه تر سره کیږي.

 

د انټر کلب په جام کې ګډونکوونکې لوبډلې په لاندې ډول دي:

الف ګروپ لوبډلې : زاهد اباد، احمدزی سټار، اتل، البدر او ده نو.

ب ګروپ لوبډلې  : الوزی، سټار۱۱، پادخواب، پل کنداري او احمدزی ۱۱.

په دې ټورنمټ کې نن د ب ګروپ دوه لوبډلې پل کنداري او سټار ۱۱ سیالۍ کوي.