د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان ملي لوبډله نن سهار ۸:۰۰ بجې سکاټلینډ ته ورسیده

کرکټ څانګه 05.08.2010 11:54

د افغانستان ملي لوبډله نن سهار د انټرکانټینټل جام سیالو ته سکاټلینډ ته ورسیده، د سکاټلینډ سره د افغانستان لومړۍ څلور ورځینۍ سیالۍ د اګست په ۱۱ پېل کیږي چې د اګست د ۱۴ نېټې پورې به دوام ولري.

پرون د کابل په هوائي دګر کې  چارواکو د ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی، سمیع الله شینواری، میرویس اشرف او عبدالله مزاري  ته د سکاټلینډ د تلو ایجازه نه ده ورکړې، د هوائي ډګر چارواکي وايي چې نوموړو د بهرنیو چارو له وزارت څخه د خروج ټاپه نه و لږولې نو ځکه مو د سفر ایجازه نه ده ورکړي.

پاتې لوبغاړي او د لوبډلې مدیر به نن سکاټلینډ ته روانیږي چې سبا سهار ۸:۰۰ بجې به سکاټلینډ ته ورسیږي.

د لوبدلې سره د ملي لوبډلې روزونکي کبیر خان او راشد لطیف ملګري دي او په پلان کې لري چې د ۱۱ اګست پورې  په سکاټلینډ کې  لوبغاړو ته د تمرینونو کمپ جوړ کړي.