د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ۱۱ د ګست افغانستان د انټرکانټینټل کرکټ په جام کې څلورمه سیالي کوي

کرکټ څانګه 05.08.2010 04:49

افغان ملي لوبډله سکالینډ ته له تګ مخکې

  د افغانستا ن ملي لوبډله د انټر کانټینټل کرکټ جام د سیالیو په پړوا کې څلورم ځل سیالیو لپاره نن سکاټلینډ ته روانه شوه، لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي يې  د اګست له ۱۱ څخه  تر ۱۴ اګست پورې  دوام کوي  چې خورا ارزښتناکه ده، دوه نورې یو ورځینۍ سیالۍ یې په ۱۶ او ۱۷ اګست د همدې هیوار سره دي.

 

د انترکانټینټل کرکټ سیالیو ته د لومړۍ کچې یا فرسټ کلاس سیالۍ هم وايي، افغانستان په دې سیالیو کې اوس مهال دویم مقام لري.

 افغانستان تر اوسه د کانټینټل په سیالیو کې ۴ فرسټ کلاس څلور ورځینۍ لوبې کړي چې ۳ يې  له

 ( هالینډ،ایرلینډ، کانادا) څخه ګټلي او یوه یې د زمبوابی سره مساوي کړې ده.

 د انټرکانټینټل په سیالیو کې  افغانستان ۵۷ او سکاټلینډ ۶۹  او زمبوابی ۴۳پوانټونه لري. افغانستان، سکاټلینډ او زمبوابی د دې جام پایلو ته نوماند دي

د انټرکانټینټل په جام کې د نورو هیوادونو د پوانټونو جدول په لاندې ډول دی:

     

افغانستان څلور لوبې کړي، پنځمه یې د اګست په یولسمه له سکاټلیند  سره او شپږمه يې سیالي یې د کینیا سره په ۲ د اکتوبر ده.

 

دانترکانتننټل سيالي په ۲۰۰۹ کال کې پيل شوې او د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې به پای ته رسيږي چې پايلوبه به یې د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې ترسره کېږي.

د انټر کانټینټل سیالۍ دکرکټ نړیوالې شورا لخوا اداره کیږي ، دغه سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ د پرمختګ په موخه په ۲۰۰۴ز کال کې په لاره اچولي، په دې سیالیو کې هغه هیوادونو چې د کرکټ د نړیوالې شورا په دویمه او دریمه ګټګورۍ کې ثبت دي څلور ورځینۍ لوبې کوي.