په کندهار کې دولت د مخالفينو د وژلو او وسلو نيولو دعوه کوي
04.08.2010 23:43ارغنداب:
تيره ورځ 5 بجې د ارغنداب ولسوالى د نسواريانو په سيمه كي دملي اردو ، ملي پوليسو او آيساف ځواكو د ګډو پلټنيزو تصفيوي عملياتو په ترڅ كي د حاجي ملا مسافر په نوم دمخالفينو د يوې ډلي يو تن وژل شوى او يو تن ټپي شوى دى او همدرانګه تيره ورځ د ارغنداب ولسوالى د كښته خسرو په سيمه كي دوسله والي نښتي پرمهال څلور تنه د دولت ضد مخالفين وژل شوي او درې تنه زخميان شويدي، د کندهار ولايت څخه ټول افغان ته په يوه رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي دي.
ژړۍ:
خبر پاڼه زياتوي چې تيره ورځ سهار 6:00 بجې د ژړۍ ولسوالى د عاشقو په سيمه كي د آيساف ځواكونو او ملي پوليسو پرګډه ګزمه باندي د وسله والو له لوري بريد شوى. د کندهار ولايت دعوه کوي چې په دې بريد کې پخپله مخالفينو دوه وسلوال له لاسه ورکړي دي او ملي پوليسو د وژل شوو مخالفينو جسدونه ژړۍ ولسوالى ته وړي دي.
پخپله د کندهار ښار:
د کندهار چارواکي زياتوي چې پخپله د کندهار ښار په زړه کې یې د ۱۳مې حوزې په مربوطاتو کې تيره ورځ تر غرمې مخكي د 10:00 بجو پرمهال وسلې نيولي دي [ې دوه ميله كلاشنكوفونه، پنځه قبضې لاسي بمونه او پټاقۍ په کې شامل دي. چارواکي وايي چې يو ماين یې هم کشف کړی او شنډ کړی دی. د بې قانونه وسلو به تور څوک نه دي نيول شوي.
د وسلو د نيول په ارتباط چارواکي وايي چې پرون یې ښار د 16 حوزې په مربوطاتو كي د تلاشي پر مهال په يوه زرنج موټرسايكل كي شپږ عدده سرګلولې د يو تن مشكوك سره يو ځاى نيولي او د همدې پيښې په تعقيب يې د هغې ساحې څخه دوه ميله كلاشنكوفونه او لس عدده شاجورونه لاسته راوړي او نيول سوى مشكوك كس علي محمد د مخالفو وسلوالو سره د همكاري په جرم اعتراف كړى.
دې ته ورته په يوه بله تلاشي کې دولت دعوه لري چې تېره ورځ یې د ښار د څلورمي حوزې د خواجك بابا په سيمه كي د سړك د غاړي په يوه كډه كي اته فيره د هاوان مرمى د سرګلولو سره يوځاى د پوليسو له لوري كشف او شنډې کړي دي.
ميوند:
د کندهار چارواکي زياتوي چې د ميوند ولسوالۍ د یوې طبيعې پېښې شاهده وه او وايي چې تيره ورځ 12:00 بجې د ميوند ولسوالى د باچا آغا د تيلو د پمپ سره د يوه ټيلر او ټكسي د ټكر په يايله كي يو تن د ټيلر موټروان او درې تنه د ټكسي سپرلي وژل شويدي.مير پيښو مخه نيول سوې ده او مخالفينو ته يې درانه تلفات ور اړولي دي.
پورته معلومات د کندهار د چارواکو له خوا په یوه خپره شوي خبرپاڼه کې خپاره شوي دي او ناپييلو سرچينو له خوا یې په اړه ټول افغان ته څه نه دي ويل شوي.