د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پکتیا د سولې د جام د نن سیالۍ لوبه تاند سهار وګټله

کرکټ څانګه 04.08.2010 00:14

 

په پکتیا کې د سولې د کرکټ د ټورنمټ ننۍ سیالي د (د) په ګروپ کې تاند سهر لوبډلې په ۸ ویکټو وګټله، د افغانستان په وخت نن ماسپښین ۳:۰۰ بجې  لوبڅار پچه هوا ته چګه کړه، د سولې د کرکټ د ټورنمټ د (د) ګروپ تاند سهر او زمزم لوبډلو کپتانان د لوبڅار تر څنګ ولاړ و چې پچه به څوک ګټي، پچه ځمکې ته د رسیدو سره د زمزم لوبډلې وګټله.

زمزم لوبډلې توپ وهنه غوره کړه او د ټولو لوبغاړو په سوزیدلو يي په ۱۲ اورونو کې ۱۰۴ منډې هدف تاند سهر ته وټاکه.

د لږې دمې وروسته د تاند سهر ، لوبغاړو په توپ وهنه پېل وکړ، ۱۰ اور روان و ۱۰۳ منډې وي چې د تاند سهر لوبغاړي اسد الله خان شپږیزه ووهله او د نن سیالي یې خپله کړه.

د تاند سهر لوبډلې په ننۍ سیالۍ کې ۲ لوبغاړي د لاسه ورکړي و چې له زمزم لوبډلې يې سیالي وګټله، په پکتیا کې د کرکټ بورډ مسؤل حضرت ولي وايي چې تاند سهر لوبډلې ځان  د سولې د کرکټ د ټورنمټ جام وړولو ته نوماند کړی دی،

د نن سیالۍ غوره لوبغاړی د تاند د لوبډلې اسدالله خان شو چې ۵۵ منډې جوړې کړي او د لوبې تر پایه ونه سوزید.