د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انټرکانټننټل لوبو لپاره ملي لوبډله نن سکاټلينډ ته روانېږي

کرکټ څانګه 04.08.2010 00:06

ملي لوبډله نن (چارشنبه( مازیګر د کابل له هوائي ډګر څخه دوبۍ ته په صافي الوتکه او له دوبۍ څخه سکاټلینډ ته په برټش ايرويز کې سفر کوي.

د کرکت بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري د کرکټ بورډ لپاره نوي قوانين جوړ کړي چې یوه ماده يې د کرکټ بورډ په چارواکو په رسمي سفرونو کې د بندېز لګول دي. دا لومړی ځل دی چې د کرکټ بورډ له ادارې لخوا داسې یوه قانون پلي کیږي. سبا ته به سکاټلینډ ته ۱۴ د ملي لوبډلې لوبغاړي، دوه روزونکي، ویدیو څیړونکی، ډاکټر او د ملي لوبډلې مدیر سفر کوي.

د دې سیالیو لپاره ۱۵ لوبغاړي غوره شوي و چې ایریلینډ ته سفر وکړي خو د انګلستان سفارت ۱۴ لوبغاړو ته ویزې ورکړي او د خالقداد نوري د ویزې کار لا په جریان کې دی.

د ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی وایي چې د منتظرو لوبغاړو څخه مو د عزت الله دولتزي د ویزې چارې هم روانې کړي دي چې که کوم لوبغاړی ټپي شي نو یو لوبغاړی به سکاټلینډ ته د لیږولو لپاره تیار وي.

د افغانستان لومړۍ څلور ورځینۍ سیالي د سکاټلینډ سره په ۱۱ د اګست پیل کیږي او تر ۱۴ د اګست پورې دوام کوي، دوه یوې ورځینۍ سیالۍ یې په ۱۶ او ۱۷ د همدې هیواد سره دي.

ملي لوبډله به د سیالیو له پای وروسته په ۱۹ د اګست هیواد ته راستنیږي.

د ټول افغان د معلوماتو له مخې خالقداد نوري پخوا په برتانيه کې اوسېدلی او بېرته ترې هېواد ته راستون شوی دی. امکان لري همدا لامل وي چې برتانيې نوموړي ته ويزه نه وي ورکړي.