د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو ځانګړى تورى

عبدالجبار كاكړ 03.08.2010 23:46

چاې پلوو د مخه پورته نه كړى
پښتو لاهسى بكره پرته ده

دوى درې اونى په ورځپاڼه كښې موږ د پوښتنه راپورته كړى وه چې دا رښتيا دى چې پښتو د څو ژبو مور ده او دا چې پښتو د نړۍ د پخوانى ژبو څخه يوه ده چې دوو زره څخه هم زياته عمر لرى خو داخبره هغه وخت موږ سپنوى شو چې كله موږ په خپله ژبه كښې بنسټيزه پلټنه او(RESEARCH)وكړو بيا به موږ په دى اړه څه ويلې شوى خو دبده مرغه موږ دخپلې ژبى پښتو دپاره په سلوكښې يوه برخه هم كار نه دى كړى خو په تېرو وختو كښې د يوه نامتو ليكوال او ژبى شنونكى نوم اخستى شو چې هغه تر خپله وسه دومره كار كړى دى چې موږ ويلې شوى چې دا هم يو لوئى غنيمت دى دا سړى ارواښاد د علامه عبدالځى حبيبى دى خو د بده مرغه د افغانستان د وخت حكمرانانو و علامه ته او ددوى دپائى ليكوالانو او شنونكو ته هغه آسانتياوى ورنه كړى چې دوى د هغه كار مخ په وړاندى وړى وى خو تر ټولو لويه خواښنونكې خبره لاداهم ده چې د علامه عبدالځى حبيبى د وخت نور علامه ګان ونه توانيدو چې دوى خپل د هغه ليكل شوى كتابو چاپ كړى ځكه چې اوس هم د يو شمير ليكوالانو كتابونه هم داسې په چاپه پاته دى كه څه هم په دا اوسينو څو كلو كښې ځينې كتابونه چاپ شوى دى چې د كابو يو لوئى شمير اوس د پښتنو په لاس كښې دى موږ په پښتو كښې د سعدى او خيام او د انګريزى شكپئر وارو ليكوالان اود لوړى كچى رڼ انده او شاعران او شنونكى لرو خو زموږ د ټولو بدمرغى داده چې موږ خپل د هغه وراثت او پاته نه د راټوله كړى او كتابى بڼه مې نه د وركړى خو نورو د خپلې ژبى هر څه راټول كړى او هغه ته د كتاب بڼه وركړى كه څه هم د دوى سره د حكومت مرسته ورسره وه او ده او پښتانه ليكوال شنونكى او نور ددې آسانتياو څخه بې برخى پخوا هم پاته شوى او اوس هم پاته دى ددې سره سره چې پښتانه افغانان داوه لرى چې د دوى مركز افغانستان دى دانه چې د هغه مركز د سره څخه څه نه دى كړى خو دومره څه ې نه دى چې څومره كول په كار وو په كاردې چې د افغانستان د پښتو په ګډون د ټولو ژبو د چيړنو يو مركز جوړ شى او د پښتو دپاره چې كوم مركز جوړيږى په هغه كښې د كرغړنى كرښې ودى خواته و لوړ پوړو ليكوالانو او شنونكو ته هم برخه وركول شى په تېرو مياشتو كښې په كابل كښې د يوه مركز اعلان وشو چې د لربر څخه پښتو ليكوالانو او شنونكو ګډون هم پكښې كړى وو او ډېرى لوئى اواځى ې هم پورته شوى خو د څو مياشتو د تېريدو وروسته په دى اړه څه نه دى اوريدل شوى لكه د سره څخه چې څه نه ووشوى..؟

خبره د خوشحال بابا د شعر پيل شوى وه نو بيرته و خپلې خبرو ته راځو زه څو واره د كوئټى د ملګرو ليكوال و غونډى ته ورغلى وم چې و ګورم چې دوى خپل د هغه بهير څنګه و مخ ته وړى دوى چې د پنځلو څخه تر شلو پورى وو هر يوه خپل خپل شعرو اوروى او لكه څنګه چې مشاعرو كښې ليدل كيږى واه واه ارشاد ارشاد يوواربيا هم د هغه غبرګون په هر غونډه كښې ما وليدى زه هم د دوى په مينځ كښې ناست وم چې كله وار ماته راووتى نو ماته هم وويل شو چې څه واروروم ما ورته وويل چې زه خو شاعر نه يم نو زه څه ووايم داتاسى چې څه كوى د هغه خو شاعران كولى شى خو د دوى ې كورودان ماته وويل چې څه خوو وايه ما هم د لوئى څښتن(ج) د نامه څخه خپله خبره پيل كړه او وموويل چې شاعرى په يوه ژبه كښې ډېر لوئى ارزښت لرى خو پښتو كښې شاعرى دومره ډېره ده چې د پښتو نور پرمختيائى كارونه پاته دى نو ځكه چې پښتو په نورو څانګو كښې دومره پرمختيا نه د كړى په كاردې چې موږ اوس ودى خواته چې د پښتو ژبى شتنه هم پكښې راځى ودى ته پاملرنه وكړو او بيا مې د لوئى خوشحال بابا د پورتني شعر حواله مې ورته وړاندى كړه او په دى ترڅ كښې ما ورته وويل كه په نورو نړۍ والو ژبو سره پښتو ژبه پرتله شى نو يو شمير تورې دى چې په دواړو ژبو كښې ګډ او مشترك دى كه په دى كارو كړونو به ودى ځائى ته ورسيږى چې رښتيا هم پښتو د ډېر و ژبو مور ده او ما دهغه دانګريزى اواردوژبى ګډ تورى وړاندى كړو.

۱..ديوال ،ديوار، وال WALL ۲..نوم، نام نيمNAME ۳.. ياغى، باغى، دور، دور ۴..خوشى، خوشى ۵..خپه، خفه ۶.. ډوب، ډوب ۷..ښادى، شادى ۸..سوارلى، سوارى ۹..په كسته ، قصدا ۱۰..مخور، مغير ۱۱..هيڅ، هيچ ۱۲..سادار، ساده ۱۳..سوب، سبب ۱۴.. كنډوالى، كهنډرات ۱۵..شمير، شمار ۱۶..ځوان، جوان ۱۷..نغدى، نغذى ۱۸.. وازه، واضع ۱۹.. الكار، اهل كار ۱۹..هوار، هموار ۲۰.. سورى، سوراخ ۲۱.. ښار، شهر ۲۲..تلل، تول ۲۳..بيځايه، بى جا ۲۴..سپكوالى. سپكى ۲۵.. بيبان، بيابان ۲۶..فلانكى، فلانا ۲۷..علامى، علامات ۲۸.. خواست، درخواست

داسې كه موږ يو شمير تورى په اردو ژبه كښې ولټو وياې په بله ژبه كښې و ګورونو داخبره به څرګنده شى چې هوپښتو د ډېرو ژبو مور ده خو د بده مرغه يو خو موږ په خپله ژبه كار نه دى كړى بله دا چې د پښتو ژبى سرپرستى د يوه دولت لخوا نه د شوى بلكى د پښتو د ګډه ولو دپاره د بيلو بيلو لارو كه هغه خپل دى كه پريدى په لويه كچه كار شوى او كيږى پښتنو رڼ اندو ته په كاردې چې نه يواځى د هغه لاسونه غوڅ كړى بلكې د خپلې ژبى د پلټنى (RESEARCH) او نورې پرمختيا دپاره په هلو ځلو لاس پورى كړى.

بيا څو ورځى وروسته يو ملګرى د هغه د انګريزى او پښتو ګډ تورى راكړى او ماته راكړو چې هغه دادې نوى NEW لكه LIKE درې THREE نوم NAME داود DAVID نهه NINE هسك SKY نټه NOTپلن PLANE دوئى THEY يم AMوار WARآګى EGGهوكى OK.
دا خو يواځى يو څو تورى دى چې په لږ هلو ځلو د پښتو او انګريزى يو بل ته د ورته والى د څرګندولو دپاره را ټول شوى دى كه بشپړه پلټنه وكول شى چې بې شميره داسې يو بل ته ورته تورې به را واستل شى خو د بده مرغه په دى اړه موږ څه كارنه دى كړى زه پخپله په دى اړه ډېر باورى يم چې په رښتيا هم پښتو د يو شمير ژبو مور ده كه پښتانه هڅى وكړى نو داخبره به سپنه هم كړى په كاردې چې موږ ودى خواته هم پاملرنه وكړو نن چې نه يواځى نړۍ وال په زياته بيا زموږ ګاونډيان د پښتانه څخه كركه كوى بلكې دا هڅې هم كوى چې پښتو ورو ورو داسې بڼه خپله كړى چې خپل سوچه والى دلاسه وركړى چې يا خو د پارسو په رنګ شى يا بيا د بې وطنه ژبه اردو ځينې جوړشى اوددې دپاره د ډېره وخته څخه كار روان دى خو بده مرغه خپل پښتانه په پوهى او ناپوهى دا كار ورته كوى پښتانه په كاردې چې د شف شف په ځائى شفتالو ووا ئې چې ايران او پاكستان دواړه په دى په يوه خولى دى ايرانيان چې ژبه ې پارسى ده دوى د نورو لږكيو لكه بلوڅان د دوى ژبى بلوڅى ته يو ډول ارزښت نه وركوى دوه كاله د مخه چې كله موږ ايران ته تللې وو په زاهدان كښې د سيستان او بلوچستان په پوهنتون كښې ميلمانه وو د ډوډى وروسته د پوهنتون د مشر سره موږ جلا ناسته وه زموږ د ملګرو څخه ځينى بلوڅو دا پوښتنه د مسئول كسانو څخه پوښتنه وكړه چې په ايران كښې د بلوڅى ژبى څومره پرمختيا شوى ده باور وركړى چې ددې خبرى جواب د چارواكو سره نه وو او ډول كركه ې د موږ څخه وشوه خو د پوښتنې جواب وركول ضرورى وو دوى وويل چې څومياشتى وروسته دوى په بلوڅى ژبه نړۍ وال كانفرنس كوى خاورى كوى زه دا باور لرم چې د پاكستان وارو به ايران هم د پارسى په چپه بله ژبه وارو به ايران هم د پارسى په چپه بله ژبه په ښوونځيو كښې نه ايله كوى..

د بده مرغه په پښتو كښې هم په ډېره پوهنه داهڅى كيږى چې د پښتو ځانګړى ټكى لكه څ.ځ،ټ،ډ،ر، ښ، ږ، ڼ، چې په پارسو اواردو كښې نشته او دا يواځى د پښتو ځانګړتيا ده د هغه د مينځ څخه يو ډول ختم شى بيا به د پښتو شكاركول دوى ته آسانه وى نو ځكه چې موږ د لر او بر د ليكوالانو څخه دا خواست كوو چې دوى دى د پښتو د ځانګړو ټكو د بدلولو په كلكه مخ نوى كوى په لهجه كښې چې هغه څنګه هم ادا كيږى پښتون په كاردې چې په ښ و ليكل شى نه په خ (پختون) داسې ليكنه بشپړه بيځايه ده بلكې دا د هغه چا ملاتړ كول دى څوك چې د پښتو ځانګړتيا ختم كول غواړى هم دا ډول په كاردې چې ږ كله هم په ګ ونه ليكل شى نه ټ په ت وليكل شى كه تكنيكل بلكې ټيكنيكل وليكل شى.

خبره و بلې خواته ولاړه كه زموږ ليكوالان رڼ انده او پوهان لږ پاملرنه و خپلې ژبى ته واړوى نو به ډېر څه ترلاسه كړى خو د بده مرغه موږ هر څه د شاعر په غاړه اچولى دى لكه موږ چې يو سپين بګړى وينو چې دا ملا دى او د دين په ټولو چارو خبر دى هم داسې چې موږ د پښتو ژبى د يوه شاعر شاعرى واورو موږ دا اټكل كوو چې دابه د پښتو په اړه هر څه زده كړى لرى خو نه هر سپين بګړى ملاوى نه پوه بلكى په زرو كښې يو ملابه يو دينى عالم وى چې د اسلام په ټولو چارو خبروى هم دا ډول نه دى په كار چې موږ د پښتو د پرمختيا چارى په شاعر ورواچوو بلكې په كاردې چې د پښتنو پوهان عالمان او رڼ انده د هغه چارى په مخه واخلى او په ټوله نړۍ كښې پښتو د نورو ژبو د مخ په ليكو كښې ودروى پاملرنه ورته وكړى .