د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عمر اوسط

محمد نعمان دوست 03.08.2010 15:25

هر سهار د هغو دوکانونو مخې ته تېرېږم چې له مرمرينو ډبرو د قبرونو شناختې جوړوي .

شناخته جوړونکي ډېر مصروف وي ، څوک په شناخته ليک کوي ، چا سره برقي وړې الې وي او دقلم خطونه تازه کوي او چا سره مويک وي ، نوشتې رنګه کوي .

په شناختو د شهيد کلمه په سره رنګ ليکل شوي وي ، ژر توجه جلبوي. زه هم د دغې کلمې په ليدلو شناختې ته تم شم او ژوند ليک يې لولم.

دې شناختو په پخوانيو احصايو بې باوره کړى يم ، موږ جغرافيه کې د خپل ولس د عمراوسط له ٤٠ لوړ لوستى و .
خو دا غلطه ده ، يوه لويه تېروتنه ده ، لاړ شئ د قبرونو لوحې وګورئ !!.

هلته د هيڅ شهيد عمر له ٣٠ لوړ نه دى . هلته ليکل شوي : شهيد ... چې د ١٨ کلنۍ په عمر په يوه چاودنه کې ووژل شو .
شهيد ... چې د ١٢ کلنۍ په عمر په هوايي بريد کې ووژل شو .

او شهيد فلانى چې په .......

د نفوسو د منځني عمر احصايه غلطه ده ، دلته څوک تر ٣٠ کلنۍ هم نه رسېږي.