تعلیم الاسلام - دیني ښوونې
17.03.2005 03:00تعلیم اسلام چې دهندوستان دپیاوړي عالم او مفتي مولانا کفایت الله (ر ح ) اثردی په دې وروستیو کې ځوان لیکوال او د داردالعلوم حقانیه ( اکوړه خټک ) استاد مفتي حبیب الله قاسمي په پښتو ژباړلی او نفیس خپرندویې علمي ټولنې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ او خپورکړی دی .
دکتاب په پیل کې دخپرندویې ټولنې یادښت او ور پسې ژباړن دژباړې دارزښت او ددغه کتاب په اړه خپل یادښت لیکلی .
کتاب ټول ۲۶۴ مخه لري ، په څلورو برخو وېشل شوی او ټول ۶۲ سرلیکونه لري ، چې لوستل یې دهر عمر څښتن په تېره نویو څوانانو ته ډېر ګټور دي .
یادونه : انشا اً لله ډېر ژ ر به دغه ګټور دیني کتاب د ټول افغان دکتابتون له لارې پر لیکه شي .