د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پکتیا کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د سولې په نامه سيالي ترسره کېږي

کرکټ څانګه 02.08.2010 22:25

د افغانستان کرکټ بورډ ټول افغان ته وويل چې د کورني کرکټ د پياوړې کولو په ترڅ کې یې د  ګردیز په ښار کې د سهر سپورتي ټولنې لخوا د افغانستان د کرکټ بورډ په همکارۍ د کرکټ د سولې په نوم  سيالي په لار اچولې ده چې ځانګړي موخه یې په هیواد کې سوله او ارامي غوښتل دي.

د سهر کلتوري، فرهنګې او سپورتي ټولنې غړي ګل کریم سهر د سولې د کرکټ د سیالو د جام په جوړولو ډیر خوښ دی، سهر وایي چې په هر کال کې د سهر ټولنه د کرکټ درې سيالي جوړول په پام کې لري، د سهر د ټولنې په سپورتي اساسنامه کې باید د کرکټ سيالي د هیواد د ملي شخصیتونو به نوم ونومول شي خو په دې وخت کې د ټولنې ټولو غړو نظرونه وړاندې کړل چې هیواد په دې ورځو کې د سولې درملو ته اړتیا لري همدا لامل و چې دغه جام مو د سولې د کرکټ جام په نامه ونوماوه.

سهر وایې (( ځوانان د دواړو خواوو  کورنيو جګړو او خپلو منځو تاو تریخوالي ښکار کیږي، دغه پکتیا په زړه کې د سولې د کرکټ د سیالیو ټورنمټ همدا یوه موخه ده چې په هیواد کې سوله غواړو، نور ښکلي ځوانان په اورونو کې وژل نه غواړو، راځﺉ چې د هیواد په ګوډ ګوډ کې د سولې پیغام خپور کړو، راځﺉ چې د سولې لاسونه ورکړو)).

سهر وايي چې په هیواد کې پکتیا او ننګرهار د کرکټ د پرمختګ زانګو ده خو ګيله یې وکړه چې ((د کرکټ سټډیم څه چې د کرکټ لوبغالی هم نه لرو)). نوموړی زياتوي چې د کرکټ د پرمختګ په وړاړندې دا لویه ستونزه ده، د هیواد سوداګر او چارواکو څخه د دې ستونزې د حل کولو لپاره جدي پاملرنه غواړم.

څو ورځې مخکې د پکتیا په ولایت کې ولسې جرګې ته نوماندې او د سهر د ټولنې غړې  شریفې زرمتۍ د مالي وزیر او د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخیلوال سره ژمنه کړي چې د یو لوبغالي جوړو ته په پکتیا کې تیاره ده.

د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري په پکتيا کې د کرکټ بورډ د استازي سره اړیکې نیولي چې د سولې د جام د سیالیو ګدونکونکو لوبډلو ته چې ۳۲ ته رسیږي د کرکټ د یونیفارم جوړ کړي.

د سولې د کرکټ د ټورنمټ ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو ویشل شوي او په هر ګروپ کې څلور لوبډلې ځای لري.

د سولې کرکټ سیالیو  دوه دیرشو لوبډلو ګروپ ویشنه:

(ا) ګروپ لوبډلې: پوهنتون، اتحاد مهلند، دولت زی، جهاد مېنه.

(ب) ګروپ لوبډلې: لیسه، اتفاق، سعادت ګردیزی، شهید ډاکټر نجیب.

(ج)ګروپ لوبډلې:سوپر سټار، خیبر، شاهین، عیسی زوی.

(د) ګروپ لوبډلې: رود احمدزی، خوازک، تاند سهر، زمزم.

(ه) ګروپ لوبډلې: نیازالله احمدزی، افغان، تاند، عبدالشکور رشاد.

(و) ګروپ لوبډلې: زرمت، تېره، اسلام قلا، پښتونخوا.

(ځ) ګروپ لوبډلې: تندر قلې اردو، اتل احمدزی، زرمت نیازی، احمد اباد.

(ح) ګروپ لوبډلې: سید کرم، دولت زي، شرکت عزیز یار، نیاز الله احمدزي (ب) لوبډله.

د سولې د کرکټ ټورنمنټ د زمري په شپږمه پېل شوی چې تر اوسه پکې درې ګروپونو او د څلورم ګروپ دوو لوبډلو لوبې کړي چې په لاندې ډول دي:

ګټونکې لوبډله

لوبډلې

ګروپ

پوهنتون

اتحاد مهلندXپوهنتون

الف

جهاد

جهادXدولت خپلواک

الف

لیسه

اتفاقXلیسه

(ب) ګروپ

سعادت ګردیزي

شهید ډاکټر تجیبXسعادت ګردیزی

(ب) ګروپ

خیبر

 خیبرXسوپرسټار

(ج)ګروپ

عیسی زوی

عیسی زویXشاهین

(ج)ګروپ

لا معلوم نه دی

 خوازکXرود احمدزی

(د) ګروپ