د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په كندهار ښار كي د دوو ښوونځيو د بنسټ ډبره كېښودل شوه

خبري څانګه 02.08.2010 22:15

 نن له غرمې مخكي د كندهار والي ښاغلي پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا لخوا دكندهارښار د دوو بابو ښوونځيو (تيمورشاهي او عينو ليسو) د بنسټ ډبرې كېښودل شوې.

 هغه مراسم چي په همدې موخه د كندهار ښار د پخواني منزليانو سراى چي اوس همدا دوه بابه ليسې پرې جوړيږي نيول شوه وه په كې دكندهار والي ترڅنګ  دلايت مقام اداري  او مالي رئېس محمد آمين كمين د پوهني رئېس ، كندهار ښاروال او يو شمير نورو دولتي اوغيري دولتي كسانو  ګډون كړى وو.

 پر يادو شوو دوه بابو ښوونځيو نهه لكه امريكايې ډالره لګښت راځي چي د   CIDAيا دكاناډا د پرمختيايې اداري لخوا وركول كيږي او د اتو مياشتو په موده كي به د دواړو ښوونځيو ټول كار بشپړاو ګټې اخستني ته به چمتو شي.

 ياد شوی هر ښوونځي كي شل درسي اطاقونه  ، څلور اداري اطاقونه،  د لوبو ميدان جمنازيوم او کتابتون هم په پام كي نيول شويدي.

 دكندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا د هغو دوكاندارانو څخه چي د ځاى په تخليه كولو كي يې د چارواكو سره مرسته كړې وه  مننه وكړه او ویې ويل (( ددې تعميرونو په جوړيدو سره به په كندهار كي د نارينه او ښځينه زده كوونكو هغه ستونزي چي د ځاى په مورد يې پخوا درلودې تر ډيره حده حل شي.))