د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې ځانمرګي بې ګناه وګړي ووژل

خبري څانګه 02.08.2010 22:08

 

د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ كي پنځه تنه  ملكيان شهيدان او يو تن ټپي شول.

دا پيښه نن سهار د 8:30 بجو پرمهال د كندهار ولايت د ډنډ ولسوالى د كاكړانو د كوشخانې ختيځ لور ته رامنځ ته شوه. 

ځانوژونكى بريد كوونكى چي په يوسپينه  كرولا ډوله موټر كي سپور ؤ او چاوديدونكي توكي يې پكي ځاى پرځاى كړي و او غوښتل يې چي د ډنډ ولسوالى پر ولسوال حمد الله نازك باندي بريد ترسره كړي خو هدف ته تر رسيدو مخكي يې د ملكي خلګو د تګ راتګ پرلاري باندي ځان والوزاوه او پنځه   تنه ملكيان چي كوچنيان دي شهيدان او يو تن يې ټپي كړ.

 دځانمرګي بريد څخه لس دقيقې ورسته په همدې سيمه كي يوه بله چاودنه چي د سړك د غاړي ځاى پرځاى شوي ماين و  وچاوديد خو چاته يې مرګ ژوبله نه  ده رسولې.

په ځانمرګو او د سړک په غاړه چاودنو کې تر اوسه له ۸۰٪ ډېر قربانيان بې ګناه وګړي دي. د هغو بريدونو مسوليت چې چارواکي او يا امنيتي ځواکونو ته په کې زيان ورسېږي طالبان او حزب اسلامي په غاړه اخلي خو هغه بريدونه چې بې ګناه وګړي په کې وژل کېږي بيا یې مسوليت څوک نه اخلي او همداسې بې ځوابه پاتې کېږي.

امکان لري چې بريد کونکي به شرمېږي چې د بې ګناه وګړو د شهيدولو مسوليت په غاړه واخلي او پخپله به هم حيران وي چې دا یې څه ډول ((جهاد)) وکړ.